Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
شاهین: تمه لرو بېنېت دا ځل د افغانستان په اړه واقعيتونه منعکس کړي

شاهین: تمه لرو بېنېت دا ځل د افغانستان په اړه واقعيتونه منعکس کړي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/09/10

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي شورا ۵۷ مه غونډه په جينوا کې پيل شوې.

په دې غونډه کې به د افغان وګړو د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي له لوري په افغانستان کې له بشري حقونو د سرغړونو په تړاو د حساب او کتاب يوه چمتو شوي ليک په اړه هم بحث وشي.

په داسې حال کې چې سرپرست حکومت افغانستان ته د ملګرو متلونو د ځانګړي راپور ورکوونکي درېچارد بېنېت پر سفر بنديز لګولی، خو چارواکي پر نوموړي د نيوکو ترڅنګ هيله ‌من دي چې نوموړی به په خپل راتلونکي ليک او راپور کې د افغانستان د بشري حقونو وضعيت په اړه واقعيتونه څرګند کړي.

په قطر کې د اسلامي امارت د سیاسي دفتر ریيس سهېل شاهین وايي:   له بده مرغه د ریچارد بېنېت په راپورونو کې واقعیتونه نه وړاندې کېږي، بلکې سیاسي بڼه لري او سلیقوي چلن کوي. دا ډول چلن د مسایلو په پېژندګلوي او حل کې مرسته نه کوي. نوموړی باید په خپلو راپورونو کې د افغانستان واقعیتونه منعکس کړي؛ د اسلامي امارت د مخالفینو او ځینو استخباراتي سرچینو پر بنسټ خپل راپور چمتو نه کړي. اسلامي امارت غواړي له نړیوالې ټولنې سره تعامل ولري، ملګري ملتونه هم باید خپلو مسوولینو ته لارښوونه وکړي چې زموږ د هېواد اړوند مسایلو په تړاو بې طرفي غوره کړي. دا خبره د مسایلو د حل او باور جوړونې لپاره اړینه ده.»

بله خوا، د سیاسي چارو کارپوهان په دې اند دي، چې بېنېت به د بشري حقونو عالي شورا ۵۷ مې غونډې ته د ښځو د کار، زده ‌کړو، په دولتي کچه د ښځينه کارکوونکو د معاشونو کموالي او د امربالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت وروستي قانون په تړاو مالومات وړاندې کړي.

د دې ترڅنګ، دوی له سرپرست حکومت هم غواړي چې د نړیوالو پلمو ختمولو لپاره دې په خپلو پالیسو له سره غور وکړي او ښځو ته دې د کار او زده ‌کړو اجازه ورکړي.

د سیاسي چارو کارپوه محمد سلیم پیګیر وايي: « زه باور لرم چې د ریچارد بېنېت په راپور کې بیا هم د ښځو د کار او نجونو د ښوونځیو او پوهنتونونو او دغه راز د امربالمعروف قانون اړوند موضوعات شامل دي. اسلامي امارت کولی شي دغه ټکي ژر تر ژره حل کړي.»

د سیاسي چارو کارپوه محمد زلمی افغانیار بیا وايي،:« د ریچارد بېنېت د راپورونو سرچینه هماغه سیاسي تقابل دی چې د سیاسي ګټو د تعریف نه شتون له امله رامنځ ته شوی. په تېرو درېیو کالو کې اکثریت راپورونه له سرپرست حکومت سره د تقابل له مخې چمتو شوي دي. د حکومت جوړولو او حکومتولۍ بحثونه د افغانستان په خلکو پورې اړه لري؛ آیا اجازه راکوي چې موږ خپل برخلیک په خپله وټاکو.»

ریچارد بېنېت يادې شورا ته د خپلو وړاندې کېدونکو جزئياتو په تړاو ویلي، په دې راپور کې د ۲۰۲۳ کال له سپټمبر څخه د ۲۰۲۴ کال تر جولای پورې د افغانستان د بشري حقونو وضعیت ته کتنه شوې.

د چارو ځینې کارپوهان د ریچارد بېنېت راپورونه اغېزناک نه بولي او وايي، د افغانستان د بشري حقونو د وضعیت په اړه د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي راپورونه هغه مهال اغېزناک تمامېدای شي، چې په افغانستان کې د مستندو اسنادو او ثبوتونو پر بنسټ جوړ شي نه د ناسمو مالوماتو له مخې.

پخوانی ډیپلومات او کارپوه عزیز معارج وايي: « ریچارد بېنېت یا د ملګرو ملتونو سازمان یا نورې ادارې چې د بشري حقونو ادعاوې کوي، که د افغانستان د بشري حقونو په اړه راپور ورکوي دا ښه خبره ده خو په دې شرط چې راپور یې مستند وي او د افغانستان له هر ګوټ څخه راټول شوي مالومات په کې ځای پرځای شي نه دا چې د نا راضي خلکو، مخالفینو، مغروضو هېوادونو او څېرو آوازې اوري او بیا یې پر بنسټ راپور چمتو کوي.»

د ریچارد بېنيت په دې راپور کې چې ټاکل شوې د ملګروملتونو د بشري حقونو شورا ته وړاندې شي او په رڼا کې یې د بشري حقونو کارپوهان او مدافعان پر اړوند موضوعاتو بحثونه وکړي، یو لړ سپارښتنې او د حساب ورکونې میتودونه هم وړاندې شوي دي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

خواله رسنۍ؛ د غوره فرصتونو که جدي ستونزو سرچینې
افغانستان

خواله رسنۍ؛ د غوره فرصتونو که جدي ستونزو سرچینې

جولای 1, 2026
د اهل تشیع عالي کمیسیون د عاشورا مراسمو امنیت له امله  د اسلامي امارت هڅې وستایلې
افغانستان

د اهل تشیع عالي کمیسیون د عاشورا مراسمو امنیت له امله د اسلامي امارت هڅې وستایلې

جولای 1, 2026
خلیلزاد: په پاکستان کې د داعش پټنځایونه د سیمې او نړۍ امنیت ته ستر ګواښ دی
افغانستان

خلیلزاد: اسلام اباد له کابل سره د ډېپلوماټیک تعامل په ځای تاوتریخوالی غوره کړی

جولای 1, 2026
پر افغان خاوره د پوځي رژیم بریدونو ته نړیوال غبرګونونه؛ غندنې او اندېښنې
افغانستان

پر افغان خاوره د پوځي رژیم بریدونو ته نړیوال غبرګونونه؛ غندنې او اندېښنې

جولای 1, 2026
کابل کې د صنعت او معدن اوونۍ پنځم نړیوال نندارتون جوړېږي
افغانستان

کابل کې د صنعت او معدن اوونۍ پنځم نړیوال نندارتون جوړېږي

جون 30, 2026
بهرنیو چارو وزارت کابل کې د پاکستان شارژدافیر احضار کړ
افغانستان

بهرنیو چارو وزارت کابل کې د پاکستان شارژدافیر احضار کړ

جون 30, 2026

وروستي خبرونه

ننګرهار کې د هېواد په کچه د څارویو درملنې مجهز روغتون پرانستل شو

ننګرهار کې د هېواد په کچه د څارویو درملنې مجهز روغتون پرانستل شو

جولای 1, 2026
خواله رسنۍ؛ د غوره فرصتونو که جدي ستونزو سرچینې

خواله رسنۍ؛ د غوره فرصتونو که جدي ستونزو سرچینې

جولای 1, 2026
د اهل تشیع عالي کمیسیون د عاشورا مراسمو امنیت له امله  د اسلامي امارت هڅې وستایلې

د اهل تشیع عالي کمیسیون د عاشورا مراسمو امنیت له امله د اسلامي امارت هڅې وستایلې

جولای 1, 2026
حنفي: تپل شویو جګړو زموږ طبي اخلاق هم زیانمن کړي

حنفي: تپل شویو جګړو زموږ طبي اخلاق هم زیانمن کړي

جولای 1, 2026
د هرات – اسلام کلا لویې لارې دویم لین جوړولو چارې پيلېږي

د هرات – اسلام کلا لویې لارې دویم لین جوړولو چارې پيلېږي

جولای 1, 2026
کابل او بشکېک د سوداګرۍ پر پراختیا او اقتصادي مسایلو خبرې کړې

کابل او بشکېک د سوداګرۍ پر پراختیا او اقتصادي مسایلو خبرې کړې

جولای 1, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist