Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

شانګهای همکاریو سازمان: غړو هېوادونو د افغانستان پر روان وضیعت اندېښنه ښودلې 

admin by admin
2021/09/19

د شانګهای همکاریو سازمان په وروستۍ ناسته کې غړو هېوادونو د افغانستان پر روان وضیعت ژوره اندېښنه ښودلې او د دې وضعیت لوی لاملونه یې د ټولشموله کابینې نه موجودیت، د سولې او ثبات پر وړاندې پرتې ستونزې،کنګل شوې پانګه او د طالبانو کلک دریځ یاد کړی دی.

اخوا تحلیل کوونکي د سیمې او ګونډيو هېوادونو د اندېښنو ځوابولو او د افغانستان روان وضعیت د سمون لپاره د طالبانو په نرمښت ټینګار کوي .

د پوهنتون استاد ضمیر څار وايي:« د شانګهای د همکاریو سازمان او د سیمې هېوادونه حق لري،چې د افغانستان په تړاو اندېښنه څر ګنده کړي. دلایل یې مشخص دي، چې دوی په خپلو ژمنو عمل نه دی کړی. طالبانو وضیعت د کنترول لپاره اقدامات نه دي کړي او ټولشموله حکومت یې نه دی جوړ کړی.»

نیوکې د سېمې  او نړۍ پر هېوادنو او د شانګهای د همکارۍ پر سازمان غړو هم دي، چې خپلې اندېښنې له نږدې طالبانو سره نه شریک کوي او خپلې غوښتنې دې مخامخ بیان کړي.

له طالبانو هم غوښتنه ده،چې نړیوالو اصولو سره دې ځان برابر کړي او د هېوادونو اندېښنې دې د خبرو له لارې حل کړي.

 د سیاسي چارو  شنونکی سیدعبادالله صادق وايي:«د شانګهای هېوادنونه دې له طالبانو سره مخامخ خبرې وکړي او دا ستونزې له لرې نه حل کېږي. دوی دې خپلې غوښتنې له نږدې شریکې کړي .» 

یو شمېر نور بیا د شانګهای د همکارۍ سازمان اندېښنې بې ځایه بولي او کنګل شوې پانګه د افغانانو سرمایه بولي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي
افغانستان

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist