Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

شنونکي: امریکا له افغانستان سره دوه ګونی سیاست لوبوي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/01/17

د سیاسي چارو یو شمېر شنونکي وايي، امریکا له افغانستان سره دوه ګونی ساست کوي،چې د دغه دوه ګوني سیاست یو لوری پر افغانستان اقتصادي او سیاسي بندیزونه دي او بل لور ته له افغانستان سره د بشريمرستو د دوام غږ دی.

دوی وايي، امریکا اړ ده،چې د نورو لویدیځو هېوادونو د رضایت لپاره له افغانستان سره بشري مرستې وکړي او د کانګرس خوشالولو لپاره بندیزونو ته دوام ورکړي.

د سیاسي چارو شنونکی طارق فرهادي وايي:«  د امریکا حکومت په شدید ډول د اروپايي هېوادونو او متحدینو تر فشار لاندې دی،چې بندیزونه پای ته ورسوي. همدا لامل دی،چې داسې ګڼل کیږي،امریکا دوه ګونی سیاست لري. ځکه هغه اړه ده،چې هم کانګرس خوشاله وساتي،چې بندیزونو ته دوام ورکړي او هم اروپايان راضي کړي،چې مرستې واستوي.»

امریکا په تیرو حکومتونو کې هم بشري مرستې په مستقیم ډول د افغانستان حکومتونو ته نه دي ورکړي او د نړیوالو بنسټونو او موسسو له لارې یې کړې دي.

د سیاسي چارو شنونکي وايي،امریکا دغه بشري مرستې هم د افغانستان د تخریب لپاره کړي دي او اوس یې هم کوي،ترڅو نړیوالو ته ځان ښه ثابت کړي.

د سیاسي چارو شنونکی بلال فاطمي  وايي:«  طالبان د خلکو له منځ راغلي او د خلکو لوږه درک کولای شي او ښه ویش کولای شي،خو امریکایان دا نه غواړي او دوه ګونی سیاست لوبوي.چې ناورین او بحران رامنځ ته شي. هغوی غواړي،چې ځان بشري حقونو بنسټونو ته هم ښه وښايي او د بندیزونو له امله پر اسلامي امارت سیاسي فشارونه هم راوړي.»

اخوا یو شمېر نور بیا وايي، امریکا او اسلامي امارات دواړه باید دا هڅه وکړي،چې افغان ولس د دوی د سیاسي کړکیچ قرباني نه شي.

د سیاسي چارو شنونکی  صلاح الدین سعیدي وايي:«  دا چې د امریکا متحده ایالات او نړۍ چې وايي موږ له افغانستان سره مرسته کوو،خو دغه مرسته باید د اسلامي امارت له لارې نه وي، دا سم وايي. طالبانو ته په کار ده،چې په تمامه مانا ژمنه وکړي او خپله دعوه پوره کړي،چې امکانات برابر کړي ترڅو خپل مسلمان ملت ته مرسته ورسیږي.»

دغه خبرې وروسته له هغې کېږي،چې د امریکا بهرنیو چارو وزارت وړمه ورځ یو ځل بیا ژمنه کړې وه،چې افغانستان به یوازې پرې نږدي،خو کومې مرستې چې استوي، هغه به د اسلامي امارات له لارې ونه ویشي.

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي
افغانستان

هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي

مې 13, 2026
امربالمعروف وزارت: زموږ پر قانون نيوکه پر اسلام نیوکه ده
افغانستان

اسلامي امارت: نړیوال بنسټونه دې د موجوده  نظام پر لاسته راوړنو سترګې نه پټوي

مې 13, 2026
مولانا فضل الرحمن: د پاکستان پوځ او ملکي حکومت له۴۰ کلونو راهیسې نیابتي جګړو کې ښکېل دي
افغانستان

مولانا فضل الرحمن: پښتونخوا کې حکومتي واک محدود او چارې د وسله‌والو ډلو لاس کې دي

مې 13, 2026
خالص: ښارونو کې د نفوسو تراکم د چاپېریالي ککړتیا او ناروغیو زیاتېدو سبب شوی
افغانستان

خالص: ښارونو کې د نفوسو تراکم د چاپېریالي ککړتیا او ناروغیو زیاتېدو سبب شوی

مې 13, 2026
اروپايي کمیسیون د اسلامي امارت له یوې تخنیکي ډلې سره د کډوالو پر ستنولو خبري کوي
افغانستان

اروپايي کمیسیون د اسلامي امارت له یوې تخنیکي ډلې سره د کډوالو پر ستنولو خبري کوي

مې 13, 2026
یوشیاویونګ: د ارومچي مذاکراتو بل پړاو باید عملي پایلې ولري
افغانستان

یوشیاویونګ: د ارومچي مذاکراتو بل پړاو باید عملي پایلې ولري

مې 13, 2026

وروستي خبرونه

هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي

هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي

مې 13, 2026
له شبرغان – بلخ ته د ګازو نل لیکې غځولو کارونه بشپړېدو ته نږدې شوي

له شبرغان – بلخ ته د ګازو نل لیکې غځولو کارونه بشپړېدو ته نږدې شوي

مې 13, 2026
امربالمعروف وزارت: زموږ پر قانون نيوکه پر اسلام نیوکه ده

اسلامي امارت: نړیوال بنسټونه دې د موجوده  نظام پر لاسته راوړنو سترګې نه پټوي

مې 13, 2026
مولانا فضل الرحمن: د پاکستان پوځ او ملکي حکومت له۴۰ کلونو راهیسې نیابتي جګړو کې ښکېل دي

مولانا فضل الرحمن: پښتونخوا کې حکومتي واک محدود او چارې د وسله‌والو ډلو لاس کې دي

مې 13, 2026
کابل کې د کرېکټ نړیوال لوبغالي جوړولو چارې پیل شوې

کابل کې د کرېکټ نړیوال لوبغالي جوړولو چارې پیل شوې

مې 13, 2026
خالص: ښارونو کې د نفوسو تراکم د چاپېریالي ککړتیا او ناروغیو زیاتېدو سبب شوی

خالص: ښارونو کې د نفوسو تراکم د چاپېریالي ککړتیا او ناروغیو زیاتېدو سبب شوی

مې 13, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist