Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

سیګار: یو ایس آی ډي افغانستان کې خپل فعالیتونه بیا پیل کوي 

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/02/10

د  افغانستان بیارغونې لپاره د امریکا  ځانګړې پلټونکې ادارې یا سیګار راپور ورکړی دی،چې د افغانستان لپاره د امریکا پراختیايي اداره یا یو اېس آی ډي هغه پروژې یې چې د تیر حکومت په پای کې ځنډولې او یا په بشپړه توګه تړلې وې، بیا پيل کوي. 

 د سیګار راپور یوه برخه:«د امریکا د بهرنیو چارو وزارت او یو اېس آی ډي سیګار ته ویلي وو، هغوی په وروستیو کې له تېر حکومت سره ډېری تړونونه له منځه وړي وو او ځینې یې ځنډولي وو. په دې کې داسې قراردادونه هم ول،چې د افغانانو له لوري مدیریت کیدل. اوس یو اېس آی ډی سیګار ته ویلي،هغوی په افغانستان کې ځیني ځنډیدلي تړونونه بیرته پیل کوي.» 

اخوا د اقتصادي چارو یو شمېر شنونکي بیا په دې اند دي،چې یو ایس آی ډي تر دې وړاندې هم په ښوونیز او روغتیايي سکتور کې له افغانستان سره مرسته کړې او په نېمګړو پروژو د کار بیا پیل یې یو غوره  ګام  کیدای شي.

 د اقتصادي چارو شنونکی  نورالله عزیز عزیز وايي:« که بیا له سره پیل شي، نو دا به نه یوازې چې د کار زمینه برابره شي، بلکې هغه تخنیکي کمبودۍ چې په اوس کې حاکم نظام ورسره مخ دی هغه به هم ورسره حل شي. نو زه ډیر خوشبینه یم.» 

یو شمیر نور بیا د یو ایس آی ډي د پروژو د بیا پیل ترڅنګ له  اسلامي امارته غواړي،چې له دغه فرصت په اعظمي ډول ګټه پورته کړي او په هېواد کې بانکي سکټور نورمال کړي،ترڅو بهرني شرکتونه خپل فعالیتونه لا زیات کړي.

د اقتصادي چارو شنونکی عبدالقادر جیلاني وايي:« د طالبانو حکومت باید له دغو فرصتونو اعظمي استفاده وکړي. له بانکي سکټوره باید ټول محدودیتونه لرې کړای شي. ترڅو نړیوال شرکتونه په افغانستان کې فعالیت پیل کړي.

 د دې ترڅنګ طالبان باید پر نړیواله توګه یو شمیر اقدامات وکړي،چې په رسمیت وپیژندل شي لکه مشروع شرایط ومني.»

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي،د حکومت ۷۵ سلنه مالي ملاتړ د دوی له لوري کیده او اسلامي امارت  ته  یې ویلي وو،که له نظامي لارې واک ترلاسه کړي، نو دغه مرستې به ودرول شي.

  اخوا سیګار په یاد راپور کې وايي،اوس هم د بشري مرستو تر ټولو ستره مرستندویه امریکا ده او په تېرو څو میاشتو کې یې له افغانستان سره بېلابېلو برخو کې ۱۴۴ میلیون ډالره اضافي بشري مرستې کړې دي.  

ShareTweetShareSendSend

Related News

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا د افغانستان روان وضعیت او شته محدودیتونو په تړاو خبرې کوي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist