Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
کارپوهان: بهرنۍ استخباراتي کړۍ نه غواړي افغانستان کې سوله ټېنګه شي 

شنونکي: افغانستان نور د نړۍ تمرکز مرکز نه دی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/03/07

د سیاسي چارو یو شمېر شنونکي وايي، د روسیې او اوکراین کړکیچ د دې لامل شوی دی،چې د ګڼو نړیوالو هېوادونو پام له افغانستانه واوړي او افغاني ناورین په هېرې شوې کیسه بدل شي.

دوی وايي، تر تېر څو اونیو پورې  د ملګروملتونو امنیت شورا، اروپايي ټولنې او شانګهای غړو هېوادونو پر افغانستان کنفرانسونه جوړول،خو په خبره یې  اوس ټوله پاملرنه اوکراین ته اوښتې ده.

د سیاسي چارو شنونکی یحیی چاوش وايي:« په اوسنیو شرایطو کې ورو ورو افغانستان له نړیوالو هیریږي او د ملګرو ملتونو، نړیوالې ټولنې او شانګهای غړو هېوادونو د سازمان له پامه غورځي. د ملګرو ملتونو سازمان خپلې ټولې بشري مرستې او نورې همکارۍ اوکراین ته او د اوکراین کډوالو ته استوي. اوس مهال ورو ورو افغانستان د نړیوالو له پامه غورځيږي. زه هېله لرم،چې دغه حالت د افغانستان پر امنیت بدې اغیزې ونه کړي.» 

یو شمیر نور بیا په دې اند دي،چې پر افغانستان د دغې جګړې اغیز ځکه زیات دی،چې د افغانستان اقتصاد پر بهرنیو هېوادونو متکي دی او اوکراین د یوه اروپايي هېواد په توګه اروپايي هېوادونو ته ډېر نږدې دی.

د سیاسي چارو شنونکی نازکمیر زیارمل وايي:« د اوکراین جګړه یوازې سیمه نه،بلکې ټوله نړۍ اغیزمنه کولای شي او دغه اغېز به یې تر ډېره پر افغانستان او ورته هېوادونو وي،ځکه د افغانستان اقتصاد له بهرنیو مرستو سره نښتی دی او د دغو مرستو ستر هېوادونه اروپايي هېوادونه دي. اوکراین هم چې اروپايي هېواد دی،نو کولای شي،چې د اروپايي هېوادونو ټول پام ځان ته واړوي.» 

خو یو شمېر بیا په اند دي،ښايي د نړیوالو پام افغانستان ته وروسته له هغې را واوړي،چې د اوکراین قضیه یو طرفه شي،خو په خبره یې دا کار یو څه وخت ته اړتیا لري.

د سیاسي چارو شنونکی سید هارون پاچا وايي:« تاسې ګورئ،چې اوس د افغانستان په تړاو په بشپړ ډول نه رسنۍ خبرې کوي او نه د حکومتونو چارواکي، نو دا به وخت نیسې، تر هغې چې د اوکراین موضوع یو طرفه نه شي. واقعا افغانستان به له یو څه ستونزو سره مخ شي، تر هغې چې د اوکراین موضوع یو طرفه نه شي،نو فکر نه کوم،چې هېڅوک د افغانستان په اړه څه و وايي.» 

اوس مهال چې افغانستان تر بل هر وخت ډېر نړیوالو اړیکو، بشري مرستو، رسمیت پیژندنې او اقتصادي همکارۍ او لاسنیوي ته اړتیا لري، دا ډول له پامه غورځیدل ورته سخت زیان اړوي.

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

تازه راستانه شوي کډوال د سرپناه او کار غوښتنه کوي
افغانستان

ګاونډیانو د روان کال له پیله تر نیم میلیون ډېر افغان کډوال جبري را ایستلي

سپتمبر 17, 2026
افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي
افغانستان

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

سپتمبر 17, 2026
خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی
افغانستان

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي
افغانستان

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026
د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی
افغانستان

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026

وروستي خبرونه

تازه راستانه شوي کډوال د سرپناه او کار غوښتنه کوي

ګاونډیانو د روان کال له پیله تر نیم میلیون ډېر افغان کډوال جبري را ایستلي

سپتمبر 17, 2026
افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

سپتمبر 17, 2026
خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026
هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

سپتمبر 11, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist