Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
سهیل شاهین د اسلامي امارت استازي ته د څوکۍ سپارلو په تړاو د ملګرو ملتونو له بحث هرکلی کړی

شاهین: هند او ایران پوه شوي چې اسلامي امارت د پاکستان تر نفوذ لاندې نه دی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/05/24

د اسلامي امارت د لومړۍ واکمنۍ خلاف، دا ځل هند او ایران هغه دوه مهم هېوادونه دي چې واک ته د سرپرست حکومت له بیا ځل رسېدو ورسته یې تعامل ته مخه کړې.

په تېرو نږدې څلورو کلونو کې د درې واړو هېوادونو ترمنځ ګڼې رسمي ناستې ترسره شوې چې وروستۍ هغه یې په متحده عري اماراتو کې د هند بهرنیو چارو وزارت له مرستیال وېکرم مسري او په کابل او تهران کې د ایران له بهرنیو چارو وزیر سره د بهرنیو چارو وزارت د سرپرست مولوي امیرخان متقي لیدنې وې.

دغه لیدنو او تعاملاتو ته په کتو په قطر کې د اسلامي امارت  سرپرست سفیر له الجزیرې ټلویزيون سره په تازه خبرو کې له هند او ایران سره د اړیکو د نږدېوالي اصلي دلیل د هغو باورونو له منځه تلل بللي چې په خبره یې دغو هېوادونو د سرپرست حکومت په تړاو لرل.

سهیل شاهین ویلي، له دې وړاندې ایران او هند فکر کاوه چې پاکستان پر اسلامي امارت ژور نفوذ لري، خو په خبره یې اوس دوی پوه شوي چې دې باور حقیقت نه درلود.

شاهین وړاندې ویلي: « اوس دوی پوه شوي چې دغه څه حقیقت نه لري. د همدې ځمکنیو واقعیتونو په نظر کې نیولو سره، یادو هېوادونو واقعي او عملي دریځ خپل کړی او دا د ټولو لپاره ښه ده.»

شاهین دغه راز سرپرست حکومت د افغانستان واقعیت بللی او په خبره یې، اسلامي امارت یوازینۍ حاکمیت دی چې د هېواد په ټوله جغرافیه بشپړ کنټرول لري.

هغه د هند او ایران په ګډون له اسلامي امارت سره د سیمې او ګاونډ د هېوادونو تعامل هغه حقیقت بللی چې په وینا یې نه یوازې د ستونزو د حل عملي او منطقي کړنلاره ده بلکې یوازینۍ حللاره هم ده.

شاهین زیاته کړې: « د سیمې هېوادونو دا حقیقت درک کړی او له همدې کبله یې په ګڼو برخو کې له اسلامي امارت سره تعامل کړی. هغه څه چې زما له نظره عملي او منطقي کړنلاره ده. موږ په دې باور یو چې د همدې ښکېلتیا او تعامل له لارې کولی شو حللارو ته ورسېږو.»

الجزیرې ټلویزیون ویلي، که څه هم اسلامي امارت د ایران او هند په ګډون د نړۍ د هېڅ هېواد له لوري پر رسمیت نه دی پېژندل شوی، خو د حکومت د بهرني سیاست  وروستیو هلو ځلو له افغانستان سره ملګرتیا ته اړ کړي دي.

دغې نړیوالې رسنۍ له افغانستان سره د هند د اوسني تعامل یو بل لوی لامل، د هند او پاکستان ترمنځ ژور سیاسي رقابت یاد کړی.

د الجزيرې ټلویزیون په راپور کې زیاته شوې، په داسې حال کې چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ اړیکې د کډوالو او د وسله ‌والو اړوند تورونو له کبله عادي حالت کې نه دي، هند له دې فرصت په استفادې غواړي د افغانستان له اوسنیو چارواکو سره اړیکې ورغوي.

د سیاسي چارو شنونکی شهسوار سنګروال وايي: « کله چې طالبان واک ته ورسېدل، لرې او نږدې ګاونډیانو داسې فکر کاوه چې طالبان به د پاکستان تر سیاسي تأثیر لاندې وي، خو وروسته څرګنده شوه چې طالبان خپلواک دریځ لري او هغه پاکستان چې په سیمه او نړۍ کې یې سیاسي باور له لاسه ورکړی، له هغه سره خاصې او نږدې اړیکې نه لري بلکې د نورو هېوادونو په څېر پاکستان سره هم اړیکې پالل کېږي. اوس چې ګاونډیان او په سر کې ایران او هند په دې پوه شول چې طالبان خپلواک او نا پېیلي دریځ لري، نو دوی هڅه کوي چې افغانستان سره ښې اړیکې جوړې کړي.»    

سهیل شاهین الجزیرې ته دغه ‌راز ويلي، که څه هم افغانستان له پاکستان سره نږدې اړیکې غواړي او په دې برخه کې عملي ګامونه هم پورته شوي، خو نوموړي د شهباز شریف له حکومت غوښتي چې له دې ورهاخوا دې د وسله ‌والو ډلو اړوند د افغان حکومت د ملامتولو لوبه ودروي.

د سیاسي چارو شنونکي هم له پاکستان سره د اسلامي امارت د اړیکو په تړاو د هند او ایران تېر باورونه د دوی انګېرنې او له واقعیت لرې خبره بولي.

د سیاسي چارو شنونکی عزیز معارج وايي: « د یوه مستقل هېواد او حاکمیت په توګه د اسلامي امارت دریځ دا ثابته کړي چې په ګاونډ کې د کوم هېواد تر اغېز لاندې نه دي؛ ځکه نو اوس ایران، هند او حتا روسیه او چین فکر کوي چې طالبانو سره باید مخامخ خبرې وشي.»        

الجزیرې ټلویزیون د کډوالو، حقابې او ترهګریزو اندېښنو له کبله د اسلامي امارت او ایران ترمنځ تېرو ناندریو او سرحدي نښتو ته هم اشاره کړې او ویلي یې دي چې له تهران سره دغه ستونزې هم تر ډېره حده هواره شوې او اوس دواړه خواوې نږدې سیاسي او ډېپلوماټیکې اړیکې پالي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکه ګټه اخستنې ته وسپارل شوه
افغانستان

چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکه ګټه اخستنې ته وسپارل شوه

مې 7, 2026
پاکستان کې له یو میلیون زیاتو افغانانو ته د وتلو ورکړل شوی وخت پای ته ورسېد
افغانستان

د پاکستان بشري حقونو کمیسیون هلته د افغان کډوالو ځورولو پخلی وکړ

مې 7, 2026
جرمني: له افغانستان سره ډیپلوماټيکې اړیکې، د ښه‌ والي برعکس پخواني حالت کې دي.
افغانستان

جرمني: له افغانستان سره ډیپلوماټيکې اړیکې، د ښه‌ والي برعکس پخواني حالت کې دي.

مې 6, 2026
د خواجه اصف ادعا؛ هند د افغانستان له خاورې د پاکستان پر ضد استفاده کوي
افغانستان

د خواجه اصف ادعا؛ هند د افغانستان له خاورې د پاکستان پر ضد استفاده کوي

مې 6, 2026
کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
افغانستان

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو
افغانستان

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026

وروستي خبرونه

د هرات اختیارالدین کلا کې د ساینس او ټکنالوژۍ موزیم پرانستل شو

د هرات اختیارالدین کلا کې د ساینس او ټکنالوژۍ موزیم پرانستل شو

مې 7, 2026
تېر کال هلمند کې ۴۳۶ تنو ته مصنوعي غړي لګول شوي

تېر کال هلمند کې ۴۳۶ تنو ته مصنوعي غړي لګول شوي

مې 7, 2026
بلخ کې د کیمیاوي سرې یوې کارخونې تولید پیل کړ

بلخ کې د کیمیاوي سرې یوې کارخونې تولید پیل کړ

مې 7, 2026
چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکه ګټه اخستنې ته وسپارل شوه

چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکه ګټه اخستنې ته وسپارل شوه

مې 7, 2026
افغانان: پاکستان بې باوره هېواد دی او پر خپله هېڅ ژمنه نه دی درېدلی

پاکستان کې د نا امنۍ او بې ثباتۍ دوام؛ ځینو هېوادونو د سیاسي استازولیو محدودولو ته مخه کړې

مې 7, 2026
پاکستان کې له یو میلیون زیاتو افغانانو ته د وتلو ورکړل شوی وخت پای ته ورسېد

د پاکستان بشري حقونو کمیسیون هلته د افغان کډوالو ځورولو پخلی وکړ

مې 7, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist