Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

شاهین: د نوي دولت تشکیل به څو میاشتې وخت ونیسي

admin by admin
2021/09/19

په قطر کې د طالبانو سیاسي دفتر غړی سهیل شاهین وايي، د نوي دولت پر تشکیل کار روان دی او ښايي څو میاشتې وخت واخلي.

شاهین وايي، په همدې موخه  د نوي دولت لوړې مراسم هم لغوه شوي او دغو مراسمو ته رابلل شویو هېوادونو ته یې هم خبر ورکړی دی،چې مراسم ځنډیدلي دي.

شاهین زیاتوي: «د اسلامي امارت له خوا د نوي دولت تشکیل ښايي،څو ورځې او یا څو میاشتې وخت ونیسي او ممکن د دولت په ترکیب کې تغیرات هم راشي. په همدې موخه  د نوي دولت لپاره د لوړې ترتیب شوي مراسم وځنډول شول.»

خو د سیاسي چارو شنونکي بیا په دې باور دي چې یوازې امنیت ټینګښت درد نه شي دوا کولای او طالبان باید ژر تر ژره د نوي دولت کابینه بشپړه کړي او ځنډ یې د هیواد پر زیان دی.

د سیاسي چارو شنونکی خیرالله شینواری وايي: «اوس په کار دا ده،چې طالبان ژر تر ژره د حکومت اداري چارو ته توجه وکړي  او له ځنډ پرته د نوي دولت کابینه بشپړه کړي،ترڅو حکومتولي پیل شي،ځکه په اوسنیو شرایطو کې افغانستان په اداري خلا کې واقع دی او طالبان یوازې د امنیت پر ټینګښت بوخت دي.»

د طالبانو سیاسي دفتر داسې مهال د نوي دولت د بشپړ تشکیل په تړاو دغه څرګندونې کوي، چې د اسلامي امارت مسوولینو اعلان شوې کابینه سرپرسته بللې او ژمنه یې دا وه، چې داسې حکومت به اعلانوي، چې دهېواد ټولې پرګنې به په کې ځان وویني او ټولو اړخونو ته به د منلو وي، خو اوس چې سرپرسته کابینه اعلان شوې طالبان وايي د نوي دولت پر تشکیل کار روان دی او بدلون به هم پکې راځي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

پکتیا کې د «اریوب پریمیرلیګ» سیالیو اووم پړاو پای ته ورسېد
لوبې

جولای 30, 2026
د کندهار ملي موزیم په یوه تاریخي ودانۍ کې په نوې بڼه پرانستل شو
فرهنگ او هنر

د کندهار ملي موزیم په یوه تاریخي ودانۍ کې په نوې بڼه پرانستل شو

جولای 30, 2026
د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې
افغانستان

د بښنې نړیوال سازمان: پاکستان باید جمو او کشمير کې د خلکو غوښتنې ومني
نړۍ

ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستیو طبیعو پېښو بشري وضعیت سخت کړی

عزیزي: دا مهال هېواد کې له ۶ زرو ډېرې تولیدي فابریکې فعالیت لري
اقتصاد

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist