Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
کارپوهان: که ا مریکا غواړي،چې نړۍ کې ترهګري له منځه لاړه شي پر پاکستان دې فشار راوړي

سپینه ماڼۍ: که اسلامي امارت غواړي پر رسمیت وپېژندل شي مارک فریجزر دې خوشې کړي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/02/01

د سپینې ماڼۍ له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، که اسلامي امارت غواړي،چې امریکا یې رسمیت وپیژني،نو باید د امریکا سمندري ځواک پخوانی تقاعد شوی،سرتیری مارک فریجرز چې اوس له دوی سره بندي دی راخوشوې دې  کړي.

خبرپاڼه کې د ولسمشر جوبایډن له قوله ویل شوي،که اسلامي اماررت تمه لري چې د مشرویعت دترلاسه کولو په تړاو یې غور وشي،مارک فریریچز دې ازاد کړي او د نوموړي خوشې کول دمذاکرې وړ نه دي .

د سپینې ماڼۍ خبرپاڼې یوه خبره:«طالبانو ته مو په ښکاره ویلي،تر هغو چې یو امریکایي وګړی له دوی سره اسیر وي او خوشې یې نه کړي،هغه مشروعیت چې دوی یې غواړي امکان نه‌ لري،ترلاسه یې کړي.» 

اخوا د سیاسي چارو یو شمېر کارپوهان بیا په دې باور دي،چې امریکا خپل اصلي شرایط وخت او اړتیا ته په کتو وړاندې کوي او اوس د دغه امریکايي وګړي د خوشې کیدو غوښتنه هم د امریکا د هغه اصلي پالیسۍ برخه ده،چې دافغانستان په تړاو یې لري.

دوی وايي، اوس د دې امکان زیات دی،چې نوی‌ حکومت خپل نړیوال مشروعیت ترلاسه کړي.

د سیاسي چارو کارپوه عزیز معارج وايي:« دا یوه جوته خبره ده،چې د امریکا له لوري چې طالبانو ته کوم شرایط وضع شوي دي پلې او فشارونه دي او وخت ته انتظار و،چې وخت یې راورسیږي او خپل شرایط پرې ومني. اوس چې امریکا وايي مارک فریریجرز راخوشې شي ،موږ طالبان په رسمیت وپیژنو. مانا دا چې وخت یې رارسیدلی دی او ممکن طالبان پر رسمیت وپیژني.» 

ځینې نور په دې اند دي،چې اوس په افغانستان کې جګړه پای ته رسیدلې او که دغه امریکايي وګړی په افغانستان کې بندي وي،نو باید  د  هېواد لوړو نړیوالو مقاصدو لپاره خوشې شي.

د سیاسي چارو کارپوه طارق فرهادي وايي:« په افغانستان کې جګړه پای ته رسیدلې او که دغه امریکايي کس په افغانستان کې اسیر وي،باید ژر خوشې شي او په امریکا کې بایډن هم اړتیا لري،چې خپل سیال اوشریک ته وښي چې په افغانستان کې یې خبره منل کیږي.» 

اسلامي امارت بیا تراوسه پورې  په دې تړاو په رسمي توګه څه نه دي ویلي،چې د مارک فریجرز په نوم امریکايي وګړی له دوی سره بندي دی او که نه. 

د راپورونو پر اساس مارک فریجرز چې یو متقاعد امریکايي نظامي دی،دوه کاله وړاندې ۲۰۲۰  کال دجنورۍ پر ۳۱ په افغانستان کې تری تم شوی،چې اوس یې امریکا داسې انګیري،چې ګني له اسلامي امارت سره بندي دی او دا لومړی ځل دی، چې امریکا د افغانستان د نوي نظام رسمیت پیژندنې لپاره دغه ډول څرګندونې کوي او شرایط وړاندې کوي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا د افغانستان روان وضعیت او شته محدودیتونو په تړاو خبرې کوي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist