Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

شنونکي: اسلامي امارت تر ډېره د نړیوالو غوښتنې عملي کړي 

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2021/11/09

د سیاسي چارو شنونکي وايي، اسلامي امارت د نړیوالو له لوري ځنې مسلو سره سازش کړی، بهرنیو ته د افغانستان له اړخه د ګواښ مخه نیول شوې او دغه راز یو شمېر ولایتونو کې یې  د نجونو ښوونځي پرانېستي او ځنو ادارو ته ښځينه مامورینې پرېښودل شوې دي. 

دوی وايي، اوس نړیوالو ته کومه بهانه نه ده پاتې.

سیاسي فعال شفيع اعظم  وايي:« د نړیوالو کومې غوښتنې چې دي، تر ډېره حل شوي دي، هغه که د افغانستان جغرافیه نورو ته د ګواښ مسله ده، دغسې د ښځو د حقونو په برخه کې ووایو،تاسې رسنیو کې روغتیا برخه کې شاهد یاست. زه فکر کوم، نړیوالو ته کومه بهانه نه ده پاتې، په اقتصادي برخه کې د سیمې هېوادونو،خلیج هېوادونو سره اړېکې ښې شوي دي.»

نړیوالې ټولنې د افغانستان نوي حکومت د رسمیت پيژندو لپاره پر اسلامي امارت یو لړ شرطونه ایښي،چې تر اوسه يې په ‌کې کوم بدلون او کموالی نه دی راوستی، د ښځو او بشري حقونو ته درناوی، ټولشموله حکومت، ترهګرو ډلو ته په ‌خپله خاوره کې ځای نه ورکول او داسې نور هغه شرطونه دي،چې وړاندې شوي دي.

یو شمېر شنونکي بیا په دې باور دي،چې نړیوالو ته د ښځو او بشر حقوقو مسله نوره سیاسي شوې او غواړي له اسلامي امارت سره په یو شمېر لویو مسایلو خبرې وکړي او تضمینونه ترلاسه کړي.

 دوی ټینګار کوي،چې اسلامي امارت دې بهرنیو ته بهانې په لاس نه ورکوي او هغه غوښتنې دې ومني،چې ملي ګټې او اسلامي ارزښتونه په ‌کې خوندي وي.

شنونکی عبدالحی قانت وايي:« نړیوال په ځینو نورو مسایلو،چې دلته شته غواړي،له طالبانو سره په لویو مسایلو خبرې وکړي او تضمینونه غواړي. نړیوال فکر نه کوم،چې نوي حکومت سره تعامل وکړي. او دا چې هغوی لپآره څه پلمه پاتې نه وي،نوی حکومت دا مسولیت لري،هغه څه چې نړیوال غواړي او زموږ ملي ګټې تر پښو لاندې نه کوي او ټولنې ته ضرر نه لري د اسلام مخالف نه وي، دا حقوق زموږ ټولنه کې عملي شي.»

اسلامي امارت هم د نړیوالو پرر وړاندې یو کلک دریځ خپل کړی دی. ځینې شنونکي اسلامي امارت تورنوي،چې حکومت یې په انحصار کې نیولی او د نړیوالو غوښتنې یې له پامه غورځولي دي.

شنونکی ویس ناصري وايي:« طالبانو د نړیوالو غوښتنو ته مثبت ځواب نه ده ویلی،نو ځکه په سیمه او نړۍ کې په رسمیت نه دي پېژندل شوي، اند د هغوی له لوري چې د دوی ملاتړي دي. طالبان په انحصارګرۍ سره اوس منزوي دي.»

نږدې درې میاشتې پوره کېږي،چې اسلامي‌امارت په افغانستان بشپړه واکمني لري،خو تر اوسه پورې د سیمې او نړۍ یوه هېواد هم په رسمیت نه دي پيژندلي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي
افغانستان

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist