Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
سیګار: د مخکېني پوځ محدود شمېر غړي د اسلامي امارت ضد وسله والو ډلو سره یو ځای شوي 

سیګار: تېره  شل کلنه جګړه کې له ۷۰ زره زیات افغان ځواکونه وژل شوي 

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2021/11/07

د افغانستان بیارغونې لپاره د امریکا ځانګړې څارونکې اداره یا سیګار په یوه راپور کې، چې پرون خپور شوی ویلي، په تېره شل کلنه جګړه کې تر ټولو زیاته قرباني افغان ځواکونو ورکړې، چې له ۷۰ زرو زیات  په کې وژل شوي دي.

دغه راز په دې راپور کې د ۲۰۰۱ زېږدیز کال د اکټوبر له ۷مې نېټې د ۲۰۲۱ کال د اګسټ تر پایه په افغانستان کې د وژل شوېو امریکايي سرتېرو شمېر ۱۹۱۰ تنه ښودل شوی دی.

د سیګار راپور یوه برخه :«په تېرو شلو کلونو کې له اویا تر اتیا زره افغان ځواکونه وژل شوي او د ۲۰۰۱ کال د اکټوبر له ۷مې نېټې د ۲۰۲۱ کال د اګسټ میاشتې تر ۳۱مې نېټې ۱،۹۱۰ امریکايي پوځيان وژل شوي او څه باندې ۲۰ نیم زره پوځیان ټپیان شوي دي.»

په دې راپور کې د هغو بهرنیو وژل شویو قراردادیانو شمیر هم وړاندې شوی، چې څه باندې ۴۰ امریکايي اتباع هم په کې شامل دي.

د سیګار راپور یوه برخه:« په تېرو ۱۸ کلونو کې هغو قراردادیانو، چې د بیارغونې برخه کې یې کار کاوه، ۱،۲۳۳ تنه یې وژل شوي، چې ۴۵ په کې امریکايي وګړي وو. په دې موده کې شااوخوا ۱۵۰ قراردادیان ټپیان شوي، چې ۳۸ تنه په کې امریکايي اتباع شامل وو.»

سیګار په یوولس ورځو کې د ۳۰۰ زرو افغان ځواکونو د ماتې یو شمېر لاملونه هم وړاندې کړې، چې اړین فکټورونه یې په لاندې ډول دي.

د سیګار راپور یوه برخه:«د طالبانو ستراټيژي چې لومړی لرې پرتې سیمې ونیسي او بیا په تدریجي ډول ښارونو ته راشي.

د امریکايي ایتلاف ژر بدلېدوونکې نظامي سټراټيژي.

له ۲۰۰۳ کال تر ۲۰۱۰  زېږدیز کال پورې له افغانستانه د امریکا پام د عراق لور ته اوښتل.

پاکستان او په قبایلي سیمو کې د جګړه ییزو ډلو شتون.

د افغان ځواکونو کمزوری رهبریت او په حکومت او نظامي برخه کې پراخ فساد.»

د سیګار راپور کې ویل شوي، چې  په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو وروستۍ قرباني د هوايي ډګر برید و، چې ۱۳ تنه په کې وژل شوي او ۱۸ امریکايي پوځیان په کې ټپیان دي. 

یاد راپور په دغه خونړۍ پیښه کې د وژل شویو افغان ملکي وګړو شمیر ۱۲۰ تنه او د ټپیانو څه باندې ۲۰۰ تنه ښودلی دی.  

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
افغانستان

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو
افغانستان

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي
افغانستان

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي
افغانستان

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
جرمني هغه افغان پناه غوښتونکي له پاکستانه لېږدوي چې قانوني پړاوونه یې بشپړ شوې
افغانستان

قطر کې منتظرو افغانانو ته د امریکا خبرداری؛ افغانستان ته لاړ شئ کنه افریقا ته مو استوو

اپریل 23, 2026
اسلامي امارت: د سیمه‌يیزو همکاریو په تړاو د سیمې پر ثبات ولاړ دریځ لرو
افغانستان

متقي له عراقچي سره خبرو کې د ایران – امریکا کړکېچ پر ډېپلوماټیک حل ټینګار کړی

اپریل 23, 2026

وروستي خبرونه

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist