Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

سید اکبر اغا: امریکا غواړي د افغانانو پر پیسو افغانستان کې بله جګړه پيل کړي 

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/02/14

دامریکايي ولسمشر جوبایډن وروستي فرمان،چې له ‌مخې یې د افغانستان له کنګل شوې شتمنۍ درې نیم ملیارده ډالره د سپټمبر یولسمې پیښې قربانیو ته ورکوي،په کور دننه او بهر یې توند غبرګونونه راپارولي دي.

د خلاصون لارې شورا مشر وايي، امریکا غواړي،چې افغانستان په یوه بله جګړه کې ښکیل کړي او دغه پیسې د دغې جګړې په پیل او دوام لګوي. 

اکبر اغا له نړیوالو غواړي،چې د امریکا  د داسې حرکتوتونو مخه ونیسي او د پنځو لسیزو جګړو ځپلې افغانان دې نور د جګړې په اور کې نه سوزوي. 

اکبر اغ زیاته کړه:« زه په سترګو دا وینم چې دغه پیسې به دوي له نوي نظام سره په مخالفت کې مصرفوي دوي دې دا پیسې په جنګ نه مصرفوي او افغانانو ته دې بل غم مه راوړي زه مطمین یم چې دغه خلک راولاړیږي چې دغه خلک دغه پیسې په بل جنګ مصروفوي.»

سید اکبر اغا وايي،د سپټمبر یولسمې پیښه کې هیڅ افغان ښکیل نه و او نه هم دا ثابته شوې، خو امریکا یې په ناحقه توګه د قربانیانو لپاره غرامت له افغانانو اخلي. 

هغه زیاتوي،چې امریکا په تیرو شلو کلونو کې په سوونه زره افغانان وژلي او اوس دې په همدې اندازه غرامت چې خپلو درې زره وژل شویو امریکایانو ته یې د افغانستان له پیسو اختصاص کړی، افغانانو ته دې یې هم ورکړي. 

سید اکبراغا وايي:« په یولسم  د دسپټمبر برید کې یو افغانی هم داخیل نه و او تر اوسه ثابته شوې هم نه ده او اوسامه بن لادن مو هم په پاکستان کې پیدا کړ او غرامت یې له بل چا څخه نه غواړې، له افغانانو یې غواړې. امریکا دې هم په همدې اندازه چې د سړي په سر یې څومره پیسې ګرځولي،همدومره دې افغانانو ته هم غرامت ورکړي،چې په تیرو شلو کلونو کې په لسګونه زره افغانان یې وژلي دي.» 

د اخوا اقتصادي چارو شنونکي بیا وايي، اسلامي امارت دې د امریکا  ولسمشر جوبایډن د دې فرمان په غبرګون کې نړیوالې محکمې ته شکایت وکړي،چې مخه یې ونیول شي.

دخلاصون لارې شورا وايي،په دې تړاو دې ملګروملتونو ته هم شکایت وشي،چې امریکا د افغانانو شخصي شتمنیو د ویش او یرغمل کولو حق نه لري او په دې تړاو د دغه هېواد د وروستي فرمان مخه دې ونیسي. 

ایران هم د امریکايي ولسمشر وروستي فرمان ته غبرګون ښودلی او دا یې ښکاره غلا بللې ده.

ShareTweetShareSendSend

Related News

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا د افغانستان روان وضعیت او شته محدودیتونو په تړاو خبرې کوي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist