Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

سکاټلنډۍ ګرځندویه: له افغانستان او خلکو سره یې مینه لرم 

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/11/14

وینډیرینګ اما سکاټلنډۍ ګرځندویه،چې د افغانستان له بېلابېلو او لرو پرتو سیمو یې لېدنه کړې، وايي،دا یې درېیم ځل دی،چې افغانستان ته راځي.

اما وايي،دلته ځان خوندي احساسوي،خو پر وینا یې د افغانانو ژوند او ورځنیو چارو له امله مایوسه ده.  

هغې زیاته کړه:« دا مې درېیم ځل دی،چې افغانستان ته راځم. زه له افغانستان او خلکو سره یې مینه لرم. وخت غواړي،چې د افغانستان خلکو کلتور سره بلده شم. د کابل په ګډون د افغانستان  ډېری ولایتونو ته تللې یم، خلک یې مینه ناک او مېلمه دوسته دي،خو خلک یې له سختو ستونزو سره مخ دي، چې ورته مایوسه یم.»

اما د نړۍ ډېرو هېوادونو ته تللې،د بېلابېلو قومونو او نژادونو خلکو سره غږېدلې ده.

اما د شمشاد خبریال د هغې پوښتنې په ځواب کې چې له تاسو سره د افغانستان خلکو چلن څنګه وو؟ 

داسې وویل:« په ځایونو او سیمو پورې یې تړاو درلود، په ځینو سیمو کې خلکو خوښول، چې زه ویډیو وکړم او ژوند يې انعکاس کړم. په  ټوله کې افغانان مېلمه دوسته دي، خو په ځینو سیمو کې محدودیتونه ول، دوی نه خوښول،چې ویډیو وکړم او ورسره کېنم.» 

ننګرهار، بامیان، هلمند، کندهار او هرات هغه ولایتونه وو،چې اما په کې د افغانانو د کلتور او ورځینو چارو په اړه پوښتنې کړي ا و د ویډیو له لارې یې نړیوالو ته ښودلي دي. 

اما وايي،افغان نجونې د زده کړو تږې دي، ډېر کله يې له نجونو د زده کړو په اړه پوښتلي او همدا یې غوښتنه ده، چې زده کړې وکړي.

هغه زیاتوي:« د  ښځو په برخه کې ستونزې شته دي، د زده کړو اسانتیاوې ورته نه دي برابر شوي، افغان مېرمنې د زده کړو تږې دي. د افغان نجونو وروڼو راته وویل، هره ورځ یې خویندې ژاړي،چې ولې زده کړو ته نه پرېښودل کېږي؟ افغان نجونې هېله لري،چې زده کړې وکړي او راتلونکي کې  د افغانستان لپاره خدمت وکړي.» 

نور بهرني ګرځندویان هم په افغانستان کې اوس شتون لري،د افغانستان بېلابېلو سیمو ته تګ کوي،خو اما بیا له هغو یوه ده،چې د افغانستان په کلو او ښارونو کې یوازې ګرځي او د افغانانو ورځینی ژوند یې لیدلی.

اما وايي، د نړۍ ۳۲ هېوادونه یې کتلي، خو د افغانستان په څېر هېواد چې ۴۰ کاله جګړو وځاپه د خوښې هېواد یې دی او ډېرې خاطرې او کیسې له دې هېواده لري. 

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

د کاري ژمنتیا غوره بېلګه: جاوېد فقیري څلورو کالو کې د ۱۰۰۰ قلمونو رنګ خلاص کړی
افغانستان

د کاري ژمنتیا غوره بېلګه: جاوېد فقیري څلورو کالو کې د ۱۰۰۰ قلمونو رنګ خلاص کړی

مې 18, 2026
مزارشریف کې د تفحصات سوداګریز مارکېټ په ۱۶۵ افغانیو جوړېږي
افغانستان

مزارشریف کې د تفحصات سوداګریز مارکېټ په ۱۶۵ افغانیو جوړېږي

مې 18, 2026
کابل کې د خاصو کړیو له خوا روزل شوي مسلکي سوالګر نیول شوي
افغانستان

کابل کې د خاصو کړیو له خوا روزل شوي مسلکي سوالګر نیول شوي

مې 18, 2026
افغان – ایراني چارواکي د سوداګرۍ پر وړاندې شته خنډونو پر لرې کولو غږېدلي
افغانستان

افغان – ایراني چارواکي د سوداګرۍ پر وړاندې شته خنډونو پر لرې کولو غږېدلي

مې 18, 2026
کازان ته د لوړو زده کړو وزیر په مشرۍ تللي پلاوي سفر له لاسته راوړنو ډک و
افغانستان

کازان ته د لوړو زده کړو وزیر په مشرۍ تللي پلاوي سفر له لاسته راوړنو ډک و

مې 18, 2026
ټي‌پي د پاکستانپوځ هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې د عصري زده کړو خلاف دي
افغانستان

ټي‌ټي‌پي د پاکستان پوځ هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې د عصري زده کړو خلاف دي

مې 14, 2026

وروستي خبرونه

د کاري ژمنتیا غوره بېلګه: جاوېد فقیري څلورو کالو کې د ۱۰۰۰ قلمونو رنګ خلاص کړی

د کاري ژمنتیا غوره بېلګه: جاوېد فقیري څلورو کالو کې د ۱۰۰۰ قلمونو رنګ خلاص کړی

مې 18, 2026
مزارشریف کې د تفحصات سوداګریز مارکېټ په ۱۶۵ افغانیو جوړېږي

مزارشریف کې د تفحصات سوداګریز مارکېټ په ۱۶۵ افغانیو جوړېږي

مې 18, 2026
کابل کې د خاصو کړیو له خوا روزل شوي مسلکي سوالګر نیول شوي

کابل کې د خاصو کړیو له خوا روزل شوي مسلکي سوالګر نیول شوي

مې 18, 2026
سراج الحق: پاکستان د نشه‌يي توکو له پراخېدونکي ګواښ سره مخ دی

سراج الحق: پاکستان د نشه‌يي توکو له پراخېدونکي ګواښ سره مخ دی

مې 18, 2026
افغان – ایراني چارواکي د سوداګرۍ پر وړاندې شته خنډونو پر لرې کولو غږېدلي

افغان – ایراني چارواکي د سوداګرۍ پر وړاندې شته خنډونو پر لرې کولو غږېدلي

مې 18, 2026
امریکا او اسراییل پر ایران د بریدونو بیا پیلولو چمتوالی نیسي

امریکا او اسراییل پر ایران د بریدونو بیا پیلولو چمتوالی نیسي

مې 18, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist