Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
شنونکي: بهرنیو ډيپلوماټانو سره له وروستیو کتنو باید مثبته ګټه واخېستل شي

شنونکي: بهرنیو ډيپلوماټانو سره له وروستیو کتنو باید مثبته ګټه واخېستل شي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/04/27

په دې وروستیو کې کابل ته د یو شمېر هېوادونو د استازو او پلاوو راتګ د خلکو هيلې راټوکولي، چې د نورو برخو ترڅنګ به د هېواد په سیاسې او اقتصادي برخو ښه تاثیرات ولري.

د دې سفرونو او کتنو په یوه برخه کې ځينې مهم قراردادونه هم په یو شمېر برخو کې د دواړو لوریو لخوا لاسلیک  شوي دي.

دس سیاسي چارو شنونکي د سیمه‌ییزو هېوادونو د استازو راتګ ته خوشبیني ښيي او باوري دي چې دا لیده کاته به په اقتصادي برخو سربېره په نورو برخو هم ښه اغېزه ولري.

 دوی دغه راز ټینګار لري چې باید له دې کتنو او فرصتونو سمه ګټه پورته شي.

د سیاسي چارو شنونکی توریالی ځاځی وايي: « د اسلامي امارت له حاکمېدو تر نن ورځې د نړۍ، ګاونډيو، سیمې او نړیوالو هېوادونو د استازو ناسته ولاړه، غونډې او کانفرانسونه ترسره شول. دا اوس هم چې د مالیزیا، قزاکستان، ازبکستان یا د نورو هېوادونو استازي په دغه موده کې افغانستان ته راغلل، زما له نظره زموږ له هېواد او ولس سره د دوی مثبتې کړنې د قدر وړ دي.»

د سیاسي چارو شنونکی شهسوار سنګروال وايي: « دا دی درې کاله پوره کېږي، اوس دې ته اړتیا ده چې موږ خپلې رسمي ډیپلوماټيکې اړیکې نېغ په نېغه په نړیواله کچه باید پرانیزو او یوازې په دې زړه ښه نه کړو چې د پلاني هېواد استازی راغی او موږ ورغلو، ځکه درې کاله ډېره موده؛ نو په هر حال دغه ډول ډیپلوماټيکو هڅو او تګ او راتګ کې یو شمېر هېوادونه خپلې ګټې لري.»

په داسې حال کې چی یو شمېر ګاونډې هېوادونه وخت ناوخته افغانستان کې د ځینو ډلو له موجودیته سر ټکوي او بېلابېل تورونه لګوي؛ خو  د سیاسي چارو شنونکي په دې باور دي چې افغانستان کې ثبات به د ټولې سیمې او نړۍ د ثبات په ګټه وي او یو شمېر د ګوتو په شمېر مخرب هېوادونه دې هم له افغانستان سره رسمي او په اعتبار ولاړې اړیکې ورغوي.

 دوی وایي، ډېری هېوادونه د دې تمایل نه لري چې افغانستان دې نارامه او بې ثباته وي او د اړیکو په تینګښت اخته دي.

د سیاسي چارو شنونکی فيض محمد ځلاند وايي: « د افغانستان جغرافیوي جوړښت له سیمې سره تړلی دی او سیمه له افغانستان سره تړلې ده. د افغانستان په ثبات، ټیکاو او پرمتختګ کې د سیمې ثبات، سوکالي او پرمختګ نغښتی دی. ماته داسې ښکاري چې دا وروستۍ ناستې او سفرونه ټول په همدې محور راڅرخي. که چېرته افغانستان د ثبات خوا ته لاړ شي، سیمه به ورسره د پرمختګ او سوکالۍ لور ته لاړه شي.»

بل خوا سرپرست حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، دا چی هېواد ته په دې وروستیو کې د یو شمېر هېوادونو د استازو راتګ زیات شوی دا د دې ښکارندویې کوي چی اسلامې امارت له نړیوالو سره مثبتې اړیکې لري او دا چاره د هېواد په سیاسې او اقتصادې برخو ښې اغېزې درلودای شي.

مجاهد زیاتوي: « د بهرنیو ډیپلوماټانو تګ راتګ افغانستان سره د نړۍ د اړیکو ښکاروندویې کوي او اسلامي امارت هم غواړي چې له هېوادونو سره یې ښې اړیکې تامین وي او دا تګ راتګ یوازې اقتصاد ته نه، بلکې په بېلابېلو برخو کې ګټور تمامېږي.»

دا په داسې حال کې ده چي په دې وروستیو کې د روسیې، ایران، پاکستان، ازبکستان، قزاقستان، اذربایجان او مالیزیا د سره صلیب د اسیايې برخې استازي، د اسلامې همکاریو سازمان غړي او ګن شمېر نورو هېوادونو استازو کابل ته سفرونه کړي او د سرپرست حکومت له مسوولینو سره يې په بېلابېلو برخو کې لیدلې او یو لړ سوداګریز هوکړه لیکونه یې هم لاسلیک کړي دي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکه ګټه اخستنې ته وسپارل شوه
افغانستان

چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکه ګټه اخستنې ته وسپارل شوه

مې 7, 2026
پاکستان کې له یو میلیون زیاتو افغانانو ته د وتلو ورکړل شوی وخت پای ته ورسېد
افغانستان

د پاکستان بشري حقونو کمیسیون هلته د افغان کډوالو ځورولو پخلی وکړ

مې 7, 2026
جرمني: له افغانستان سره ډیپلوماټيکې اړیکې، د ښه‌ والي برعکس پخواني حالت کې دي.
افغانستان

جرمني: له افغانستان سره ډیپلوماټيکې اړیکې، د ښه‌ والي برعکس پخواني حالت کې دي.

مې 6, 2026
د خواجه اصف ادعا؛ هند د افغانستان له خاورې د پاکستان پر ضد استفاده کوي
افغانستان

د خواجه اصف ادعا؛ هند د افغانستان له خاورې د پاکستان پر ضد استفاده کوي

مې 6, 2026
کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
افغانستان

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو
افغانستان

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026

وروستي خبرونه

د هرات اختیارالدین کلا کې د ساینس او ټکنالوژۍ موزیم پرانستل شو

د هرات اختیارالدین کلا کې د ساینس او ټکنالوژۍ موزیم پرانستل شو

مې 7, 2026
تېر کال هلمند کې ۴۳۶ تنو ته مصنوعي غړي لګول شوي

تېر کال هلمند کې ۴۳۶ تنو ته مصنوعي غړي لګول شوي

مې 7, 2026
بلخ کې د کیمیاوي سرې یوې کارخونې تولید پیل کړ

بلخ کې د کیمیاوي سرې یوې کارخونې تولید پیل کړ

مې 7, 2026
چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکه ګټه اخستنې ته وسپارل شوه

چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکه ګټه اخستنې ته وسپارل شوه

مې 7, 2026
افغانان: پاکستان بې باوره هېواد دی او پر خپله هېڅ ژمنه نه دی درېدلی

پاکستان کې د نا امنۍ او بې ثباتۍ دوام؛ ځینو هېوادونو د سیاسي استازولیو محدودولو ته مخه کړې

مې 7, 2026
پاکستان کې له یو میلیون زیاتو افغانانو ته د وتلو ورکړل شوی وخت پای ته ورسېد

د پاکستان بشري حقونو کمیسیون هلته د افغان کډوالو ځورولو پخلی وکړ

مې 7, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist