Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
شاهین: د ا.ا استازو له ګډون پرته ناستې پایله نه ورکوي

شاهین د افغانستان لپاره د ایټالیا له نوې سفیرې سره کتلي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/11/09

له تېرې یوې اوونۍ راهیسې په قطر کې د اسلامي امارت د سیاسي دفتر مشر  د اروپایي هېوادونو له سفیرانو سره  لیدنې زیاتې شوې او په دې دوه اړخېزه لیدنو کې د افغانستان په سیاسي، اقتصادي او امنیتي مسایلو بحث او خبرې شوې دي.

تازه په قطر کې د اسلامي امارت د سیاسي دفتر مشر شهیل شاهین وايې، د افغانستان لپاره يې د ایټالیا له نوې سفیرې صبرینا اوګولیني سره د افغانستان په اړه  پر بېلا بېلو موضوعاتو خبرې کړې.

شاهین پر خپله اېکس پاڼه لیکلي،  په  دې کتنه کې د روغتیا، بشري مرستو، زده کړو، اقلیمي بدلون او کرنې په اړه خبرې شوې او د ورته لیدنو پر دوام ټینګار شوی.

هغه زیاته کړې:« دوحه  کې مې د افغانستان لپاره د ایټالیا له نوې سفیرې سره ولیدل او د روغتیا، بشري مرستو، زده کړو، کونسلي خدمتونو، اقلیمي بدلون او کرنې په  اړه مو خبرې وکړې. دا خبرې ګټورې وې او دواړو لورو ټینګار وکړ چې خپلو کتنو ته به دوام ورکوي.»

د سیاسي چارو کارپوهان  وایي، قطر په سېمه کې د سولې لپاره یو ښه منځګړی هېواد دی او زیاتوي چې دا ډول لیدنې د افغانستان پر ګټه دي؛ خو ټینګار کوي چې قطر دې د اسلامي امارت او اروپایي هېوادونو ترمنځ د متقابل تعامل پر بنسټ د اړیکو پیاوړتیا لپاره زمینه برابره کړي.

د نړیوالو اړیکو کارپوه سمیر انګار وايي: « هغه لیدنې چې د اسلامي امارت او نورو هېوادونو ترمنځ په قطر کې کېږي، دا د افغانستان لپاره یوه ښه لاسته راوړنه ده. دا کولی شي د افغانستان پر اقتصادي، بشري او سیاسي وضعیت ډېر اغېز ولري.»

د افغانستان لپاره د ډېر شمېر هېوادونو سیاسي استازولۍ دا مهال په قطر کې فعالې دي. په دې هېواد کې د اسلامي امارت له استازي سره د اروپايي هېوادونو د استازو لیدنو زیاتېدو مانا څه ده؟

د سیاسي چارو کارپوه محمد سلیم پیګیر په دې اړه  داسې وايي: « هغه کتنې چې د اسلامي امارت د استازي له خوا له بهرنیو ډیپلوماټانو سره کېږي، هغوی چمتو کوي چې افغانستان ته سفر وکړي، خپل سفارتونه کابل ته انتقال کړي. دا کار په ټولیزه توګه د افغانستان د خلکو او اسلامي امارت پر ګټه دی.»

دوه ورځې وړاندې هم په قطر کې د اسلامي امارت د سیاسي دفتر مشر ویلي و چې ولسي مشروعیت يې ترلاسه کړی او له نړیوالو سره د ملي ګټو په رڼا کې د تعامل غوښتنه کوي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي
افغانستان

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist