Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
سیګار افغانستان کې د خپلو فعالیتونو درولو وړاندیز کړی

سیګار: امریکا افغانستان کې خپلې مرستې په بشپړه توګه نه‌ دي بندې کړې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/08/02

په امريکا کې واک ته د ډونالډ ټرمپ له رسېدو سره افغانستان کې د امریکا پراختیایي ادارې (یو‌اېس.اې.آی.ډي) له لوري ترسره کېدونکې بشري مرستې او د دغې ادارې له لوري تمویلېدونکې پروژې په بشپړ ډول وتړل شوې.

خو اوس تازه د افغانستان پر بيا رغاونې د امريکا د څار ځانګړې ادارې (سیګار) په خپل وروستي ربع ‌وار راپور کې ویلي، دا مرستې د نږدې ۷ میاشتو په تېرېدو په بشپړه توګه نه‌ دي بندې شوې.

د سیګار موندنې ښیي، لاهم د امریکا نړیوالې پراختیایي ادارې له لوري د افغان نجونو لپاره د لوړو زده‌کړو بورسونو، د محصلینو د بریا ملاتړ او په افغانستان کې د تریاکو سروې پروګرامونه تمویلېږي.

د راپور یوه برخه:« که څه هم له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې د امریکا مرستو بندېدو لپاره د جون ۳۰مه وروستۍ نېټه ټاکل شوې وه؛ خو بهرنیو چارو وزارت سیګار ته خبر ورکړی چې دوی لاهم د امریکا د نړیوالې پراختیا ادارې له لوري د افغان نجونو لپاره د تحصیلي بورسونو او په افغانستان کې د محصلینو ملاتړ پروګرامونه او د دې ترڅنګ د ملګرو ملتونو د نشه‌يي توکو او جرمونو پر وړاندې د مبارزې اداره (یو.‌اېن.‌او.‌ډي.‌سي) د افغانستان د تریاکو سروې تمویلوي چې له اتریش او اوزبېکستان يې کارونه پرمخ وړل کېږي.»

سیګار وایي، د امریکا بهرنیو چارو وزارت پرېکړه کړې چې یاد پروګرامونه به تر ۲۰۲۶ او ۲۰۲۸ کلونو پورې وغځوي.

د سیګار راپور کې همدا راز راغلي، دې ادارې هڅه کړې، څو په افغانستان کې د (یو.اېس.اې.آی.ډي) ماموریت، د بشري مرستو وضعیت او کډوالو په اړه د دغې ادارې د پلانونو په اړه هم بشپړ جزییات ترلاسه کړي، خو په دې تړاو ورته د بهرنیو چارو وزارت د بهرنیو مرستو دفتر مالومات نه‌ دي ورکړي.

د سیاسي چارو شنونکي بیا د امریکا له لوري د افغان محصلینو او نجونو د تحصیلي ملاتړ پروګرامونو تمویل ګټور یادوي او په خبره یې که د بشري مرستو په څېر دا برخه هم تړل کېږي په کوردننه به یې اغېزې ناوړه وي.

د نړیوالو اړیکو شنونکی نجیب الرحمان شمال وايي:« که د سیګار ادارې د فشار له امله د امریکا له خوا د افغانستان له خلکو سره مرستې بندې شي، نو دا کار به په راتلونکو کلونو کې د افغانستان پر خلکو او په ځانګړي ډول ځوانانو، مېرمنو او نجونو، ډېر منفي اغېز وکړي. دا کار کېدای شي هغوی له زده کړو هم بې‌برخې کړي. هیله لرو چې د سیگار اداره خپله لیدلوري باندې بیا غور وکړي او د افغانستان د خلکو د ملاتړ ترڅنګ ودریږي، څو افغانستان وکولای شي د نړیوالې ټولنې او د امریکا په مرسته له دې سیاسي او اقتصادي بحران ووځي.»

ډونالډ ټرمپ د ۲۰۲۵ کال په جنورۍ کې واک ته د دویم ځل رسېدو په لومړۍ ورځ، د امریکا د بهرنیو مرستو ارزونې او بیا تنظیم په اړه اجراییوي فرمان صادر کړ.

په دې فرمان کې د امریکا ټولې بهرنۍ پرمختیایي مرستې د ۹۰ ورځو لپاره وځنډول شوې چې موخه یې د یادو مرستندویه پروګرامونو موثریت او د امریکا د بهرني سیاست همغږي بلل شوې وه.

پر نړیواله کچه د دې فرمان د عملي کېدو له امله د امریکا پراختیایي ادارې نږدې ۸۳ سلنه پروګرامونه لغوه شوي چې په یو شمېر هېوادونو کې یې د بشري مرستو پر وړاندې جدي ننګونې رامنځته کړې.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکه ګټه اخستنې ته وسپارل شوه
افغانستان

چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکه ګټه اخستنې ته وسپارل شوه

مې 7, 2026
پاکستان کې له یو میلیون زیاتو افغانانو ته د وتلو ورکړل شوی وخت پای ته ورسېد
افغانستان

د پاکستان بشري حقونو کمیسیون هلته د افغان کډوالو ځورولو پخلی وکړ

مې 7, 2026
جرمني: له افغانستان سره ډیپلوماټيکې اړیکې، د ښه‌ والي برعکس پخواني حالت کې دي.
افغانستان

جرمني: له افغانستان سره ډیپلوماټيکې اړیکې، د ښه‌ والي برعکس پخواني حالت کې دي.

مې 6, 2026
د خواجه اصف ادعا؛ هند د افغانستان له خاورې د پاکستان پر ضد استفاده کوي
افغانستان

د خواجه اصف ادعا؛ هند د افغانستان له خاورې د پاکستان پر ضد استفاده کوي

مې 6, 2026
کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
افغانستان

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو
افغانستان

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026

وروستي خبرونه

د هرات اختیارالدین کلا کې د ساینس او ټکنالوژۍ موزیم پرانستل شو

د هرات اختیارالدین کلا کې د ساینس او ټکنالوژۍ موزیم پرانستل شو

مې 7, 2026
تېر کال هلمند کې ۴۳۶ تنو ته مصنوعي غړي لګول شوي

تېر کال هلمند کې ۴۳۶ تنو ته مصنوعي غړي لګول شوي

مې 7, 2026
بلخ کې د کیمیاوي سرې یوې کارخونې تولید پیل کړ

بلخ کې د کیمیاوي سرې یوې کارخونې تولید پیل کړ

مې 7, 2026
چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکه ګټه اخستنې ته وسپارل شوه

چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکه ګټه اخستنې ته وسپارل شوه

مې 7, 2026
افغانان: پاکستان بې باوره هېواد دی او پر خپله هېڅ ژمنه نه دی درېدلی

پاکستان کې د نا امنۍ او بې ثباتۍ دوام؛ ځینو هېوادونو د سیاسي استازولیو محدودولو ته مخه کړې

مې 7, 2026
پاکستان کې له یو میلیون زیاتو افغانانو ته د وتلو ورکړل شوی وخت پای ته ورسېد

د پاکستان بشري حقونو کمیسیون هلته د افغان کډوالو ځورولو پخلی وکړ

مې 7, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist