Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

سټاینر: که افغانستان کې د نجونو ښوونځيو پریکړه بدله نه شي ښایي نړیواله ټولنه دا هېواد هېر کړي 

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/03/30

د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام یا یو.این. ډي. پي مشر اکیم سټاینر په دوه ورځني سفر افغانستان ته راغلی و،تر څو د افغانستان راتلونکې په اړه له خلکو سره وګوري او په همدې  تړاو لومړیتوبونه په ګوته کړي.

سټاینر کابل کې له سوداګرو، پانګوالو، خبریالانو او د پوهنتونونو استادانو سره لیدلي، د دوی غوښتنې یې اورېدلي او ټاکل شوې ده،چې د افغانستان په تړاو د ملګرو ملتونو کنفرانس کې یې نړیوالې ټولنې ته ورسوي.

سټاینر زیاته کړه:« نړیواله ټولنه په راتلونکو ورځو کې د افغانستان په تړاو غونډه جوړوي،تر څو له افغانستان سره خپله ژمنتیا تازه کړي. په دې کنفرانس کې به د افغانستان اوسني بشري ناورین سره د مالي مرستو او د افغانستان پر اقتصادي بیارغونه به راتلونکې پانګونه وي. دا به په دې مانا وي،چې د افغانستان خلک د دې لپاره چې په خپله پیسې وګټي،بېړني ملاتړ ته اړتیا لري.» 

سټاینر د نجونو منځنیو ښوونځیو او لیسو تړل کېدو په تړاو وايي، دا ستونزه به نړیواله ټولنه دې ته اړه کړي،چې له اسلامي امارت سره پر خپل تعامل له سره کتنه وکړي. 

سټاینر  وايي،له د افغانستان حکومت په دې برخه کې د ښوونکو روزنې او د ودانیو رغولو تخنیکي ستونزې ولري، دوی ورسره مرستو ته چمتو دي.

سټاینر زیاتوي:« د افغانستان اوسنۍ رهبري باید په دې پوه شي،چې نړیواله ټولنه ډېره ژر خپله توجه د نړی نورو بحرانونو ته اړولی شي. نور لومړیتوبونه د ځان لپاره ټاکلی شي او نور له افغانستان سره تعامل ته ادامه ورنه کړي. داسې یو حالت ته باید اجازه ورنه کړل شي. » 

په ورته وخت کې سټاینر وايي،  د افغانستان خلکو اوسنۍ ستونزې یوازې د وروستیو سیاسي بدلونونو له امله نه،بلکې وروستی جګړې، کورونا وبا او وچکالي نور هغه عوامل دي،چې بیېوزلي یې د کلیو سربېره اوس ښاورنو ته هم غځولې ده.

د سټاینرر په وینا، اوس کې افغانانو ته تر ټولو لویه ستونزه دا ده،چې د هېواد مرکزي بانک په سم ډول فعالیت نه لري او خصوصي بانکونه خلکو ته پیسې نه شي ورکولی،ترڅو اقتصادي فعالیتونه وکړي.

هغه زیاتوي:«  دا باید په یاد ولرو،چې د افغانستان راتلونکې دې پورې تړلې ده،چې د افغانستان پر خلکو پانګونه وشي. خلکو ته باید د دې وړتیا ورکړل شي، په خپله په با عزته  توګه روزي وګټي. د افغانانو پر وړو ستونزو چې د بريښنا نشتون او د مارکیټ سقوط دی،توجه وشي او پر لویو ستونزو خبرې وشي.» 

د یو ان ډي پي مشر همداراز وايي، د ملګرو ملتونو په توګه به نړیواله ټولنه دې ته وهڅوي،چې افغانستان هېر نه کړي او له دې هېواد سره خپلو بشري مرستو ته دوام ورکړي.

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

د غیر معیاري خوراکي توکو او درملو د مخنیوي قانون توشېح شو
افغانستان

د غیر معیاري خوراکي توکو او درملو د مخنیوي قانون توشېح شو

جولای 9, 2026
د چاپیریال ساتنې عمومي اداره: ټول هېواد کې له ۱۵ میلیونه ډېر نیالګي کېنول شوي
افغانستان

د چاپیریال ساتنې عمومي اداره: ټول هېواد کې له ۱۵ میلیونه ډېر نیالګي کېنول شوي

جولای 9, 2026
د کډوالو چارو وزیر د ملګرو ملتونو له جګ پوړو استازو سره د کډوالو پر ستونزو غږېدلی
افغانستان

د کډوالو چارو وزیر د ملګرو ملتونو له جګ پوړو استازو سره د کډوالو پر ستونزو غږېدلی

جولای 9, 2026
کورنیو چارو وزارت په لومړي ځل د ډي‌اېن‌اې سیسټم فعال او ګټه اخستنې ته وسپاره
افغانستان

کورنیو چارو وزارت په لومړي ځل د ډي‌اېن‌اې سیسټم فعال او ګټه اخستنې ته وسپاره

جولای 9, 2026
ملګرو ملتونو د خبرو له لارې د کابل – اسلام اباد د اختلافونو هواري غوښتنه کړې
افغانستان

ملګرو ملتونو د خبرو له لارې د کابل – اسلام اباد د اختلافونو هواري غوښتنه کړې

جولای 9, 2026
د ملي لوبغاړي شاه پور ځدراڼ جنازه په کابل کې خاورو ته سپارل کېږي
افغانستان

د ملي لوبغاړي شاه پور ځدراڼ جنازه په کابل کې خاورو ته سپارل کېږي

جولای 9, 2026

وروستي خبرونه

د غیر معیاري خوراکي توکو او درملو د مخنیوي قانون توشېح شو

د غیر معیاري خوراکي توکو او درملو د مخنیوي قانون توشېح شو

جولای 9, 2026
د چاپیریال ساتنې عمومي اداره: ټول هېواد کې له ۱۵ میلیونه ډېر نیالګي کېنول شوي

د چاپیریال ساتنې عمومي اداره: ټول هېواد کې له ۱۵ میلیونه ډېر نیالګي کېنول شوي

جولای 9, 2026
د اقینې او حیرتان بندرونو ترمنځ د اوسپنې پټلۍ غځولو چارې پیل شوې

د اقینې او حیرتان بندرونو ترمنځ د اوسپنې پټلۍ غځولو چارې پیل شوې

جولای 9, 2026
د کډوالو چارو وزیر د ملګرو ملتونو له جګ پوړو استازو سره د کډوالو پر ستونزو غږېدلی

د کډوالو چارو وزیر د ملګرو ملتونو له جګ پوړو استازو سره د کډوالو پر ستونزو غږېدلی

جولای 9, 2026
کورنیو چارو وزارت په لومړي ځل د ډي‌اېن‌اې سیسټم فعال او ګټه اخستنې ته وسپاره

کورنیو چارو وزارت په لومړي ځل د ډي‌اېن‌اې سیسټم فعال او ګټه اخستنې ته وسپاره

جولای 9, 2026
ملګرو ملتونو د خبرو له لارې د کابل – اسلام اباد د اختلافونو هواري غوښتنه کړې

ملګرو ملتونو د خبرو له لارې د کابل – اسلام اباد د اختلافونو هواري غوښتنه کړې

جولای 9, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist