Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
سټېفن دوجارک: پر افغان ښځو او نجونو لګول شویو محدودیتونو او کړنو ملګري ملتونه اندېښمن کړي

سټېفن دوجارک: پر افغان ښځو او نجونو لګول شویو محدودیتونو او کړنو ملګري ملتونه اندېښمن کړي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/02/14

د ملګرو ملتونو د سرمنشي ویاند له اسلامي امارت غوښتنه کړې چې کابل کې یو شمېر ښځې چې په  خپلسري ډول توقیف او یا نیول شوي بېرته خوشې کړي.

سټېفین دوجارک پرون یوه خبري کنفرانس ته ویلي، چې ملګري ملتونه د سرپرست حکومت هغو محدويتونو او اقداماتو اندېښمن کړي چې پر افغان ښځو او نجونو لګول شوي دي.

دوجارک ویلي، د محدويتونو دوام د افغان ښځو او نجونو پر وړاندې د  تاوتریخوالي لامل شوی او په خبره یې دا تګلاره باید بدلون ومومي.

هغه زیاته کړې: « ملګري ملتونه په افغانستان کې د بد حجابۍ په تور د ښځو خپلسري نیونې اندېښمن کړي او د دا ډول تورونو د سپيناوي په لټه کې دي،  داسې ښکاري چې د افغانستان مذهبي او قومي لږکي په متناسب ډول له ځپونکو اقداماتو سره مخ دي ))

ورته مهال په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ د امربالمعروف او نهې عن‌المنکر وزارت څخه غوښتنه کړې، چې توقیف شوې ښځې دې بېرته خوشې کړي.

د حقوقي چارو شنونکی قاري اسماعیل ځدراڼ د نړیوالو سازمانونو ادعاوې له حقیقت لرې ګڼي او وايي که ښځې نیول شوې وي ولې یې کورنۍ غږ نه پورته کوي.

ځدراڼ زیاتوي: « داسې ادعاوې کېږي چې هغه ښځې چې په افغانستان کې نیول شوې باید خوشې شي، زه وایم که چېرته د یوې کورنۍ غړی یا یوه ښځه ونیول شي نو د دغه کورني نارینه خو هرومرو دومره شکایت کوي یو څه خو وايي، که بله لاره نه وي ټولنیزې شبکې خو فعالې دي، له دې لارې هم پوسټونه کولی شي چې زما د کورنۍ غړې بندي شوې ده؛ نو داسې کوم ښکاره شواهد نشته چې له ښځو سره دې ظلم او جبر شوی وي. بله خوا چې زه فکر کوم په دې نږدې ورځو کې دا مسایل حل کېدونکي دي او دا ټول مسایل به حل شي.»

د پوهنتون استاد فیض ځلاند وايي: « ښه به دا وي چې اسلامي امارت، نړیوال او ملګري ملتونه په یوه درې ګوني  چوکاټ کې سره کېني تر څو وکولی شي په همدې درې ګوني چوکاټ کې د ورته بې باورۍ لپاره یوه د حل لاره پيدا کړي. په یوه اوږد مهاله چوکاټ کار وکړي، د باور فضا رامنځته کړي او د رسمیت پېژندنې په لاره پل کېدي.»

اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد شمشاد سره خبرو کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي ویاند ادعاوې رد کړې او وايي د حکومتي منسوبینو لخوا هېڅ کومه ښځه نه ده نیول شوې او په دې تړاو ادعاوې بې اساسه دي.

مجاهد وايي: « په دې اړه موږ نور ځواب نه وایو، ځکه بیا بیا دا موضوع رد شوې ده او واقعیت نلري، دلته نیول نشته نه څوک بندیان دی، دا خبرې چې هر چا کړي ټولې بې ځایه دي.»

دا په داسې حال کې ده چې د امر بالمعروف او نهې عن المنکر سرپرست وزیر تېره اونۍ په خوست کې يوې غونډې ته په وينا کې وویل، چې په کابل کې د بدحجابي په تور کومه ښځه نه ده نیول شوې، بلکې نیولې ښځې هغه سوالګرې وې چې له  بایومټریک وروسته بېرته خوشې شوې دي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي
افغانستان

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist