Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
سهیل شاهین د اسلامي امارت استازي ته د څوکۍ سپارلو په تړاو د ملګرو ملتونو له بحث هرکلی کړی

شاهین: ملګري ملتونه او سیمه ییز سازمانونه باید اسلامي امارت د یوه واقعیت په توګه ومني

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/06/16

د افغانستان اسلامي امارت په تېرو پنځو کلونو کې پر امنیتي او اقتصادي برخو کې ښې لاسته راوړنې لري، خو له دې پرمختګونو سربېره بیا هم نړیوالې ټولنې اسلامي امارت د افغانستان د رسمي حکومت په توګه نه دې منلی.

د افغانستان په بانکي سیسټم د بندیزونو پر ځای پاتې کېدل، د افغانستان د شتمنۍ کنګل پاتې کېدل، د اسلامي امارت د چارواکو پر سفرونو بندیزونه او په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د څوکۍ نه سپارل هغه څه دي چې د اسلامي امارت او نړیوالې ټولنې ترمنځ د اختلافونو مهم ټکي جوړوي.

د نړیوالو له خوا یادو بندیزونو د اسلامي امارت سربېره د عامو افغانانو پر ژوند هم مستقیم اغېز کړی او حکومت یې د لرې کېدو غوښتنه کوي.

دې ته په پام،  قطر کې د اسلامي امارت سفیر وایي، د اسلامي امارت حکومت خپلې پنځه کلنې حکومتولۍ کې ښه پرمختګونه لري او نور دې پر نړیوالو فورمونو کې د دوی عضویت اعاده شي.

سهیل شاهین غوښتنه کوي چې ملګري ملتونه او سیمه ییز سازمانونه باید اسلامي امارت د یوه واقعیت په توګه ومني او رسمي تعاملاتو زمینه دې برابره کړي.

قطر کې د اسلامي امارت سفیر سهیل شاهین وايي: « د افغانستان اسلامي امارت په تېرو پنځو کالو کې د ولس له توقع سره سم په امنیتي او اقتصادي برخو کې ښکاره او ښې لاسته راوړنې لري او په سیاسي برخه کې هم ښه ځلېدلی. باید په نړیوالو فورمونو کې د افغانستان عضویت اعاده شي؛ همدارنګه موږ په ټولو ازادي مینو هېوادونو غږ کوو چې په سیمه ییزو او نړیوالو فرمونو کې د افغانستان د رسمي عضویت د بیا اعاده کولو لپاره غږ راسره یو کړي.»

د نړیوالو اړیکو شنونکي باور لري چې افغانستان له نړۍ سره تعامل ته اړتیا لري، نړۍ او سیمه هم د خپلواقتصادي او سیاسي ګټو لپاره اړتیا لري چې له افغانستان سره رسمي تعامل ولري او دا تعامل باید رسمي بڼه غوره کړي، ترڅو دواړو لوري ګټه وکړي.

دوی زیاتوي، اسلامي امارت باید د نړیوالې ټولنې مشروع غوښتنې او په ځانګړي ډول د ټولو افغانانو  او ښځو د حقونو خوندي کولو ته پاملرنه وکړي.

د نړیوالو اړیکو کارپوه نجیب الرحمن شمال وايي: « د نړیوالې ټولنې هغه غوښتنې چې د افغانستان له ګټو او ارزښتونو سره په ټکر کې نه وي، باید په پام کې ونیول شي.»

خو دلته اوس پوښتنه داده چې د نړیوالې ټولنې او افغانستان ترمنځ د تعامل په برخه کې د ستونزې غوټه په کوم ځای کې ده؟

د اسلامي امارت په رسمیت پېژندلو لپاره نړیواله ټولنه تر ډېره په ټولشموله حکومت جوړولو، د بشري حقونو او په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو د کار او زده کړو د حقونو پر ورکړې او د دې خبرې باروي کول چې افغان خاوره باید د نورو هېوادونو پر ضد و نه کارولې شي، ټینګار کوي.

خو اسلامي امارت د ښځو د حقوقود ورکړې په تړاو وايي چې دا د افغانستان کورني مسایل دي او نور هېوادونه باید په هغو کې لاس وهنه ونه کړي.

اسلامي امارت په بیا بیا په دې ټینګار کړی چې د ښځو ټول حقوق یې ورکړي او د دوی پر وړاندې د زور زیاتي مخه یې نیولې ده.

د کارپوهانو په خبره، د سیاسي او ډېپلوماټیکو اړېکو پیاوړتیا  په موخه له نړۍ سره د خبرو اترو دروازې لاهم خلاصې دي او اسلامي امارت ته په کار ده چې انعطاف وښي او د تعامل لاره غوره کړي.

د نړیوالو اړیکو کارپوه سمیر انګار وايي: « اسلامي امارت باید نورو هېوادونو سره مثبت تعاملات، ډېپلوماسي او اقتصادي همکارۍ لا پیاوړې کړي، ترڅو د باور فضا رامنځته، اړیکې په مخامخ ډول جوړې او د رسمیت پېژندنې پروسه پيل شي.»

اسلامي امارت خپل پرمختګونه داسې مهال مطرح کوي چې افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي(یوناما) د ماموریت د یوه بل کال لپاره هم تمدید شو.

د اسلامي امارت چارواکي په هېواد کې د یوناما فعالیتونو ته په اشارې ټینګار کوي چې دا اداره باید د هېواد موجود واقعیتونه په بې‌ طرفانه توګه منعکس کړي او راپورونه یې د سیاسي لیدلوري پر ځای، د ساحوي حقایقو پر بنسټ چمتو شي.

د سیاسي چارو کارپوهانو په خبره ، د بندیزونو دوام له نړیوالې ټولنې سره تعامل سختوي او په کار ده چې د دواړو لورو ترمنځ د باور فضا رامنځته شي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي
افغانستان

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist