Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
شریف: افغانستان کې دې حاکم نظام د ترهګرو پرضد جدي ګامونه پورته کړي 

شریف: افغانستان کې دې حاکم نظام د ترهګرو پرضد جدي ګامونه پورته کړي 

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/09/18

د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف د شانګهای همکاریو سازمان ناسته د وینا پر مهال پر اسلامي امارت غږ کړی دی،چې د ترهګرو ځپلو لپاره جدي ګامونه پورته کړي او اجازه دې  ورنه کړي،چې د سیمې هېوادونه وګواښي.

اسلام اباد دغه غوښتنه داسې مهال کوي،چې له کلونو راهیسې دغه هیواد د ترهګرو په روزنه تورن دی او تازه ترې واشنګټن غوښتي،چې له کوردننه د ترهګرو پر وړاندې جدي ګامونه واخلي.

د سیاسي چارو تحلیل کوونکي په دې باور دي،چې نړۍ ته د پاکستان دوه مخي ښکاره شوې او اوس له دغه ستر تاریخي مسوولیته د خلاصون لپاره پر افغانستان تور پورې کوي.

د سیاسي چارو تحلیل کوونکی توریالی ځاځی  وايي:« دا د دې لپاره چې نړیوالو هېوادونو په دې سیمه کې سیاسي اهداف درلودل او له پاکستانه یې ملاتړ کاوه، خو پر دې ښه پوهېدل،چې پاکستان کې تروریستي ډلې روزل کېږي.  کله چې خپل موخو ته ورسېدل، امریکایانو دا غږ وکړ،چې په پاکستان کې ترهګرې ډلې باید وځپل شي، نو همدې لپاره شهباز شریف غواړي،چې له دغه لوی تاریخي مسوولیته ځان او پاکستان وژغوري.» 

د سیاسي چارو تحلیل کوونکی معین څمکنی وايي، دا چې له کلونو راهیسې پاکستان د نړۍ په خړ لیست کې شامل دی، پر وینا یې دغه هېواد تور لیست ته د تللو مخنیوي په خاطر دغه هڅې پيل کړي دي.

هغه زیاته کړه:«  پاکستان څو کاله کېږي،چې په خړ لیست کې دی. یو لامل یې دا دی،چې پر دوی باندې تور دی، چې د ترهګرو پاللو لپاره او د هغوی لپاره د تمویل مسله  ده. موږ او تاسو ګورو،چې افغانستان په اوسني حالت کې، د خپل قلمرو ساتلو وړتیا هم نه لرو. دفاعي ځواکونه لرو،چې کومو ته اړتیا ده، ان رادار نه لرو،چې موږ وګورو، چې پر قلمرو مو څه تېرېږي. نو د دوی لپاره دا ډېر اسانه ده،چې هغوی ( پاکستان) ترهګرو پر موږ وتپي.» 

پاکستان چې تل یې د افغانستان له ضعف سو استعفاده کړې،دا یې لومړی ځل نه دی،چې پر کابل د ترهګرو د پټن ځای تور پورې کوي.

تحلیل کوونکي وايي، له هغه وخته چې پاکستان جوړ شوی دی، نور بهرني هېوادونه یې د افغانستان پر ضد د خپلو موخو د ترلاسه کولو لپاره کاروي او تر هغه چې پاکستان د ځمکې پر مخ وي افغانستان به ښه ورځ ونه ويني.

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

د کاري ژمنتیا غوره بېلګه: جاوېد فقیري څلورو کالو کې د ۱۰۰۰ قلمونو رنګ خلاص کړی
افغانستان

د کاري ژمنتیا غوره بېلګه: جاوېد فقیري څلورو کالو کې د ۱۰۰۰ قلمونو رنګ خلاص کړی

مې 18, 2026
مزارشریف کې د تفحصات سوداګریز مارکېټ په ۱۶۵ میلیونه افغانیو جوړېږي
افغانستان

مزارشریف کې د تفحصات سوداګریز مارکېټ په ۱۶۵ میلیونه افغانیو جوړېږي

مې 18, 2026
کابل کې د خاصو کړیو له خوا روزل شوي مسلکي سوالګر نیول شوي
افغانستان

کابل کې د خاصو کړیو له خوا روزل شوي مسلکي سوالګر نیول شوي

مې 18, 2026
افغان – ایراني چارواکي د سوداګرۍ پر وړاندې شته خنډونو پر لرې کولو غږېدلي
افغانستان

افغان – ایراني چارواکي د سوداګرۍ پر وړاندې شته خنډونو پر لرې کولو غږېدلي

مې 18, 2026
کازان ته د لوړو زده کړو وزیر په مشرۍ تللي پلاوي سفر له لاسته راوړنو ډک و
افغانستان

کازان ته د لوړو زده کړو وزیر په مشرۍ تللي پلاوي سفر له لاسته راوړنو ډک و

مې 18, 2026
ټي‌پي د پاکستانپوځ هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې د عصري زده کړو خلاف دي
افغانستان

ټي‌ټي‌پي د پاکستان پوځ هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې د عصري زده کړو خلاف دي

مې 14, 2026

وروستي خبرونه

د کاري ژمنتیا غوره بېلګه: جاوېد فقیري څلورو کالو کې د ۱۰۰۰ قلمونو رنګ خلاص کړی

د کاري ژمنتیا غوره بېلګه: جاوېد فقیري څلورو کالو کې د ۱۰۰۰ قلمونو رنګ خلاص کړی

مې 18, 2026
مزارشریف کې د تفحصات سوداګریز مارکېټ په ۱۶۵ میلیونه افغانیو جوړېږي

مزارشریف کې د تفحصات سوداګریز مارکېټ په ۱۶۵ میلیونه افغانیو جوړېږي

مې 18, 2026
کابل کې د خاصو کړیو له خوا روزل شوي مسلکي سوالګر نیول شوي

کابل کې د خاصو کړیو له خوا روزل شوي مسلکي سوالګر نیول شوي

مې 18, 2026
سراج الحق: پاکستان د نشه‌يي توکو له پراخېدونکي ګواښ سره مخ دی

سراج الحق: پاکستان د نشه‌يي توکو له پراخېدونکي ګواښ سره مخ دی

مې 18, 2026
افغان – ایراني چارواکي د سوداګرۍ پر وړاندې شته خنډونو پر لرې کولو غږېدلي

افغان – ایراني چارواکي د سوداګرۍ پر وړاندې شته خنډونو پر لرې کولو غږېدلي

مې 18, 2026
امریکا او اسراییل پر ایران د بریدونو بیا پیلولو چمتوالی نیسي

امریکا او اسراییل پر ایران د بریدونو بیا پیلولو چمتوالی نیسي

مې 18, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist