Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

سياسي فعالان : بلخ کې د سياسي، تنظيمي او قومي سليقو له مخې ګمارنو امنيتي ادارې تضعيف کړې دي

admin by admin
2020/10/14

د بلخ يو شمېر وکيلان او سياسي فعالان وايي، د امنيتي ارګانونو په ليکو کې د سياسي، تنظيمي او سليقوي مسايلو پر اساس ګمارنې د دې سبب شوي، چې ورځ تر بلې امنيتي ننګونې زياتې شي.

بلخ کې يو شمېر وکيلان او سياسي فعالان وايي، چې د سياسي، تنظيمي او قومي سليقو له مخې ګمارنو سره امنيتي ادارې تضعيف شوې دي.

دغه اندېښنې وروسته له هغې راپورته کېږي، چې څو ورځې وړاندې دويم څارن احمد سير مجاهد د رتبې په تعديل سره د بلخ ولسوالۍ د سرپرست امنيه قوماندان وټاکل شو.

۲۴ کلن احمد سير د سمونوال عبدالودود مجاهد زوی دی، چې له ده وړاندې يې پلار څه باندې ۱۵ کاله د همدې ولسوالۍ د امنيه قومندان په توګه دنده ترسره کړې وه.

د ولسي جرګې غړي وايي، چې د امنيتي څوکيو په ميراثي کېدو سره د خلکو او حکومت تر منځ فاصله نوره هم زياتېدای شي.

په ولسي جرګه کې د بلخ د خلکو استازی  ګل رحمان همدرد وایي، ((زموږ هیله او ارزو داده چې زموږ ملي او امنیتي ارګانونه باید د سیاسیون له مداخلي څخه خوندي پاتې شي. که د سیاسیون مداخله په پولیسو کې وي او په اساس د یو حزب راځي، هغوی بیا خلکو سره هم ګوندي او قومي برخورد کوي. دغه وجه ده چې ولسونه ناراضه دي.))

په ورته مهال يو شمېر سياسي فعالان هم وايي، چې حکومت بايد په امنيتي پوستونو کې د تعهد، تخصص او تجربې پر اساس ګمارنې وکړي.

خو د بلخ د ولايتي شورا رييس افضل حديد بیا وايي، چې د بلخ ولسوالۍ لپاره نوی ټاکل شوی قومندان نظامي تجربه لري او ياد مسووليت په ښه ډول ترسره کولای شي.

په ورته مهال، د بلخ ولايت امنيه قومانداني هم تاييدوي، چې د بلخ ولسوالۍ د امنيه قومندانۍ بست د سمونوال لپاره دی، چې د خلکو په غوښتنه او د مسوولينو د لزوم ديد له مخې دويم څارن احمد سير مجاهد د رتبې په تعديل سره ورته ګمارل شوی دی.

موږ په دې تړاو د دويم څارن احمد سير مجاهد د نظر اخيستو هڅه هم وکړه؛ خو بريالي نشوو.

بلخ ولسوالۍ د بلخ ولايت له مهمو او لویو ولسواليو څخه ده، چې دې وروستيو کې یې امنيتي وضعيت تر بل هر وخت ډېر خراب شوی دی.

ShareTweetShareSendSend

Related News

پاکستان او ترکمنستان ټاپي پروژه د شریکو هېوادونو د اړيکو لپاره حياتي بللې
اقتصاد

ترکمني چارواکو د ټاپي پروژې د پرمختګونو ارزونه کړې

اگست 4, 2026
بلوڅ ازادي غوښتونکو تېره میاشت پر پاکستاني ځواکونو ۵۰ پوځي عملیات ترسره کړي
نړۍ

بلوڅ ازادي غوښتونکو تېره میاشت پر پاکستاني ځواکونو ۵۰ پوځي عملیات ترسره کړي

اگست 4, 2026
د کرنې وزارت جګ پوړي پلاوي اروپا ته رسمي سفر پيل کړ
افغانستان

د کرنې وزارت جګ پوړي پلاوي اروپا ته رسمي سفر پيل کړ

اگست 4, 2026
ملابرادر: حکومت به نورستان کې د سېلاب ځپلو کورنیو ستونزې حل کړي
افغانستان

ملابرادر: حکومت به نورستان کې د سېلاب ځپلو کورنیو ستونزې حل کړي

اگست 4, 2026
پکتیا کې د «اریوب پریمیرلیګ» سیالیو اووم پړاو پای ته ورسېد
لوبې

پکتیا کې د «اریوب پریمیرلیګ» سیالیو اووم پړاو پای ته ورسېد

جولای 30, 2026
د کندهار ملي موزیم په یوه تاریخي ودانۍ کې په نوې بڼه پرانستل شو
فرهنگ او هنر

د کندهار ملي موزیم په یوه تاریخي ودانۍ کې په نوې بڼه پرانستل شو

جولای 30, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist