Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

سټولټنبرګ:افغان حکومت د هوايي ډګرونو امنیت مسوولیت اخېستو لپاره کلک تدابیر لري.

admin by admin
2021/06/14

 د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ ویلي، افغان حکومت د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته د هوايي ډګرونو د امنیت مسوولیت اخیستو لپاره کلک تدابیر لري.

سټولټنبرګ ویلي، د کابل نړیوال هوايي ډګر او بهرنیو سفارت خونو په ګډون د مهمو بنسټیزو تأسیساتو د امنیت د خوندي کولو پر سر خپلو متحدینو سره بحثونه کوي.

سټولټنبرګ زیاته کړه:« موږ په دې اړه چې د کابل نړیوال هوایي ډګر په څېر، مهم بنسټیز تأسیسات په څه ډول ساتلی او مراقبت‌یې کولای شو د ناټو له متحدینو سره په ګډ‌ه پرې کار کوو او په دې اړه مو کار پیل کړی دی. یو خوا دا هغه څه دي چې ناټو یې ملاتړ کوي او له بلې خوا موږ په دې اړه څېړنې کوو چې د ناټو متحدین څه ډول کولای شي چې په دې برخه کې مهم رول ولوبوي.»

د پوځي چارو یو شمېر شنوونکي بیا وايي،  ناټو او متحدین یې په افغانستان کې د مهمو تاسیساتو او هوايي ډګرونو د امنیت په تړاو اندیښنه لري.

په همدې حال کې د ملکي هوايي چلند اداره وايي٬ د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته د ټولو هوايي ډګرونو د مسولیت اخېستلو ته چمتو  دي او ددې بهیر له پیل څخه د یو شمېر هوايي ډګرونو مسولیت ورسپال شوی هم دی.

افغان حکومت وایي، د بهرنیانو له وتلو وروسته به هوایي ډګرونه، فعال او پر خپل حال پاتې وي.

 د ملي امنیت شورا ویلي، افغان ځواکونو ته د بهرنیو ځواکونو  د پوځي اډو او هوایي ډګرونو د انتقال پروسه له نږدې څاري او د مسوولیت اخېستلو ته یې بشپړ تدابیر لري.

ShareTweetShareSendSend

Related News

دفاع وزارت د کونړ په نورګل کې زلزله ځپلو ته نوي کورونه جوړ کړي
افغانستان

اگست 5, 2026
د هرات – کندهار لویې لارې ټرافیکي پېښو ټپیانو ته ۲۰ بستریز روغتون جوړ شو
روغتیا

هرات کې د یورولوژي ټولنې لومړنۍ علمي ناسته جوړه شوه

کونړ او نورستان کې تازه سېلابونو مرګ ژوبله او مالي زیانونه اړولي

ملګري ملتونه: افغانستان کې د ماشومانو خوارځواکۍ بحران مخ په زیاتېدو دی

کابل کې لومړی ځل د مالدارۍ او کرنیزو تولیداتو ملي او نړیوال نندارتون جوړیږي

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist