Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
سوداګر: د راستنېدونکو کډوالو په موټرو کې د پاکستاني مېوو راتګ مخنیوی دې وشي

سوداګر: د راستنېدونکو کډوالو په موټرو کې د پاکستاني مېوو راتګ مخنیوی دې وشي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/11/18

وروسته له هغې چې پاکستان د افغان سوداګرو پرمخ سوداګریزې لارې وتړلې، اوس مهال  په کور دننه د مېوو نرخونه راټیټ شوي او په هېواد کې په اسانۍ د لاس رسي وړ دي.
د جلال اباد ښار منډوي کې د هېواد تازه مېوې ارزانه او ډېرې دي، خو په ورته مهال ځینې پاکستانۍ میوې هم ترلاسه کېږي چې د خلکو په خبره په قچاقي ډول را وړل شوې دي.

د تازه مېوو کاروباري هجرت الله وايي: « دا امروت او کینو له هغه ځایه د کډوالو په موټرو کې اچوي او تر تورخم یې را اړوي؛ په تورخم کې په یوه مارکېټ کې ځای پرځای کېږي او بیا په هغو موټرو کې تر ښارونو راوړل کېږي چې له تورخم بېرته راګرځي. دا په داسې حال کې ده چې زموږ مېوې ټولې خوسا شوې»

د تازه مېوو کاروباري عارف وايي: « د پاکستان امروت او کېلې راځي او په ښه بیه خرڅېږي، باید زموږ سوداګرو ته هم لاره خلاصه شي یا یې بلکل مخه ونیول شي. نه پوهېږو په کومه لاره راځي او ولې راځي.»

ننګرهار کې  د تازه مېوه جاتو او سبزیجاتو اتحادیې مسوولین او سوداګر وايي، د پاکستان مالټې او امروت د کډوالو په موټرو کې را اړول کېږي او مسوولین یې باید د قاچاق مخه ونیسي.

ننګرهار کې د تازه مېوو او سبزیجاتو اتحادیې مرستیال ستانه ګل شېرزاد وايي: « د تورخم په مسوولینو غږ کوم چې کله زموږ مېوه او سبزي هغې خواته نه پرېښودل کېږي، باید د دوی د مېوې او سبزۍ مخه هم ونیول شي. دا زموږ د تجارت او ملت دواړو په تاوان دی.»

د تازه مېوو سوداګر نورمحمد وايي: « دا مېوې په کانټینرو کې له کډو سره را اړوي. اسلامي امارت باید د دې مخه ونیسي. ځینې وطن پلورونکي دا کار کوي، حال دا چې زموږ مېوه هلته نه شي تللی.»
د مېوو پلورونکي او سوداګر په قاچاقي ډول له پاکستانه د تازه مېوو را اړولو ادعا داسې مهال کوي چې تازه د سرحدي پولیسو لوی ریاست ډاډ ورکړی چې پر ډیورنډ فرضي کرښه پرتو لارو کې پلټنې جدي شوې او هېچاته اجازه نه ورکول کېږي چې له پاکستانه مېوې او یا نور توکي په قاچاقي ډول را  واړوي.
د سرحدي پولیسو ویاند عابد الله فاروقي وايي: « تېره شپه او ورځ د اسلامي امارت سرحدي ځواکونو د کډوالو په موټرو کې د مېوو او درملو د را اړولو هڅې شنډې کړې دي. د سرحدي پولیسو ټول منسوبین د خپل مسوولیت په ساحو کې هر ډول چمتوالی لري او هېچا ته اجازه نه ورکوي چې د اسلامي امارت قوانین او پرېکړې نقض کړي.»

په ورته مهال، د جلال اباد اوسیدونکي بیاغوښتنه کوي چې خلک باید د پاکستانيو مېوو په ځای افغاني مېوې او سبزیجات وپېري، ترڅو په خبره يې، د افغان سوداګرو او بڼوالو د زیان مخنیوی وشي.
د جلال اباد ښار اوسېدونکی حبیب الله وايي: « اوس زموږ کورنۍ مېوې ډېرې ارزانه دي، هېوادوال یې باید واخلي، ترڅو یې زموږ بڼوالو او سوداګرو ته ګټه ورسېږي.»

د جلال اباد اوسېدونکی عبد الله وايي: « موږ باید د خپل هېواد مېوې وکاروو، ترڅو یې ګټه زموږ خپل بزګر ته ورسېږي. زه له خلکو غوښتنه کوم چې کورنۍ مېوې واخلي.»

دا لومړی ځل نه دی چې خلک د پاکستانيو مېوو په ځای د کورنیو مېوو د کارولو غوښتنه کوي بلکې له دې مخکې هم په ځلونو افغان سوداګرو، بڼوالو او مسوولینو له خلکو غوښتي چې په خپلو مراسمو کې له افغاني مېوو استفاده وکړي.


شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ننګرهار: له ښوونځیو تازه فارغ شوي زده کوونکي د لوړو زده کړو لا زیات فرصتونه غواړي
افغانستان

ننګرهار: له ښوونځیو تازه فارغ شوي د لوړو زده کړو لا زیات فرصتونه غواړي

جون 19, 2026
د بلخ پولیسو او ټرافیکو ته نوي موټرسایکلونه ووېشل شول
افغانستان

د بلخ پولیسو او ټرافیکو ته نوي موټرسایکلونه ووېشل شول

جون 18, 2026
یونس مومند افغانستان لپاره د اقتصادي پراختیا او نړیوالې سوداګرۍ فډرالي ټولنې استازی ټاکل شوی
افغانستان

یونس مومند افغانستان لپاره د اقتصادي پراختیا او نړیوالې سوداګرۍ فډرالي ټولنې استازی ټاکل شوی

جون 18, 2026
د معاصر تاریخ، ادب، فولکلور او ژورنالېزم وتلی شخصيت حبیب‌الله رفیع هېواد ته راستون شو
افغانستان

د معاصر تاریخ، ادب، فولکلور او ژورنالېزم وتلی شخصيت حبیب‌الله رفیع هېواد ته راستون شو

جون 18, 2026
یونیسف: د میلیونونه افغان ماشومانو روغتیا، زده کړې او ژوند د طبیعي پېښو له خطر سره مخ دي
افغانستان

یونیسف: د میلیونونه افغان ماشومانو روغتیا، زده کړې او ژوند د طبیعي پېښو له خطر سره مخ دي

جون 18, 2026
کاکړ: د پاکستان غلطو پالیسیو افغانان ناراض او غوسه کړي دي
افغانستان

کاکړ: د پاکستان غلطو پالیسیو افغانان ناراض او غوسه کړي دي

جون 18, 2026

وروستي خبرونه

ننګرهار: له ښوونځیو تازه فارغ شوي زده کوونکي د لوړو زده کړو لا زیات فرصتونه غواړي

ننګرهار: له ښوونځیو تازه فارغ شوي د لوړو زده کړو لا زیات فرصتونه غواړي

جون 19, 2026
د بلخ پولیسو او ټرافیکو ته نوي موټرسایکلونه ووېشل شول

د بلخ پولیسو او ټرافیکو ته نوي موټرسایکلونه ووېشل شول

جون 18, 2026
تخار کې په لومړي ځل د مالګې معیاري پروسېس کارخونه جوړېږي

تخار کې په لومړي ځل د مالګې معیاري پروسېس کارخونه جوړېږي

جون 18, 2026
یونس مومند افغانستان لپاره د اقتصادي پراختیا او نړیوالې سوداګرۍ فډرالي ټولنې استازی ټاکل شوی

یونس مومند افغانستان لپاره د اقتصادي پراختیا او نړیوالې سوداګرۍ فډرالي ټولنې استازی ټاکل شوی

جون 18, 2026
د معاصر تاریخ، ادب، فولکلور او ژورنالېزم وتلی شخصيت حبیب‌الله رفیع هېواد ته راستون شو

د معاصر تاریخ، ادب، فولکلور او ژورنالېزم وتلی شخصيت حبیب‌الله رفیع هېواد ته راستون شو

جون 18, 2026
یونیسف: د میلیونونه افغان ماشومانو روغتیا، زده کړې او ژوند د طبیعي پېښو له خطر سره مخ دي

یونیسف: د میلیونونه افغان ماشومانو روغتیا، زده کړې او ژوند د طبیعي پېښو له خطر سره مخ دي

جون 18, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist