Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
سیف دې چلډرن: افغانستان کې له هرو ۱۰ ماشومانو ۳ یې له لوږې سره مخ دي

سیف دې چلډرن: افغانستان کې له هرو ۱۰ ماشومانو ۳ یې له لوږې سره مخ دي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/05/29

اوږده جګړه، د خلکو کمزوری اقتصاد، بې کاري او په هېواد کې طبیعي پېښو د افغان ماشومانو او مېندو ژوند ننګولی او ډېری والدین د خپلو ماشومانو ښې پاملرنې امکانات نه لري.

د ماشومانود خوندیتوب نړیواله اداره (سیف دې چلډرن)  د افغان ماشومانو ژوند په یوه راپور کې مستند کړی دی.

راپور کې ویل شوي، روان ۲۰۲۴ کال کې ۶.۵ میلیونه ماشومان د خوړو له ناخوندیتوب سره مخ دي او له دې ډلې په هرو ۱۰ ماشومانو کې۳ ماشومان له لوږې سره مخ دي.

‎‎د راپور یوه برخه: « سږ کال په افغانستان کې له۶.۵ میلیونه ماشومانو څخه په هر ۱۰ ماشومانو کې ۳ هغه یې د خوړو له ناخوندیتوب سره مخ دي. په افغانستان کې وروستي سېلابونه، اوږدمهاله وچکالي ‎‎‎او له ګاونډیو هېوادونو د کډوالو را اېستلو افغان ماشوماشومان سخت اغزمن کړي دي.»

په راپور کې د افغانستان په شمال کې وروستي سېلابونه او ورښتنونه ویجاړونکي بلل شوي او زیاته شوې،چې د دغو مرګونو سېلابونو له امله له ۴۰۰ ډېر کسان مړه شوي او په زرګونه کورونه ویجاړ او دغه راز پراخه کرنیزه ځمکه یې هم تخریب کړې ده.

د دغې ادارې د اټکل له مخې، روان کال کې به ۲.۹ میلیونه ماشومان چې عمر یې له پنځو کلونوڅخه کم وي له خوارځواکۍ سره به مخ شي.

د ماشومانو د خوندیتوب نړیوالې ادارې همداراز له ایران او پاکستان د افغانانو جبري اخراج د لوږې کچې لوړېدو لوی عوامل یاد کړي دي.

‎‎د راپور یوه برخه: « په افغانستان کې درې کلنې وچکالۍ، د بېکارۍ لوړې کچې او له پاکستان او ایرانه د ۱.۴ میلیونو د زیاتو افغانانو راستنېدل پر کورنیو ناوړه اغېزې درلودلی دي، چې له دغو فکټورونو څخه اغېزمن یې نیمایی ماشومان دي.»

سیف دې چلډرن داسې مهال د افغان ماشومانو د خوړو ناخوندیتوب په هکله دغه راپور خپروي چې ډېری کورنۍ د نفقې پوره کولو ته اندېښمنې دي.

ماشومانو ته د مرستې برخې فعالان بیا وایی، د کورنیو اقتصادي وضعیت ټیکاو لپاره پکار ده چې دوی ته کاري فرصتونه برابرشي، تر څو په خبره یې له یوې خوا کورنۍ وتوانېږي له خپلو ماشومانو ښه ساتنه وکړي او بلخوا د لوږې او خوارځواکۍ ګراف راټيټ شي.

په افغانستان کې د اچ.بي.ټي موسسې مسوول کفایت الله قادري وايي: « زما په نظر حل لاره به یې دا وي چې لومړی موږ باید دوی وپېژنو او وروسته دوی ته زمینه برابره شي، چې دوی کومې کورنۍ ستونزې لري او د دوی وضعیت ته په کتو ورته کار برابر شي، که چېرته کونډې وي دوی ته د خیاطي ماشینونه یا هغه چارې چې دوی پرمخ وړلی شي برابرې شي او که نارینه وي ورته د کار زمینه برابره شي. همداراز هغه ماشومان چې بیرون کار کوي دوی په ښوونځيو کې شامل شي.»

د ماشومانو د سعید بنسټ د اړیکو مسووله سوریا یوسفي وايي: « حکومت باید له دې ناورینه د وتلو لپاره یو میکانیزوم رامنځته کړي چې په دې برخه کې مهمه د بشردوستانه مرستو لپاره ملي او نړیواله همغږي ده او همداراز یو دوامداره حیاتي میکانیزم رامنځته کول دي، لکه نغدي او د خوراکي توکو مرستې او هغه کورنۍ چې اقتصادي ناورین سره مخ دي، دوی ته دې کرنیزه برخه کې  د کار زمینه برابره شي، دا لارې ګټورې تمامېدای شي او له دې ناورینه به د وتلو لار برابره کړي.»

ډاکټر دوست محمدځدراڼ وايي: « که نړیوال او دولت دوی ته د کار زمینه برابره کړي، د افغانستان پر حکومت بندیزونه کم کړي؛ نو خلکو ته به د کار زمینه هم برابره شي او د ژوند سویه به یې لوړه شي.»

سیف دې چلډرن د افغان ماشومانو وضعیت په تړاو د خپلو موندنو دغه راپور داسې مهال خپروي چې د خوړو نړیوال پروګرام د مالوماتو له مخې، دا مهال په افغانستان کې ۳ میلیونه ماشومان پر ځوارځواکۍ اخته دي؛ خو دوی کولی شي یوازې ۱.۳ هغو ته یې رسېدنه وکړي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکه ګټه اخستنې ته وسپارل شوه
افغانستان

چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکه ګټه اخستنې ته وسپارل شوه

مې 7, 2026
پاکستان کې له یو میلیون زیاتو افغانانو ته د وتلو ورکړل شوی وخت پای ته ورسېد
افغانستان

د پاکستان بشري حقونو کمیسیون هلته د افغان کډوالو ځورولو پخلی وکړ

مې 7, 2026
جرمني: له افغانستان سره ډیپلوماټيکې اړیکې، د ښه‌ والي برعکس پخواني حالت کې دي.
افغانستان

جرمني: له افغانستان سره ډیپلوماټيکې اړیکې، د ښه‌ والي برعکس پخواني حالت کې دي.

مې 6, 2026
د خواجه اصف ادعا؛ هند د افغانستان له خاورې د پاکستان پر ضد استفاده کوي
افغانستان

د خواجه اصف ادعا؛ هند د افغانستان له خاورې د پاکستان پر ضد استفاده کوي

مې 6, 2026
کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
افغانستان

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو
افغانستان

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026

وروستي خبرونه

د هرات اختیارالدین کلا کې د ساینس او ټکنالوژۍ موزیم پرانستل شو

د هرات اختیارالدین کلا کې د ساینس او ټکنالوژۍ موزیم پرانستل شو

مې 7, 2026
تېر کال هلمند کې ۴۳۶ تنو ته مصنوعي غړي لګول شوي

تېر کال هلمند کې ۴۳۶ تنو ته مصنوعي غړي لګول شوي

مې 7, 2026
بلخ کې د کیمیاوي سرې یوې کارخونې تولید پیل کړ

بلخ کې د کیمیاوي سرې یوې کارخونې تولید پیل کړ

مې 7, 2026
چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکه ګټه اخستنې ته وسپارل شوه

چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکه ګټه اخستنې ته وسپارل شوه

مې 7, 2026
افغانان: پاکستان بې باوره هېواد دی او پر خپله هېڅ ژمنه نه دی درېدلی

پاکستان کې د نا امنۍ او بې ثباتۍ دوام؛ ځینو هېوادونو د سیاسي استازولیو محدودولو ته مخه کړې

مې 7, 2026
پاکستان کې له یو میلیون زیاتو افغانانو ته د وتلو ورکړل شوی وخت پای ته ورسېد

د پاکستان بشري حقونو کمیسیون هلته د افغان کډوالو ځورولو پخلی وکړ

مې 7, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist