Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

سور صلیب: تېرو لسو ورځو کې مو له څلور زرو د زیاتو ټپيانو درملنه کړې

admin by admin
2021/08/11

د سور صلیب نړیواله کمېټه وايي، په  تیرو لسو ورځو کې د جګړو له امله څه باندې څلور زره  ملکي ټپيان راوړل شي او درملنه یې شوې ده. 

یاده کمېټه وايي، دا د تاوتریخوالي د زیاتوالي ثبوت ښوونه کوي او د جګړې له ښکېلو اړخونو د تاوتریخوالي کموالي او د روغتونونو خوندي ساتلو غوښتنه  کوو.  

 د سور صلیب نړیواله کمېټه:« د اګسټ له لومړۍ نیټې څخه په هغو ۱۵مرکزونو کې، چې سور صلیب ورسره مرسته کوي، ۴۰۴۲ تنه چې په وسله ټپیان شوي، درملنه یې شوې ده. دا موضوع د تاوتریخوالي شدت ښیې.»

سور صلیب وایي، جګړې زرګونه کورنۍ د خپلو مینو پرېښودو ته اړې کړي او ټینګار یې کړی،چې دا وضعیت باید پای ومومي.

د سور صلیب نړیواله کمېټه:« موږ ګورو، چې کورونه ویجاړیږي، روغتیایي کارکوونکي او ناروغان په خطر کې دي، روغتونونه او د اوبو او برېښنا تاسیسات زیانمن کېږي، په ښارونو کې د وسلو کارونه، له اصلي موخو وراخوا پر ملکیانو بد اغیز لري، ډېری کورنۍ، خوندي ځایونو ته له تیښتې پرته بله هېڅ لاره نه لري. دا وضعیت باید پای ته ورسیږي.»

سور صلیب نړیوالې کمېټې  په ګڼ میشتو سیمو کې د ملکیانو خوندېتوب په موخه د جګړې پر مخنیوي ټینګار کړی دی.

یاده کمېته زیاتوي، دوی او سرې میاشتې ټولنې یوازې په جولای میاشت کې د جګړې ۱۳۰۰ ټپیانو سره مرسته کړې او د روغتیایي مرکزونو، کارکوونکو او امبولانسونو په خوندیتوب یې ټینګار کړی دی.

سور صلیب دغه راز غوښتنه کړې، چې دوی، سره میاشت او نورو بشري بنسټونو ته دې اجازه ورکړل شي، چې ټپیان ولېږدوي او اړمنو ته بېړنۍ مرستې چمتو کړي. 

ShareTweetShareSendSend

Related News

پکتیا کې د «اریوب پریمیرلیګ» سیالیو اووم پړاو پای ته ورسېد
لوبې

پکتیا کې د «اریوب پریمیرلیګ» سیالیو اووم پړاو پای ته ورسېد

جولای 30, 2026
د کندهار ملي موزیم په یوه تاریخي ودانۍ کې په نوې بڼه پرانستل شو
فرهنگ او هنر

د کندهار ملي موزیم په یوه تاریخي ودانۍ کې په نوې بڼه پرانستل شو

جولای 30, 2026
د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې
افغانستان

د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې

جولای 30, 2026
د بښنې نړیوال سازمان: پاکستان باید جمو او کشمير کې د خلکو غوښتنې ومني
نړۍ

د بښنې نړیوال سازمان: پاکستان باید جمو او کشمير کې د خلکو غوښتنې ومني

جولای 30, 2026
ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستیو طبیعو پېښو بشري وضعیت سخت کړی
افغانستان

ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستیو طبیعو پېښو بشري وضعیت سخت کړی

جولای 30, 2026
عزیزي: دا مهال هېواد کې له ۶ زرو ډېرې تولیدي فابریکې فعالیت لري
اقتصاد

عزیزي: دا مهال هېواد کې له ۶ زرو ډېرې تولیدي فابریکې فعالیت لري

جولای 30, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist