Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
شنونکي: نړۍ افغانستان کې خپلې اقتصادي موخې لري

شنونکي: افغانستان د ترهګرو پالونکی نه بلکې قرباني دی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2023/05/02

د سیاسي چارو یو شمېر شنونکي وايي،ترهګرۍ د سیمې استخباراتو لپاره هغه اقتصادي پروژې دي،چې د خپلو ګټو لپاره یوه پر بلې پسې پلې کوي.


دوی وايي، افغانستان په سیمه کې یوازینی هیواد دی،چې د تاریخ په اوږدو کې یې نه له ترهګرۍ ملاتړ کړی او نه یې هم بل هېواد ته ترهګر او وران کاري صادر کړي دي.

دغه راز دوی وايي، افغانستان او افغانان تل د ترهګرۍ قرباني پاتې شوي او لاهم په دغه برخه کې افغان ولس قرباني ورکوي.


د شنونکو په خبره، هغه هېوادونه چې اوس په افغانستان کې له ترهګرۍ ځان اندیښمن ښي، باید لومړی په خپلو کنټرول لاندې سیمو کې د ترهګرو مخه ونیسي،چې نور یې افغانانو ته هم زیان ونه رسیږي.

د سیاسي چارو شنونکی قریب الرحمان شهاب وايي:« افغانستان د تاریخ په اوږدو کې هېڅ کله هم  د ترهګرۍ صادرونکی هېواد نه دی او نه هم افغانان ترهګر دي. افغانستان تل د ترهګرۍ قرباني پاتې شوی دی او هغه هېوادونه چې په دې اړه هرنظر لري، دا د هغوی خپله سوداګري ده،چې له ترهګرۍ عاید لري، که روسان دي یا پاکستاني او یا هم ایرانیان هغوی باید خپلو خاورو او خپلو کنټرولاندې سیمو کې د ترهګرو او ترهګرۍ مخه ونیسي.»


ځیني نور په دې باور دي،چې په سیمه کې  د ترهګرۍ په  تړاو اندیښنې ورځ بلې ته زیاتیږي،خو هېوادونو ته پکار دي،چې د تورونو لګولو پر ځای دې د افغانستان له نظام سره د ترهګرۍ ضد ګډه پالیسي او همکاري رامنځته کړي،چې هم سیمه او هم افغانستان خوندي شي.

د پوهنتون استاد فیض محمد ځلاند وايي:« له بده مرغه لاهم له سیمې او نړۍ سره د ترهګرۍ ویره شته او  د ترهګرۍ اندیښنې په سیمه کې ورځ بلې ته زیاتیدونکې دي، په دې برخه کې سیمې ته پکار دي،چې له سلامي امارت سره په ګډه داسې یوه پالیسي او ستراتیژي جوړه کړي،چې په هغه کې نه یوازې سیمه بلکې افغانستان هم خوندي شي. په دې برخه کې له ټولو مهمه هغه د اسلامي امارت د رسمیت پيژندنې، رسمي اړیکو  او په لویه کې په سیمه کې د ګډې همکارۍ مسله ده.»


د سیاسي چارو شنونکی سرور نیازی بیا په دې باور دی،چې افغانستان  د ترهګرو ځاله نه بلکې قرباني دی او هغه هېوادونه،چې اوس په افغانستان کې  د ترهګرۍ پلمه کوي، خپلې موخې لري.

نیازی زیاتوي:«د مسکو اندیښنه،چې ګواکې د تروریزم مرکزونه افغانستان کې دي دا بې اساسه دي،ځینې هېوادونه د تروریزم له نوم د یوې حربې په بڼه استفاده کوي، هغه اهداف چې افغانستان کې لري لاسته یې راوړي.»


اسلامي امارت  وړمه ورځ د روسیې دفاع وزیر هغه څرګندونې په کلکه رد کړې،چې ګني وسله والې ډلې له افغانستانه منځنۍ اسیا هېوادونو ته ګواښ پیښه وي.


اسلامي امارت ویلي، په افغانستان کې وروستۍ امنیتي پیښې د سیمې هېوادونو د اتباعو له لوري ترسره شوي او دغه هېوادونه باید په دغه برخه کې خپل مسوولیت ادا کړي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ملګرو ملتونو له پاکستان د افغان زده کړیالانو د اخراج پرېکړې لغوه کولو غوښتنه کړې
افغانستان

ملګرو ملتونو له پاکستان د افغان زده کړیالانو د اخراج پرېکړې لغوه کولو غوښتنه کړې

سپتمبر 20, 2026
افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي
افغانستان

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

سپتمبر 17, 2026
خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی
افغانستان

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي
افغانستان

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026
د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی
افغانستان

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026

وروستي خبرونه

ملګرو ملتونو له پاکستان د افغان زده کړیالانو د اخراج پرېکړې لغوه کولو غوښتنه کړې

ملګرو ملتونو له پاکستان د افغان زده کړیالانو د اخراج پرېکړې لغوه کولو غوښتنه کړې

سپتمبر 20, 2026
افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

سپتمبر 17, 2026
خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026
هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

سپتمبر 11, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist