Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

شمالي کوریا: امریکا سره خبرو او تقابل ته چمتو یو

admin by admin
2019/08/24

 شمالي کوریا  وايي، له امریکا سره خبرو او شخړې دواړو ته چمتو ده .

پیونګیانګ د خبرو سربیره له پوځي تمریناتو وروسته هم د توغندیو ازمایښتونو ته دوام ورکړی دی.

د شمالي کوریا اټومي ازمایښتونه داسې مهال کیږي چې امریکا اوس هم له شمالي کوریا سره د ښو اړیکو پر درلودلو ټينګار کوي.

شمال کوریا که له امریکا سره خبرو ته چمتو والی ښيي له بل لوري اختلاف ته هم چمتو ده.

د شمالي کوریا بهرنیو چارو وزیر ري یونګ هو وايي، تیره جمعه یې هغه اعلامیه خپره کړه چې له مخې یې ویل شوي شمالي کوریا خبرو او شخړې دواړو ته چمتو ده.

په دغه اعلامیه کې واشنګټن ته د بندیزونو د دوام پر سر خبرداری هم ورکړل شوی دی. پیونګیانګ د دغو خبرو سربیره تازه توغندي هم ازمایښت کړي دی.

هغوی وايي، دغه دوه لنډ واټن ویشتونکي توغندي یې د امریکا او سویلي کوریا ترمنځ له پوځي تمرینونو وروسته ازمایښت کړي دي.

اخوا د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ اوس هم په دې ټینګار کوي چې له شمالي کوریا سره یې ډيرې ښې اړیکې دي.

د امریکا ولسمشر، ډونالډ ټرمپ ((نه زه داسې فکر نه کوم، زه فکر کوم چې موږ ډيرې ښې اړیکې لرو. دا حالت هم بدلیږي خو و به ګورو چې څه کیږي. کېم جونګ اون له ما سره ډیرې مستقیمې خبرې وکړې. د هغې خوښيږي چې توغندي ازمایښت کړي خو موږ پرې کله محدودیت نه دی لګولی. زموږ په ګډون ډیر هیوادونه داسې ازمایښتونه کوي.))

د شمالي کوریا او امریکا ترمنځ شخړه اوس له سویلي کوریا سره د پوځي تمرینونو پر سر زیاته شوې ده. د دواړو هیوادونو ترمنځ د ویتنام له ناستې وروسته اړیکې خرابې شوې وې خو شمالي کوریا ته د ټرمپ له سفر وروسته حالات بیرته رغیدلي وو.

ShareTweetShareSendSend

Related News

پکتیا کې د «اریوب پریمیرلیګ» سیالیو اووم پړاو پای ته ورسېد
لوبې

پکتیا کې د «اریوب پریمیرلیګ» سیالیو اووم پړاو پای ته ورسېد

جولای 30, 2026
د کندهار ملي موزیم په یوه تاریخي ودانۍ کې په نوې بڼه پرانستل شو
فرهنگ او هنر

د کندهار ملي موزیم په یوه تاریخي ودانۍ کې په نوې بڼه پرانستل شو

جولای 30, 2026
د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې
افغانستان

د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې

جولای 30, 2026
د بښنې نړیوال سازمان: پاکستان باید جمو او کشمير کې د خلکو غوښتنې ومني
نړۍ

د بښنې نړیوال سازمان: پاکستان باید جمو او کشمير کې د خلکو غوښتنې ومني

جولای 30, 2026
ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستیو طبیعو پېښو بشري وضعیت سخت کړی
افغانستان

ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستیو طبیعو پېښو بشري وضعیت سخت کړی

جولای 30, 2026
عزیزي: دا مهال هېواد کې له ۶ زرو ډېرې تولیدي فابریکې فعالیت لري
اقتصاد

عزیزي: دا مهال هېواد کې له ۶ زرو ډېرې تولیدي فابریکې فعالیت لري

جولای 30, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist