Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

سيګار: افغانستان کې درې میلیونه نجونې ښونځيو ته د تګ اجازه نه لري 

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/11/05

د افغانستان بیارغونې  لپاره د امریکا متحده ایالتو ځانګړې پلټونکې ادارې (سیګار) د یونېسف دمالوماتو له‌مخې په خپل راپور کې ویلي،چې واک ته د اسلامي امارت له رسیدو وروسته د ښونځیو د تړل کیدو له امله تر اوسه ۳ میلیونه نجونې له زده کړو پاتې دي.

د سيګار راپور یوه برخه:« یونیسف په خپل راپور کې ویلي،چې افغانستان کې درې میلیونه نجونې چې مخکې ښوونځیو ته تللې اوس یې پر مخ ښوونځي تړل شوي. له تېر یوه کال راهیسې چې طالبان پر افغانستان واکمن شوي، زده کړو ته د نجونو حق نقض شوی دی.»     

د سیاسي چارو تحلیل کوونکي وايي، زده کړې د ټولو حق دی او اسلامي امارت دې د ولس په وړاندې خپل مسوولیت ادا کړي او نور دې د نجونو پرمخ د ښوونځیو دروازې پرانیزي.

سیاسي فعاله روح ګل افغان وايي:« اسلامي امارت دې خپل مسوولیت په ملي او نړیواله کچه ادا کړي  او د ژر تر ژره دې د نجونو پر مخ د ښوونځيو دروازې خلاصې کړي.» 

د ښونځيو تړل کیدو پریکړې عام افغانان ناهیلي کړي او پر اسلامي‌امارت یې د نړیوالو نیوکې او فشارونه زیات کړي دي. 

د سیاسي چارو شنونکي وايي، غوښتنه یې دا ده،چې سرپرست حکومت دې د ښوونځيو په اړه پرېکړه وکړي او د ښوونیز بهیر نور ځنډول بدې پایلې لرلی شي او د هېواد سیاسي او اقتصادي ثبات ننګوي.

د سیاسي چارو تحلیل کوونکی طارق فرهادي وايي:« د ښوونځیو بیا پرانېستل د افغانانو لپاره یو حتمي امر دی. بین الافغاني خبرې اترې دو درې کاله وخت نیسي او پایله به یې هم هغه څه نه وي،چې موږ یې تصور لرو. »

مدني فعاله مریم نایبي وايي:« د نجونو ښوونځیو په تړاو د طالبانو پرېکړه د افغانانو په حق کې یوه لویه جفا او خیانت دی او ځوان نسل به د طالبانو دې دورې ته د تورې دورې نوم ورکړي. خلک به طالبان د اوسني کړکېچ چې ورځ تر بلې په زیاتېدو دی مسوول وګڼي.» 

اسلامي امارت  تر اوسه پورې یاد راپور ته غبرګون نه دی ښودلی،خو تر دې وړاندې مسوولینو په وار وار ډاډ ښودلی  دی،چې د نجونو ښوونځيو د بېرته پرانېستلو لپاره یې ګډه کمېټه ټاکلې او هڅه کوي،یو طرزالعمل جوړ او ښوونځي پرانیزي.

د سېګار دغه راپور داسې مهال خپریږي،چې له ۴۰۰ زیاتې ورځې کېږي،چې له شپږم ټولګي پورته د نجونو پرمخ د ښوونځيو دروازې تړل شوي،خو تراوسه يې د خلاصون په اړه اسلامي امارت کوم اقدام نه دی کړی.

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

پر افغان خاوره د پوځي رژیم بریدونو ته نړیوال غبرګونونه؛ غندنې او اندېښنې
افغانستان

د روسیې بهرنیو چارو وزارت: کابل او اسلام اباد دې ستونزې د ډېپلوماسۍ له لارې هوارې کړي

جولای 2, 2026
دفاع وزارت بلوچستان او خیبرپښتونخوا کې د داعش پر روزنیزو مرکزونو هوايي بریدونه کړي
افغانستان

دفاع وزارت بلوچستان او خیبرپښتونخوا کې د داعش پر روزنیزو مرکزونو هوايي بریدونه کړي

جولای 2, 2026
حنفي: ګاونډي هېوادونه دې خپله ابادي د نورو هېوادونو په تخریب کې نه لټوي
افغانستان

حنفي: ګاونډي هېوادونه دې خپله ابادي د نورو هېوادونو په تخریب کې نه لټوي

جولای 2, 2026
خواله رسنۍ؛ د غوره فرصتونو که جدي ستونزو سرچینې
افغانستان

خواله رسنۍ؛ د غوره فرصتونو که جدي ستونزو سرچینې

جولای 1, 2026
د اهل تشیع عالي کمیسیون د عاشورا مراسمو امنیت له امله  د اسلامي امارت هڅې وستایلې
افغانستان

د اهل تشیع عالي کمیسیون د عاشورا مراسمو امنیت له امله د اسلامي امارت هڅې وستایلې

جولای 1, 2026
خلیلزاد: په پاکستان کې د داعش پټنځایونه د سیمې او نړۍ امنیت ته ستر ګواښ دی
افغانستان

خلیلزاد: اسلام اباد له کابل سره د ډېپلوماټیک تعامل په ځای تاوتریخوالی غوره کړی

جولای 1, 2026

وروستي خبرونه

پر افغان خاوره د پوځي رژیم بریدونو ته نړیوال غبرګونونه؛ غندنې او اندېښنې

د روسیې بهرنیو چارو وزارت: کابل او اسلام اباد دې ستونزې د ډېپلوماسۍ له لارې هوارې کړي

جولای 2, 2026
یوه بهرني شرکت افغانانو ته د مالي خدمتونو وړاندې کولو لپاره بانکي فعالیت پیل کړ

یوه بهرني شرکت افغانانو ته د مالي خدمتونو وړاندې کولو لپاره بانکي فعالیت پیل کړ

جولای 2, 2026
دفاع وزارت بلوچستان او خیبرپښتونخوا کې د داعش پر روزنیزو مرکزونو هوايي بریدونه کړي

دفاع وزارت بلوچستان او خیبرپښتونخوا کې د داعش پر روزنیزو مرکزونو هوايي بریدونه کړي

جولای 2, 2026
کابل کې د صنعت او معدن اوونۍ پنځم نړیوال نندارتون پرانستل شو

کابل کې د صنعت او معدن اوونۍ پنځم نړیوال نندارتون پرانستل شو

جولای 2, 2026
حنفي: ګاونډي هېوادونه دې خپله ابادي د نورو هېوادونو په تخریب کې نه لټوي

حنفي: ګاونډي هېوادونه دې خپله ابادي د نورو هېوادونو په تخریب کې نه لټوي

جولای 2, 2026
ننګرهار کې د هېواد په کچه د څارویو درملنې مجهز روغتون پرانستل شو

ننګرهار کې د هېواد په کچه د څارویو درملنې مجهز روغتون پرانستل شو

جولای 1, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist