Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

شنونکي:له افغانستان سره له اړیکو پرته نړۍ او سیمه  نه شي کولای ډاډمن امنیت ولري

admin by admin
2021/09/26

د سیاسي چارو یو شمېر  شنونکي وايي، له افغانستان سره له اړیکو پرته  نړۍ، سیمه او په ځانګړي توګه ګاونډي هېوادونه  نه شي کولای،چې ډاډمن امنیت ولري او اقتصادي وده وکړي.

په افغانستان کې د اسلامي امارت له واکمن کېدو سره سم د سیمې او نړۍ ګڼو هېوادونو له افغانستان سره خپلې اړیکې پرې او یو شمېر نورو بیا مشروطې او تر ډېره محدودې کړې.

شنونکي وايي، دا د ځینو هېوادونو مکلفیت دی،چې د خپل نظم او اقتصادي پرمختګ لپاره افغانستان سره اړیکې وساتي او د اړیکو پرې کولو کې د یوه هېواد ګټه هم نه شته.

د پوهنتون استاد فیض محمد ځلاند  وايي:« د نړیوال او سیمې نظم د رامنځ ته کولو او پرمختګ لپاره نړۍ او سیمه افغانستان ته اړتیا لري،که امریکا غواړي په اسیا کې خپلې پښې ټینګې وساتي، که روسیه او چین غواړي،چې د اسیا له زیرمو او پرمختګونو لپاره ځان لپاره ګټه واخلي ،که پاکستان او هند غواړي سوله ییزه سیمه ولري او پرمختګ ولري او انرژۍ ته لارې او ګودرې ولري دا ټول اړ دي،چې له افغانانو سره تعامل وکړي او اړیکې ولري.»

شنونکي وايي،د افغانستان جیو پولوتیک موقیعت داسې دی،چې سیمه او ګانډيان باید له دغه هېواد سره خپلې اړیکې ښې کړي او په  خبره یې دغه دوه اړخېزې اړیکې کولای شي،چې دواړه لوریو ته اقتصادي وده ورکړي.

 دوی پر دې باور دي،چې افغانستان هم د اقتصادي مجبوریتونو له امله اړ دی،چې له نړۍ سره نږدې او ښې اړیکې ولري.

د سیاسي چارو شنونکی عبدالرحیم ظاهر  وايي:« د افغانستان جغرافیايي موقیعت له امله نړۍ او سیمه باید له افغانستان سره اړیکې ولري او افغانستان د دوی لپاره ستراتیژیک اهمیت لري،چې دوه اړخېزې اړیکې کولای شي،چې هم افغانستان او هم مقابل لوري اقتصادي پیاوړتیا سره مرسته وکړي.»

اسلامي امارت بیا وايي،په تیرو شلو کلونو  کې چې نړۍ او په تیره بیا امریکا څه کړي دا دې ورپاتې وي او اوس چمتو دي چې دمتقابلو همکاریو او درناوي نوې در وازه ورسره پرانیزي .

د اسلامي امارت د سیاسي رهبرۍ غړی مولوي شهاب الدین دلاور  وايي:« همدې امریکایانو ته وايي، چې څه موکړي هغه مو کړي، راځئ، اوس راشئ، نوی باب در سره خلاصووؤ داحترام متقابل نوې دروازه درسره پرانیزو.»

اسلامي امارت د نړۍ اوسیمې هیوادونو هغه اندیښنې هم بیځایه ګڼي،چې ګواکې دوی ورته ګواښ دي.

داسلامي امارت غړی عبدالحمید حماسي  وايي:« زموږ وسله پردۍ ده. موږ له زړې بوشکې پرته بله څه نه لرو او نړیوال موږ ته داسې خبرې کوي،چې تاسې نړۍ ته ګواښ یاست، دا دروغ وايي. موږ نړۍ ته ګواښ نه یو. دوی خپله ګواښ دي او افغانان یې وزورول. موږ به هله نړۍ ته ګواښ وو،چې داسې توغندي مو درلودای،چې دوه نیم زره کیلومتره واټن یې ویشتلای.»

تازه امریکا او دنړۍ یوشمیر نورو هېوادونو په بشري برخو کې له افغانستان سره د مرستو لپاره خپل بندیزونه  لرې کړي او اوس هېلې دا دي،چې نړۍ دې افغانستان نوی دولت هم پ رسمیت وپیژني او له افغانانو سره دې دیپلوماتیکه راشه درشه پیل کړي. 

ShareTweetShareSendSend

Related News

پکتیا کې د «اریوب پریمیرلیګ» سیالیو اووم پړاو پای ته ورسېد
لوبې

پکتیا کې د «اریوب پریمیرلیګ» سیالیو اووم پړاو پای ته ورسېد

جولای 30, 2026
د کندهار ملي موزیم په یوه تاریخي ودانۍ کې په نوې بڼه پرانستل شو
فرهنگ او هنر

د کندهار ملي موزیم په یوه تاریخي ودانۍ کې په نوې بڼه پرانستل شو

جولای 30, 2026
د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې
افغانستان

د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې

جولای 30, 2026
د بښنې نړیوال سازمان: پاکستان باید جمو او کشمير کې د خلکو غوښتنې ومني
نړۍ

د بښنې نړیوال سازمان: پاکستان باید جمو او کشمير کې د خلکو غوښتنې ومني

جولای 30, 2026
ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستیو طبیعو پېښو بشري وضعیت سخت کړی
افغانستان

ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستیو طبیعو پېښو بشري وضعیت سخت کړی

جولای 30, 2026
عزیزي: دا مهال هېواد کې له ۶ زرو ډېرې تولیدي فابریکې فعالیت لري
اقتصاد

عزیزي: دا مهال هېواد کې له ۶ زرو ډېرې تولیدي فابریکې فعالیت لري

جولای 30, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist