Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام: افغانستان د نړۍ دویم هېواد دی چې ډېر داخلي بې ځايه شوي لري

سېف دې چلډرین: افغانستان کې روان کال د بې ځایه شویو کسانو شمېر زیات شوی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/08/07

د ماشومانو ساتنې نړيوالې ادارې (سېف دې چلډرين) راپور ورکړی، چې په افغانستان کې د ۲۰۲۴ کال لومړیو شپږ میاشتو کې شاوخوا ۳۸ زره کسان بې ځایه شوي، چې نیمايي یې ماشومان دي.  

راپور کې وچکالي، د تودوخې زیاتوالی، سېلابونو راوتل، ځمکې ښویېدنې، واورو ښویېدنې او توپانونه د بشري وضعیت د بحراني کېدو او د خلکو بې ځایه کېدو لاملونه په ګوته کړې دي.

د ماشومان د ساتنې نړيوالې ادارې افغانستان د اقليمي بدلون ناوړه پايلو له امله شپږم زیانمن هېواد ياد کړی، هغه چې د ناورين له اغېزو سره د مطابقت او چمتووالي لږه وړتیا لري.

په راپور کې د افغانستان برخې مسوول له قوله ویل شوي، چې په افغانستان کې د لویانو پرتله ماشومان د وچکالۍ او اقليمي بدلون له زیات ګواښ سره مخ دي. 

د افغانستان لپاره د ماشومانو ساتنې نړيوالې ادارې استازی  ارشد ملک وايي:« موسمي ناورين په افغانستان کې بشري ناورین ته لمن وهي. خلک مجبوروي، چې خپل کورونه پرېږدي. د اوبو سرچینې وېجاړوي او ښوونځيو ته د ماشومانو د تګ مخه نیسي. د ماشومانو ژوند بدلوي. د ۶۰ کلنو کسانو په پرتله په افغانستان کې ماشومان د خپل ژوند په اوږدو کې د وچکالۍ له ګواښ سره ۵.۳ برابره زیات مخامخ دي.»

همداراز په راپور کې نجونې او ښځې د نارینه‌وو پرتله د اقلیمي بدلون او له موسمي اغېزو زیاتې زيانمنونکې یادې شوې دي.

د کډوالو او راستېندونکو چارو وزارت بیا په ټول هېواد کې د بې ځایه شویو شمېر ۳۰۸ زره او ۲۹۹ کسان یادوي.

له دې سره د چارو یو شمېر کارپوهان، چې د نړیوالې ټولنې له لوري د طبعی پېښو له امله زیانمنو سره مرستې مهمې ګڼي وايي، د بې ځایه شویو کسانو ترڅنګ زرګونه هغه ماشومان هم بېړنیو مرستو ته اړتیا لري، چې اقتصادي ستونزو له امله درنو کارونو  ته اړ شوي او یا نور لاملونو اغېزمن کړي دي.

د سیاسي چارو شنونکی سرور نیازی وايي:« په افغانستان او ځېنو نورو بېوزله هېوادونو کې کورنۍ دې اړ باسي، چې خپلو ماشومانو باندې د یوې مړۍ ډوډۍ پیدا کولو لپاره درانه کارونه وکړي، چې دا د ماشومانو په روح او روان باندې ډېر منفي تاثیر کوي او دغه ماشومانو په راتلونکې کې یا ټول عمر دغه تکلیفونه چې دوی لیدلي، له دې متضرره او متاثره وي.»

ځيني نور کارپوهان له سرپرست حکومته غواړي، چې پر درنو کارونو بوختو ماشومانو ته دې د زده‌کړو زمينه برابره کړي.

د سیاسي چارو شنونکی داوود خان شېراز وايي:« دواړو ته هم اسلامي امارت او هم د ماشومانو پر ادارې غږ کوم، چې افغانستان کې ماشومانو ته په سمه توګه  خپله وجیبه ادا کړي او ماشومانو ته کار وکړي، هغه ماشومانو دې له شاقه کارونو راوباسي او زده کړو ته یې اړ باسي، چې زده کړې وکړي.»

دا په داسې حال کې ده، چې د خوړو نړیوال پروګرام ویلي، په افغانستان کې د بودیجې کمښت له امله روان کال  ۶۰۰زره افغان مېرمنې له ځانګړو غذايي موادو بې برخې کېږي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

د جلال اباد – تورخم دویم لین سړک قیر اچولو چارې ۲۲ میاشتو کې بشپړېږي
افغانستان

د جلال اباد – تورخم دویم لین سړک قیر اچولو چارې ۲۲ میاشتو کې بشپړېږي

جون 22, 2026
خلیلزاد: بلوچستان کې وضعیت د اندېښنې وړ دی
افغانستان

خلیلزاد: د پاکستان حکومت باید افغانستان په تړاو خصمانه پالیسۍ په اړه ولس ته وضاحت ورکړي

جون 22, 2026
د بلوچستان خلک:  د پاکستان حکومت دې افغان اربکیان زموږ له سیمو وباسي
افغانستان

د بلوچستان خلک:  د پاکستان حکومت دې افغان اربکیان زموږ له سیمو وباسي

جون 22, 2026
برادر: د افغان – قزاق اقتصادی همکاریو لارې نقشه باید ژر نهايي او عملي شي
افغانستان

برادر: د افغان – قزاق اقتصادی همکاریو لارې نقشه باید ژر نهايي او عملي شي

جون 22, 2026
قزاقستان د افغانستان او پاکستان ترمنځ منځګړیتوب ته چمتوالی اعلان کړ
افغانستان

قزاقستان د افغانستان او پاکستان ترمنځ منځګړیتوب ته چمتوالی اعلان کړ

جون 22, 2026
ننګرهار: له ښوونځیو تازه فارغ شوي زده کوونکي د لوړو زده کړو لا زیات فرصتونه غواړي
افغانستان

ننګرهار: له ښوونځیو تازه فارغ شوي د لوړو زده کړو لا زیات فرصتونه غواړي

جون 19, 2026

وروستي خبرونه

د ایران – امریکا سولې هوکړه د جمعې په ورځ لاسلیک کېږي

امریکا او ایران د مذاکراتو تعقیب پر میکانیزم سلا شوي

جون 23, 2026
د جلال اباد – تورخم دویم لین سړک قیر اچولو چارې ۲۲ میاشتو کې بشپړېږي

د جلال اباد – تورخم دویم لین سړک قیر اچولو چارې ۲۲ میاشتو کې بشپړېږي

جون 22, 2026
خوست په لومړي ځل د شپږیزې کرېکټ لیګ کوربه توب ته چمتو کېږي

خوست په لومړي ځل د شپږیزې کرېکټ لیګ کوربه توب ته چمتو کېږي

جون 22, 2026
خلیلزاد: بلوچستان کې وضعیت د اندېښنې وړ دی

خلیلزاد: د پاکستان حکومت باید افغانستان په تړاو خصمانه پالیسۍ په اړه ولس ته وضاحت ورکړي

جون 22, 2026
د بلوچستان خلک:  د پاکستان حکومت دې افغان اربکیان زموږ له سیمو وباسي

د بلوچستان خلک:  د پاکستان حکومت دې افغان اربکیان زموږ له سیمو وباسي

جون 22, 2026
د ټرمپ څرګندونو ته د مېلوني غبرګون: زه او ایټالیا هېچا ته زارۍ نه کوو

د ټرمپ څرګندونو ته د مېلوني غبرګون: زه او ایټالیا هېچا ته زارۍ نه کوو

جون 22, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist