Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
سوداګر: د نوري فایبر پرېکېدو پر بانکي سیسټم او سوداګرۍ منفي اغېز کړی

سوداګر: د نوري فایبر پرېکېدو پر بانکي سیسټم او سوداګرۍ منفي اغېز کړی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/09/24

په یو شمېر ولایتونو او ځانګړې توګه بلخ، کندهار او ننګرهار کې د نوري فایبر انټرنېټ د پرې کېدو شاوخوا پنځه ورځې تېرېږي.

د شمشاد معلومات او راپورونه ښيي چې په یو شمېر ولایتونو او په ځانګړې توګه ننګرهار کې د نوري فایبرانټرنېټ د پرې کېدو او د مخابراتي شبکو د کیفیت کمزوري کېدو له امله، د بانکوالۍ سیسټم ګډوډ شوی او دې کار د سوداګرۍ چارې هم ټکنۍ کړې دي.

تازه یوه شمېر سوداګر په سوداګرۍ، اقتصاد او ورځني ژوند کې د نوري فایبر انټرنېټ ونډه او ارزښت مهم ګڼي او اندېښنې ښیي چې د دې کېبل پرې کېدل به ناوړه پایلې ولري.

سوداګر عبدالجبار صافی وايي: « انټرنېټ د هر ډول سوداګرۍ په برخه کې مثبت رول لوبوي او که خدای مه کړه انټرنېټ بند شي، خلک به له ډېرو مشکلاتو سره مخ شي. موږ له اسلامي امارت غوښتنه کوو په یو شمېر هغو برخو کې چې افغانستان ته اقتصادي ستونزې پیدا کوي، د انټرنېټ پر پرې کولو له سره کتنه وکړي. د نوري فایبر انټرنېټ افغانستان ته په اقتصادي برخه کې مثبت رول لري.»           

یو شمېر اقتصادي کارپوهان بیا وایي، اوسنۍ نړۍ کې انټرنېټ له دولتي چارو پرمخ ‌وړلو نیولې تر روغتیایي، تعلیمي، تحصیلي او سوداګریزو برخو پورې په هر څه کې مهم او ارزښتناک رول لري او په خبره یې، له انټرنېټ پرته به پرمختګ ټکنی او ستونزمن وي.

د اقتصادي چارو شنونکی سید مسعود وايي: « زه فکر کوم بانکي سیسټم، د بانکونو انټرنېټي چارې، هوايي کرښې او د سترو سوداګریو انټرنېټي کرښې په اوسنیو شرایطو کې د کار اساسي عناصر دي. انټرنېټ په خپل ذات کې بد شی نه دی، هم ښه او هم بده ګټه ترې پورته کېدای شي؛ د تړلو په ځای باید کنټرول شي. دولت باید انټرنېټ د غوره ګټه اخستنې په لوري هدایت کړي.»        

ومو غوښتل په دې اړه د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت، اترا ادارې او افغانستان بانک د مسوولینو نظر له ځان سره ولرو، خو زموږ اړیکو ته یې ځواب را نه کړ. یو شمېر نور شنونکي په ورځني ژوند کې د انټرنېټ رول او کارولو ته په پام له حکومت غواړي چې هر څومره ژر کېدای شي، دغه بندیزونه لرې کړي.

د اقتصادي چارو شنونکی محمد یونس ځدراڼ وايي: « انټرنېټ د روغتیا په برخه کې له یوهېواد څخه بل هېواد ته د طبي معایناتو استولو، د هوايي چلند په برخه کې لکه د الوتکو ټيکټونه او د تجارت په برخه کې د آنلاین خرید او فروش لپاره کارول کېږي.»

د اقتصادي چارو شنونکی نورالله عزیز وايي: « که حاکم نظام په دې برخه کې پر خپلو پالیسیو بیا کتنه وکړي، دا به د ډېرو خلکو لپاره هغه فرصتونه پرځای پرېږدي چې دوی ترې عواید ترلاسه کوي.»  

دا په داسې حال کې ده چې د کندهار د مخابراتو ریاست مسوولین وایي، په دې ولایت کې عام‌المنفعه خدمتونو ته د لاسرسي او اسانتیاوو رامنځته کولو په موخه، بانکونو او دفترونو ته د « پاینټ ‌تو ‌پاینټ» انټرنېټ سیسټم بېرته فعال شوی دی.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا د افغانستان روان وضعیت او شته محدودیتونو په تړاو خبرې کوي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist