Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

سپکو افغانستان ته د ملګروملتونو له لوري د بشري مرستو پر څرنګوالي اندیښنه ښودلې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/06/11

د افغانستان پر بیارغونې د امریکامتحده ایالتو د حکومت سرمفتش جان سوپکو افغانستان ته د نغدو پیسو پر راتګ اندیښنه څرګنده کړې.

جان سوپکو په یوه مرکه کې ویلي،ملګري ملتونه چې کومې نغدي مرستې افغانستان ته استوي، د هغوی د لګښت څرنګوالی ورته څرګند نه دی او همدا یې د تشویش لامل دی.

سپکو زیاته کړې:«موږ له دې امله ډېر اندیښمن یو، زموږ یوه دنده همدا ده،چې پر هغو پیسو څار وکړو،چې د امریکا مالیه ورکوونکو له جېبه د بشري مرستو په موخه افغانستان ته استول کېږي.» 

سوپکو   ویلي، دا ورته یوه جدي موضوع ده او په دې تړاو یې د ملګرو ملتونو له چارواکو سره هم خبرې کړي،ځکه اوس مهال سیګار په مستقیم ډول په افغانستان کې نه شته دی. 

هغه زیاتوي:«موږ د ملګروملتونو له چارواکو سره په دې تړاو خبرې کړې دي. د دې پیسو ساتنه څنګه کوي. موږ هېله لرو،چې دا پیسې به خوندي وي،خو ستونزمنه ده،چې دا ډاډ ترلاسه کړو،ځکه سیګار په افغانستان کې شتون نه لري.» 

د اقتصادي چارو یو شمېر  شنوونکي بیا تر ډېره د سیګار اندیښنه د نورو لپاره د  اندیښنه زیږوونکې بولي او وايي،له افغانستان سره به پر راتلونکو مرستو منفي اغیز وکړي.

د ا فغانستان اسلامي امارت بیا د سیګار د سرمفتش دغو اندیښنو او څرګندونو ته ځواب نه دی ویلی،خو دا موضوع هم تر اوسه پورې په څرګند ډول واضیح شوې نه ده،چې دغه نغدي کڅوړې چیرته لګول شوي دي.

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

کندهار کې د خصوصي سکټور ۲۵ پانګوالو ته د بازار موندنې ورکشاپ جوړ شو
افغانستان

کندهار کې د خصوصي سکټور ۲۵ پانګوالو ته د بازار موندنې ورکشاپ جوړ شو

مې 18, 2026
د کاري ژمنتیا غوره بېلګه: جاوېد فقیري څلورو کالونو کې د ۱۰۰۰ قلمونو رنګ خلاص کړی
افغانستان

د کاري ژمنتیا غوره بېلګه: جاوېد فقیري څلورو کالونو کې د ۱۰۰۰ قلمونو رنګ خلاص کړی

مې 18, 2026
مزارشریف کې د تفحصات سوداګریز مارکېټ په ۱۶۵ میلیونه افغانیو جوړېږي
افغانستان

مزارشریف کې د تفحصات سوداګریز مارکېټ په ۱۶۵ میلیونه افغانیو جوړېږي

مې 18, 2026
کابل کې د خاصو کړیو له خوا روزل شوي مسلکي سوالګر نیول شوي
افغانستان

کابل کې د خاصو کړیو له خوا روزل شوي مسلکي سوالګر نیول شوي

مې 18, 2026
افغان – ایراني چارواکي د سوداګرۍ پر وړاندې شته خنډونو پر لرې کولو غږېدلي
افغانستان

افغان – ایراني چارواکي د سوداګرۍ پر وړاندې شته خنډونو پر لرې کولو غږېدلي

مې 18, 2026
کازان ته د لوړو زده کړو وزیر په مشرۍ تللي پلاوي سفر له لاسته راوړنو ډک و
افغانستان

کازان ته د لوړو زده کړو وزیر په مشرۍ تللي پلاوي سفر له لاسته راوړنو ډک و

مې 18, 2026

وروستي خبرونه

ختیځ زون به نږدې راتلونکي کې له ګوزڼ پاک اعلان شي

ختیځ زون به نږدې راتلونکي کې له ګوزڼ پاک اعلان شي

مې 18, 2026
کندهار کې د خصوصي سکټور ۲۵ پانګوالو ته د بازار موندنې ورکشاپ جوړ شو

کندهار کې د خصوصي سکټور ۲۵ پانګوالو ته د بازار موندنې ورکشاپ جوړ شو

مې 18, 2026
د کاري ژمنتیا غوره بېلګه: جاوېد فقیري څلورو کالونو کې د ۱۰۰۰ قلمونو رنګ خلاص کړی

د کاري ژمنتیا غوره بېلګه: جاوېد فقیري څلورو کالونو کې د ۱۰۰۰ قلمونو رنګ خلاص کړی

مې 18, 2026
مزارشریف کې د تفحصات سوداګریز مارکېټ په ۱۶۵ میلیونه افغانیو جوړېږي

مزارشریف کې د تفحصات سوداګریز مارکېټ په ۱۶۵ میلیونه افغانیو جوړېږي

مې 18, 2026
کابل کې د خاصو کړیو له خوا روزل شوي مسلکي سوالګر نیول شوي

کابل کې د خاصو کړیو له خوا روزل شوي مسلکي سوالګر نیول شوي

مې 18, 2026
سراج الحق: پاکستان د نشه‌يي توکو له پراخېدونکي ګواښ سره مخ دی

سراج الحق: پاکستان د نشه‌يي توکو له پراخېدونکي ګواښ سره مخ دی

مې 18, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist