Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
سوداګرۍ وزارت: د پاکستان بدیلو لارو موندلو کې پرمختګونه شوي

سوداګرۍ وزارت: د پاکستان بدیلو لارو موندلو کې پرمختګونه شوي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/11/16

افغانستان د خپل جغرافیايي موقیعت پر بنسټ د ټرانزیټ او سوداګرۍ له پلوه د منځنۍ او جنوبي اسیا ترمنځ د پله حیثیت لري او اوس حکومت هڅې پیل کړې دي چې افغانستان د سیمې هېوادونو ترمنځ په عملي توګه د سوداګرۍ او ټرانزیټ پر څلور لارې بدل کړي.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي، د چابهار بندر له لارې د افغانستان د سوداګرۍ او ټرانزیټ پیل یو سترعملي ګام دی چې په پلي کېدو سره به يې سوداګرو ته به بېلا بېلو برخو کې ګڼې اسانتیاوې برابرې شي.

د صنعت اوسوداګرۍ وزارت ویاند اخندزاده عبدالسلام جواد وايي: « د افغانستان اسلامي امارت تېرو تجربو ته په کتو او دغه راز له ټولو مهمه دا چې په عمل کې د سیمې د ټرانزیټ پر څلورلارې د افغانستان بدلولو لپاره، د چابهار بندر د فعالولو لپاره لاندې موخې لري: په محدودو لارو د افغانستان له تړاو څخه وتل، د افغانستان د صادراتو په بهیر کې د ځنډ نه راتګ، د هېواد په بازارونو کې د توکو د بیو کنټرول، په عمومي توګه د سوداګرو او تجارانو ستونزو ته رسېدنه کول، د ټرانزیټ په څلور لارې د افغانستان بدلول او آزادو اوبو ته د افغانستان لاسرسی. د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت د هڅو په پایله کې، د توکو د لېږد را لېږد په برخه کې ځینې سهولیتونه رامنځته شوي دي.»

په ورته مهال، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګوونې خونه هم خوښه ده چې د سوداګرۍ لپاره د پاکستان پرځای د نورو بدیلو لارو پر موندلو کار روان دی او په دې برخه کې پرمختګ هم شوی.

دوی دغه وايي، د ایران چابهار بندر د افغان سوداګرو د صادراتي او وارداتي اموالو لپاره غوره بدیله لارانتخاب شوې او په دې بندر کې د افغانانو لپاره ګڼې اسانتیاوې هم په پام کې نیول شوې دي.

د سوداګرۍ او پانګونې خونې د پالیسۍ مرستیال محمد انورعارفي وايي: « چابهار د پاکستان د لارو په بدل کې یوه ښه بدیله لار کېدلی شي. موږ کولی شو دغه بندر له هند او چین سره د سوداګرۍ لپاره وکاروو. له پاکستان سره زموږ ستونزه دا ده چې هغوی تجارت له سیاست سره غوټه کړی.»

په همدې حال کې، عام افغانان او واړه سوداګر د اسلامي امارت له دې پرېکړې هرکلی کوي او وايي، پاکستان تل له سوداګرۍ څخه سیاسي ګټه پورته کړې او د افغانستان د کرنیزو محصولاتو د صادراتو په وخت کې یې لارې تړلې او افغانان یې زیانمن کړي دي.

یو تن هېواد وال شاهدالرحمان پیر وايي: « دا ډېره په ځای پرېکړه کړه. زه د یوه کوچني کاروباري په توګه ویلی شم چې دا پرېکړه باید ډېره پخوا شوې وای او که شوې وای، اوس به له دغو ستونزو خلاص وای چې زموږ سوداګر ورسره مخ دي. د پاکستان د لارو بندېدو یوه بله ګټه دا ده چې د ډېرو بې کیفیته توکو له وارداتو به مخنیوی وشي.»

غلام حسین عمري وايي: « زما په ۳۰ کاله عمر کې هر کال دا خبره اورم چې تورخم او تورخم خلاص شو. که د دوی په خوښه دې کار ونه کړ، دوی تجارتي لارې بندې کړي. سمه ده چې لنډمهاله کې به موږ ته اقتصادي زیان وي، خو دا لاره دایمي بنده شي، افغانان به بدیلي لارې پیدا کړي او د دوی له انحصار به ځان وژغوري.»

بخت الله اظهار وايي: « دا کار باید ډېر پخوا شوی وای؛ ځکه له هره ورځ ستونزو څخه دا ښه ده چې بنده شي. اوس موږ په خپل هېواد کې ډېر څه لرو، که دلته کوم څه نه وي، نور هېوادونه شته دي چې موږ یې ترې وارد کړو.»

د صنعت او سوداګرۍ وزارت د معلومالوتو له مخې، په تېرو شپږو میاشتو کې له پاکستان سره د افغانستان د سوداګرۍ کچه ۱.۱ میلیارد ډالره وه، خو په همدې موده کې بیا له له ایران سره له ۱.۵

میلیارد ډالرو زیاته وه. د اقتصاد پوهانو په باور، د چابهار بندر له لارې له اقتصادي راکړه ورکړې سره به له ایران سره د سوداګرۍ دا کچه نوره هم لوړه شي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا د افغانستان روان وضعیت او شته محدودیتونو په تړاو خبرې کوي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist