Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
سیګار: د مخکېني پوځ محدود شمېر غړي د اسلامي امارت ضد وسله والو ډلو سره یو ځای شوي 

سیګار: مخکېني ولسمشر محمد اشرف غني له افغانستانه د وتلو پر مهال له ځانه سره پیسې نه دي وړي 

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/06/08

د جمهوریت له نسکورېدو وروسته پر مخکېني ولسمشر محمد اشرف غني تورونه وو،چې له افغانستانه د وتلو پرمهال یې له ۱۵۰میلیونو ډالرو زیاتې پیسې له ځان سره وړې دي، چې دغو ادعاوو او تورونو ته نړیوالو بنسټونو هم انعکاس ورکاوه.

خو اوس تازه د افغانستان بیارغونې لپاره د امریکا متحده ایالتو ځانګړې پلټونکې ادارې( سیګار) موندنو ښودلې  ده، چې محمد اشرف غني له افغانستانه د وتلو پرمهال له ځان سره پیسې نه دي وړي او ورسره پیسې تر پنځه سوه زره ډالرو هم نه رسیدې .

اخوا د سیاسي چارو شنونکي بیا سیګار استخباراتي اداره بولي او په باور یې د امریکا متحدایالتو استخباراتي لوبې پرمخ وړي او اوس چې د خپلې پخوانۍ ادعا برعکس راپور خپروي،دا هم یوه لوبه ده، چې موخه یې پرغني د فساد لګیدلي تورونو پاکول دي،ترڅو د اسلامي امارت د سیاسیونو د بېرته راتګ پروسې له لارې هېواد ته راستون شي. 

د سیاسي چارو شنونکی عزیز معارج وايي:« سیګار خپله یوه استخباراتي اداره ده او په خپلو پروژو یې د امریکا او غرب استخباراتي لوبې پرمخ وړلې، یو ځل یې وویل، داکټر غني پیسو  وړي او اوس وايي، وړې یې نه دي. دا هم لوبې دي.اصلي خبره داده،چې په هغه وخت کې د سولې پروسه د امریکا او غرب په لاس کې وه او دوی په خپل مدیریت کاوه. د داکټر غني په ګډون جمهوریت چارواکي پوهیدل،چې څه روان دي ځکه یې سولې ته ژمنتیا نه ښودله.» 

ځینې بیا وايي، له هېواده د مخکیني ولسمشر محمد اشرف غني له تګ سره افغانستان له مادي او معنوي پلوه نه جبرانیدونکی زیان لیدلی. 

دوی په دې باور دي،چې د ملي بنسټونه له منځه تلل سیاسي او اقتصادي نړیواله انزوا او د افغانانو له لاسه د سولې فرصت له لاسه تلل هغه څه دي،چې لامل یې پرخپل وخت د سولې له بهیر سره  د اشرف غني مخالفت او بیا له هېواده په غیر مسوولانه توګه د هغه وتل دي. 

لیکوال اوژورنالیست عصمت قانع وايي:« واقعآ چې افغانستان په مالي لحاظ زیان لیدلی دی،خو تر ټولو لوی زیان چې موږ ولیده،هغه دا وه، چې د افغانستان بنسټونه سقوط شول. پر نړیواله کچه د افغانستان باور له منځه لاړ. د افغانستان حیثیت له منځه لاړ. د سولې فرصت چې موږ درلود، هغه د اشرف غني له امله له لاسه لاړ. په دغسې سقوط کې د ده تګ له افغانستانهه غیر مسوولانه تګ و،چې امله یې اوس افغانستان په سیاسي ، ډیپلوماتیکه،اقتصادي او تجارتي انزوا کې دی او افغانستان په ټوله نړۍ کې منزوي دی.»

د سیاسي چارو شنونکی طارق فرهادي بیا وايي،که مخکیني ولسمشر محمد اشرف غني له ځان سره نغدې پیسې نه دي وړي، نو له افغانانو یې جمهوریت اخیستی، چې بیا یې جوړول ناممکن دي. 

فرهادي زیاته کړه:« قیمت ترین څه چې غني له ځان سره وړی دی، هغه خپله جمهوریت دی. اوس یې بیرته راتګ په نږدې راتلونکي کې ناممکن ښکاري.» 

کله چې د تیر کال د اګست په ۱۵ مه نیټه طالبان د کابل ښار تر دروازو راورسیدل، نو پریکړه همدا وه،چې واک به اسلامي امارت ته په سوله ییزه توګه ولیږدول شي،خو مخکیني ولسمشر دا فرصت هم د افغانستان له خلکو واخیست او هرڅه یې همداسې پریښودل، له افغانستان ووت ، ازبکستان هېواد ته لاړ ، چې اوس په متحده عرب اماراتو کې اوسیږي.

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي
افغانستان

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

سپتمبر 17, 2026
خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی
افغانستان

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي
افغانستان

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026
د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی
افغانستان

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ
افغانستان

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026

وروستي خبرونه

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

سپتمبر 17, 2026
خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026
هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

سپتمبر 11, 2026
هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

سپتمبر 11, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist