Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

شنونکي: امریکا افغانستان د خپل تاریخ تر ټولو خطرناک جنګ کې ښکېل کړی 

admin by admin
2021/08/08

د سیاسي چارو یو شمېر شنونکي وايي، د دوحې هوکړه لیک طالبانو او امریکا دواړو نقض کړی  او امریکا د دغې هوکړې خلاف هوايي بریدونه پیل کړي او طالبانو جګړې ته شدت وکړی او د سترو ښارونو نیولو هڅې یې پیل کړي دي.

دوی زیاتوي،چې د دواړو اړخونو له لوري د دوحې تړون ماتولو افغانان په داسې جګړه ښکیل کړل،چې وتل ترې ستونزمن ښکاري.  

په ناروې کې د افغانستان پخوانۍ سفیره شکریه بارکزۍ وايي:«  دغه هوکړه لیک د دواړو له لوري هم د طالبانو او هم د امریکا له لوري تر پښولاندې شوی دی، ځکه په هغې هوکړه کې واضع ویل شوي ول، که طالبان تاوتریخوالی کم نه کړي او په سترو ښارونو بریدونه بند نه کړي او همداراز له القاعده او نورو ترهګریزو شبکو سره خپلې اړیکې پرې نه کړي، نو امریکا به دغه هوکړه لیک ته اعتبار ورنه کړي. په وروستیو  جګړو کې امریکا خپله هغه ژمنه په عمل کې ثابته کړه،چې د افغان ځواکونو د ملاتړ خبره یې کړې وه.»

ځینې بیا وايې، امریکا دغه بریدونه د خپلو موخو لپاره کوي او څو محدودې اوونۍ به دوام وکړي.

د سیاسي چارو شنونکی طارق فرهادي وايي:« د امریکا د بي ۵۲ الوتکو بریدونه به یوازې دوه اوونۍ نور  دوام وکړي او د دغو بریدونو اصلي موخه د هغو پرمختللو امریکايي وسلو له منځه وړل دي،چې د طالبانو لاس ته ورغلي دي.»

شنونکي وايي، امریکا د خپل تاریخ ترټولو اوږد جنګ نه د یوې هوکړې پراساس ځان اېستلی او اوس چې جګړې ته بېرته راګرځیدلې او هوايي بریدونه یې پیل کړي دا به د سیمې هیوادونو حساسیت راپاروي.

د سیاسي چارو شنونکی حکمت الله حکمت وايي:« هغه امریکا،چې د خپل تاریخ تر ټولو اوږدې اوله  ناکامې جګړې یې د دوحې د هوکړې په لاسلیک سره له افغانستانه پښې سپکې کړې،اوس ورته په کار نه ده،چې یوځل بیا دغې جګړې ته راودانګي او د سیمې حساسیت راپورته کړي او افغانان د امریکا د بي ۵۲ الوتکو له بمبار ښې خاطرې نه لري.»

طالبان بیا دامریکا هوايي بریدونه د افغانستان په چارو کې ښکاره مداخله او د دوحې له تړون سرغړونه بولي او خبر داری یې دادی،چې د دوام په صورت کې به یې له سخت غبرګون سره مخ شي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد  وايي:« په افغانستان کې د امریکا هر ډول مداخله د دوحې له تړون سرغړونه ده او که خپلو مداخلو ته دوام ورکوي،نو د غبرګون انتظار دې هم وباسي.»

په وروستیو جګړو کې طالبانو لسګونه ولسوالۍ او د څو ولایتونو مرکزونه یې هم نیولي،چې په پایله کې یې د جګړې ښکیلو اړخونو ترڅنګ ملکي وګړو ته درانه تلفات اوښتي او لسګونه زره کورنۍ خپلو مېنو پرېښودو ته اړې شوې دي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا د افغانستان روان وضعیت او شته محدودیتونو په تړاو خبرې کوي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist