Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
سوداګر او موټر چلوونکي د حیرتان بندر د سړکونو جوړېدو غوښتنه کوي

سوداګر او موټر چلوونکي د حیرتان بندر د سړکونو جوړېدو غوښتنه کوي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/02/03

د حیرتان سوداګریز بندر یو شمېر سوداګر او موټرچلوونکي وايي، د حیرتان بندر په استراس شرکت کې د سوداګریزو توکو د تخلیې او بارګیرۍ برخې معیاري نه دي او د همدې خرابوالي له امله یې لاریو او نورو ټرانسپورټي وسایطو ته زیانمن رسېږي.

موټرچلونکی رحیم الله وايي: « یوازې زموږ لپاره نه بلکې د موټرو، لاریو او خلکو لپاره هم ستونزه ده. موږ په دې ساحه کې په ډېره سختۍ تېرېږو، که دا جوړ شي تګ راتګ به هم اسانه شي.»

موټرچلونکی احمد شاه وايي: « تاسو وینئ چې په دې لارو کې څومره کندې او ډنډونه جوړ دي. دا د بار لرونکو لاریو لپاره سخت زیان رسوي.»

په ورته مهال یو شمېر سوداګر ټینګار کوي چې که یادې لارې او تخنیکي برخې ورغول شي، نه یوازې به د سوداګرۍ بهیر چټک شي بلکې د موټرو زیانونه به هم راکم او د بندر د فعالیت کچه به لوړه شي.

دوی له اړوندو ادارو غواړي چې د حیرتان بندر د زېربناوو د پراختیا او بیارغونې لپاره جدي پاملرنه وکړي، ترڅو دا بندر وکولی شي د هېواد د مهمې سوداګریزې دروازې په توګه خپل ځای وساتي.

سوداګر حیات الله امیري وايي: « لارۍ او چلوونکي له ستونزو سره مخ دي، نه یوازې لاریو ته زیان رسېږي بلکې په ځنډ هم را رسېږي. دا سړک ډېر جمپونه او کندې لري او له دولت جدي غوښتنه کوو چې په معیاري توګه یې جوړ کړي.»

سوداګر ذبیح الله کهمردي وايي: « موږ جدي غوښتنه کوو چې د استراس سړک او په ځانګړې توګه د لومړي پورټ سړک په اساسي توګه جوړ کړي. تاسو پوهېږئ چې اوس له حیرتان بندر څخه د وارداتو او صادراتو کچه ډېره لوړه شوې او اړتیا ده چې زېربناوې یې هم اساسي جوړې شي.»

په همدې حال کې د حیرتان بندر استراس شرکت مسوولین خبر ورکوي چې روان کال يې د دې شرکت اړوند بېلابېلو برخو کې یو شمېر پروژې پلې کړې دي او په خبره یې، پلان لري چې راتلونکي کې هم د زېربنایي پروژو پراختیا ته ځانګړې پاملرنه وکړي.

د حیرتان بندر استراس شرکت رییس مولوي بسم الله مزاري وايي: « موږ کار پیل کړی، په هغو ځایونو کې جغل اچوو چې جغل اچونې ته اړتیا لري، په هغو ځایونو کې د کانکرېټ اچول پيل شوي چې کانکرېټ ته په کې اړتیا ده. همدارنګه په بندر کې د لویو هنګرونو جوړول او د رېل کرښو لپاره د نویو پټلیو جوړول پيل شوي دي. دغه راز نوي پورټونه او ځایونه به هم جوړ شي او هغه ستونزې به رفع شي چې له دې وړاندې موجودې وې.»

حیرتان بندر د افغانستان له مهمو سوداګریزو دروازو څخه شمېرل کېږي چې د منځنۍ اسیا له هېوادونو سره د وارداتو او صادراتو په برخه کې مهم رول لري.

دغه بندر د افغانستان او ازبېکستان ترمنځ د سوداګریزې راکړه ورکړې اساسي نښلونکې لاره ده او د خوراکي توکو، ساختماني موادو، تېلو، ماشينرۍ او نورو سوداګریزو اموالو د لېږد رالېږد مهمه دروازه ده.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

د ختیځ زون خلک د سیلانیانو له خوا د وسلو پر ګرځولو بندیز غواړي
افغانستان

د ختیځ زون خلک د سیلانیانو له خوا د وسلو پر ګرځولو بندیز غواړي

جون 3, 2026
د هلمند نهرسراج ولسوالۍ اوسېدونکي خپلو سیمو کې د عامه خدمتونو پراخېدل غواړي
افغانستان

د هلمند نهرسراج ولسوالۍ اوسېدونکي خپلو سیمو کې د عامه خدمتونو پراخېدل غواړي

جون 3, 2026
اوزبېکستان روانه میاشت د مرکزي او جنوبې اسیا ترمنځ د اتصال غونډه جوړوي
افغانستان

اوزبېکستان روانه میاشت د مرکزي او جنوبې اسیا ترمنځ د اتصال غونډه جوړوي

جون 3, 2026
افغان – ایراني چارواکو د دواړو هېوادونو د سوداګریزو اړیکو پر پراختیا خبرې کړې
افغانستان

افغان – ایراني چارواکو د دواړو هېوادونو د سوداګریزو اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

جون 3, 2026
افغانستان لپاره د چین او پاکستان استازي د ارومچي مذاکراتو پر پروسې غږېدلي
افغانستان

افغانستان لپاره د چین او پاکستان استازي د ارومچي مذاکراتو پر پروسې غږېدلي

جون 3, 2026
یوناما: د ا.ا بندیزونو مو بشري مرستې اغېزمنې کړي
افغانستان

شنونکي: یوناما له نړۍ سره د اړیکو ټینګولو کړکۍ ده، د ماموریت غځول یې د افغانستان په ګټه دي

جون 3, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist