Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

سپین بولدک کې پر ډیورنډ فرضي کرښې نښتې پاکستاني چارواکي اندېښمن کړي 

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/12/13

د سپین بولدک – چمن سيمه کې پر ډیورنډ فرضي کرښې  وړمه ورځ د افغان  او پاکستاني پوله ساتو ځواکونو ترمنځ وروسته له هغې جګړه پيل شوه،چې افغان ځواکونو د ډیورنډ فرضي کرښې دې غاړې ته د پوستې جوړولو کار پیل کړ،چې له پاکستاني  لورې پرې د درنو وسلو ډزې وشوې.

دغې جګړې پاکستاني چارواکي او سياسيون انديښمن کړي او له افغان حکومته یې غوښتي دي،چې د نورو پیښو د مخنيوي ډاډ ورکړي.

د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف ویلي:« په چمن کې د افغان سرحدي ځواکونو له خوا برید،چې د توغندیو او نورو درنو وسلو ډزو کې ۶ پاکستاني وګړي وژل شوي او تر لسو زیات ټپیان دي، د خواشینۍ او سختې غندنې وړ دی. د افغانستان اوسنی حکومت باید ډاډ ورکړي،چې دا ډول پېښې بیا تکرار نه شي.» 

د پاکستان غوښتنو او ادعاوو ته افغان حکومت کوم غبرګون نه دی ښودلی،خو د پاکستان بهرنيو چارو وزارت د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره انديښنه ښودلې ده،چې دا ډول پیښې د دواړو هيوادونو ترمنځ مثبې اړيکې اغیزمنولی شي او د ورته پيښو مخنيوی يې د دواړو هېوادونو ګډ مسووليت بللی دی.

د خبرپاڼې یوه برخه:« پاکستان په چمن کې د افغان سرحدي ځواکونو له لوري پر ملکي وګړو ډزې،چې له امله یې شپږ پاکستاني وګړي وژل شوي او ١٧ نور ټپيان دي،په کلکو ټکو غندي. دا ډول پېښې د دواړو هېوادونو تر منځ د ورورګلوۍ اړیکې له منځه وړي. دا د دواړو لورو مسوولیت دی،چې د پولې په اوږدو کې د ولسي وګړو ژوند خوندي کړي. د دواړو هېوادونو چارواکي د وضعیت د لا خرابیدو او د ورته پېښو د تکرار مخنیوي په موخه سره په اړیکه کې دي.» 

په افغانستان کې د پاکستان سفارت پخواني سفیر منصور احمد خان هم پرخپله ټويټر پاڼه ليکي، د دواړو هېوادونو د پوله ساتو ځواکونو ترمنځ نښتې په دې وروستيو کې زياتوې شوې دي او دوام يې په سياسي، سوادګرۍ  او اقتصادي برخه کې د ګډې همکارۍ مخه نيسي.

هغه زیاته کړې:« په چمن کې د افغان لوري په ډزو کې د شپږ پاکستانيانو وژل او د ګڼو نورو ټپیان کیدل په کلکو ټکو غندم. له بده مرغه دا ډول پیښې په دې وروستیو کې دوام لري او زیاتیږي،چې د مخنیوي لپاره یې باید له افغان حکومت او بنسټونو سره مستقیمې خبرې وشي. پولو ته څېرمه د دا ډول پیښو دوام نه یوازې اړیکې اغیزمنوي،بلکې په سیاسي، سوداګرۍ، ټرانزیټ، اقتصادي تبادلو او په ځانګړې توګه د خلکو په تګ راتګ کې د همکارۍ د پرمختګ مخه نیسي.» 

اخوا د سیاسي چارو یو شمېر شنونکي بیا د ورته پېښو د مخنيوي لپاره د دواړو هېوادونو ترمنځ د ګډ مکانيزم په رامنځته کولو ټنګار لري.

د هېواد  ملي فاع وزارت او اسلامي امارت ویاندويانو تر اوسه دغه بريد ته غبرګونه نه دی ښودلی،خو  د کندهار ولايتي مسولين وایي،جګړه کې درې ملکي وګړي او لس سرتیري ټپيان شوي او یو افغان سرتیری شهید شوی دی. 

سپین بولدک کې پر ډيورنډ فرضي  کرښه دغه نښته داسې مهال رامنځته شوه،چې شااوخوا ۲۰ ورځې وړاندې پاکستاني ځواکونو د پکتیا په ډنډ پټان کې د سړک جوړولو مخالفت وکړ او دواړو خواوو شااوخوا ۳۰ ساعته جګړه وکړه.

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

پر افغان خاوره د پوځي رژیم بریدونو ته نړیوال غبرګونونه؛ غندنې او اندېښنې
افغانستان

د روسیې بهرنیو چارو وزارت: کابل او اسلام اباد دې ستونزې د ډېپلوماسۍ له لارې هوارې کړي

جولای 2, 2026
دفاع وزارت بلوچستان او خیبرپښتونخوا کې د داعش پر روزنیزو مرکزونو هوايي بریدونه کړي
افغانستان

دفاع وزارت بلوچستان او خیبرپښتونخوا کې د داعش پر روزنیزو مرکزونو هوايي بریدونه کړي

جولای 2, 2026
حنفي: ګاونډي هېوادونه دې خپله ابادي د نورو هېوادونو په تخریب کې نه لټوي
افغانستان

حنفي: ګاونډي هېوادونه دې خپله ابادي د نورو هېوادونو په تخریب کې نه لټوي

جولای 2, 2026
خواله رسنۍ؛ د غوره فرصتونو که جدي ستونزو سرچینې
افغانستان

خواله رسنۍ؛ د غوره فرصتونو که جدي ستونزو سرچینې

جولای 1, 2026
د اهل تشیع عالي کمیسیون د عاشورا مراسمو امنیت له امله  د اسلامي امارت هڅې وستایلې
افغانستان

د اهل تشیع عالي کمیسیون د عاشورا مراسمو امنیت له امله د اسلامي امارت هڅې وستایلې

جولای 1, 2026
خلیلزاد: په پاکستان کې د داعش پټنځایونه د سیمې او نړۍ امنیت ته ستر ګواښ دی
افغانستان

خلیلزاد: اسلام اباد له کابل سره د ډېپلوماټیک تعامل په ځای تاوتریخوالی غوره کړی

جولای 1, 2026

وروستي خبرونه

پر افغان خاوره د پوځي رژیم بریدونو ته نړیوال غبرګونونه؛ غندنې او اندېښنې

د روسیې بهرنیو چارو وزارت: کابل او اسلام اباد دې ستونزې د ډېپلوماسۍ له لارې هوارې کړي

جولای 2, 2026
یوه بهرني شرکت افغانانو ته د مالي خدمتونو وړاندې کولو لپاره بانکي فعالیت پیل کړ

یوه بهرني شرکت افغانانو ته د مالي خدمتونو وړاندې کولو لپاره بانکي فعالیت پیل کړ

جولای 2, 2026
دفاع وزارت بلوچستان او خیبرپښتونخوا کې د داعش پر روزنیزو مرکزونو هوايي بریدونه کړي

دفاع وزارت بلوچستان او خیبرپښتونخوا کې د داعش پر روزنیزو مرکزونو هوايي بریدونه کړي

جولای 2, 2026
کابل کې د صنعت او معدن اوونۍ پنځم نړیوال نندارتون پرانستل شو

کابل کې د صنعت او معدن اوونۍ پنځم نړیوال نندارتون پرانستل شو

جولای 2, 2026
حنفي: ګاونډي هېوادونه دې خپله ابادي د نورو هېوادونو په تخریب کې نه لټوي

حنفي: ګاونډي هېوادونه دې خپله ابادي د نورو هېوادونو په تخریب کې نه لټوي

جولای 2, 2026
ننګرهار کې د هېواد په کچه د څارویو درملنې مجهز روغتون پرانستل شو

ننګرهار کې د هېواد په کچه د څارویو درملنې مجهز روغتون پرانستل شو

جولای 1, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist