Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
سهیل شاهین د اسلامي امارت استازي ته د څوکۍ سپارلو په تړاو د ملګرو ملتونو له بحث هرکلی کړی

سهیل شاهین د اسلامي امارت استازي ته د څوکۍ سپارلو په تړاو د ملګرو ملتونو له بحث هرکلی کړی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/05/07

په دې وروستیو کې داسې راپورونه خپاره شول چې ګواکې ملګرو ملتونو د سرپرست حکومت استازي ته په دې سازمان کې د افغانستان څوکۍ په اړه له ځينو چارواکو سره خبرې کړې.

تازه په قطر کې د اسلامي امارت شارژدافیر محمد سهیل شاهین چې په ورته وخت کې د سرپرست حکومت له خوا په ملګرو ملتونو کې د افغانستان استازيتوب ته هم نومول شوی، دا خبرې ښه اقدام ګڼي او وایي، له سرپرست حکومت سره د ستونزو حل او مثبت تعامل لپاره دې په ملګرو ملتونو کې د افغانستان څوکۍ ور وسپارل شي.

شاهین په ياد سازمان کې د اسلامي امارت د استازي موجوديت مهم بللی او په خبره يې، په دې توګه کېدای شي د افغانستان په اړه د نړيوالو موجوده اندېښنو ته معقول ځواب وويل شي.

شاهین په دې اړه وايي: « ملګري ملتونه هم باید د مسایلو د حل او مثبت تعامل په خاطر په ملګرو ملتونو کې د افغانستان څوکۍ اسلامي امارت ته وسپاري؛ ترڅو د ملګرو ملتونو پیغام د اسلامي امارت اړوند مشرانو ته او د اسلامي امارت د مشرانو پیغام د ملګرو ملتونو اړوند چارواکو ته په خپل وخت ورسېږي. دغه کار به د مسایلو په حل او توضېح کولو کې پرمختګ رامنځته کړي.»

سرپرست حکومت په کراتو له نړیوالې ټولنې غوښتي چې ملګرو ملتونو کې دې د افغانستان څوکۍ ور وسپاري، خو د څو کلونو په تېرېدو سربېره هم د حکومت دا غوښتنه نه ده منل شوې.

د سیاسي چارو شنونکي هم په ملګرو ملتونو کې سرپرست حکومت ته د افغانستان څوکۍ سپارل له هېوادونو سره د تعامل په زياتوالي کې مهمه بولي او دا کار د افغانستان او نړيوالو پر ګټه يادوي.

د سیاسي چارو شنونکی محمد سلیم پیګیر وايي: « هر وخت چې موږ په داخل کې اصلاحات راولو، یو قانونمند نظام ولرو، د نړیوالې ټولنې هغه فرمایشونه ومنو چې د افغانستان د خلکو او اسلام دین پر ګټه دي، زه باور لرم چې ملګري ملتونه به د افغانستان اسلامي امارت پر رسمیت وپېژني.» 

له دې سره، پوښتنه دا ده چې ولې تر اوسه دغه څوکۍ سرپرست حکومت نه ‌ده سپارل شوې او اساسي ستونزه څه ده؟

د چارو شنونکی توریالی ځاځی وايي: « طالبان باید د نړۍ د هېوادونو، ملګرو ملتونو او د خپل ولس مشروع غوښتنې ومني، ترڅو دغه ستره ستونزه حل شي. باید د نجونو د ښوونځیو دروازې پرانیستل شي.»

د نړیوالو اړیکو کارپوه نجیب الرحمن شمال وايي: « دا غوښتنه په داسې حال کې ده چې د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې د افغانستان په تړاو واحد لیدلوری نه شته، ترڅو د اسلامي امارت استازی په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د استازي په توګه ومني.»

ملګرو ملتونو او نړيوالې ټولنې د بشري حقونو تحقق، د مذاکراتو په پایله کې د ټول ‌ګډونه حکومت رامنځته کول، د نورو پر ضد د افغانستان خاورې نه کارېدل، له ترهګرۍ او نشه ‌يي توکو سره پرېکنده مبارزه او يو شمېر نور مهم شرطونو د حکومت د رسميت پېژندنې په موخه د اسلامي امارت پر مېز اېښي دي.

 د شنونکو باور دا دی چې په ملګرو ملتونو کې د افغانستان څوکۍ اوسني سرپرست حکومت ته سپارل هم ښايي د يادو شرطونو په منلو پورې تړل شوي وي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

د کانګرس غړي کانګو ته د افغان پناه‌غوښتونکو د لېږد په اړه مخالفت لري
افغانستان

د کانګرس غړي کانګو ته د افغان پناه‌غوښتونکو د لېږد په اړه مخالفت لري

مې 10, 2026
چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکه ګټه اخستنې ته وسپارل شوه
افغانستان

چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکه ګټه اخستنې ته وسپارل شوه

مې 7, 2026
پاکستان کې له یو میلیون زیاتو افغانانو ته د وتلو ورکړل شوی وخت پای ته ورسېد
افغانستان

د پاکستان بشري حقونو کمیسیون هلته د افغان کډوالو ځورولو پخلی وکړ

مې 7, 2026
جرمني: له افغانستان سره ډیپلوماټيکې اړیکې، د ښه‌ والي برعکس پخواني حالت کې دي.
افغانستان

جرمني: له افغانستان سره ډیپلوماټيکې اړیکې، د ښه‌ والي برعکس پخواني حالت کې دي.

مې 6, 2026
د خواجه اصف ادعا؛ هند د افغانستان له خاورې د پاکستان پر ضد استفاده کوي
افغانستان

د خواجه اصف ادعا؛ هند د افغانستان له خاورې د پاکستان پر ضد استفاده کوي

مې 6, 2026
کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
افغانستان

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026

وروستي خبرونه

د کانګرس غړي کانګو ته د افغان پناه‌غوښتونکو د لېږد په اړه مخالفت لري

د کانګرس غړي کانګو ته د افغان پناه‌غوښتونکو د لېږد په اړه مخالفت لري

مې 10, 2026
د هرات اختیارالدین کلا کې د ساینس او ټکنالوژۍ موزیم پرانستل شو

د هرات اختیارالدین کلا کې د ساینس او ټکنالوژۍ موزیم پرانستل شو

مې 7, 2026
تېر کال هلمند کې ۴۳۶ تنو ته مصنوعي غړي لګول شوي

تېر کال هلمند کې ۴۳۶ تنو ته مصنوعي غړي لګول شوي

مې 7, 2026
بلخ کې د کیمیاوي سرې یوې کارخونې تولید پیل کړ

بلخ کې د کیمیاوي سرې یوې کارخونې تولید پیل کړ

مې 7, 2026
چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکه ګټه اخستنې ته وسپارل شوه

چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکه ګټه اخستنې ته وسپارل شوه

مې 7, 2026
افغانان: پاکستان بې باوره هېواد دی او پر خپله هېڅ ژمنه نه دی درېدلی

پاکستان کې د نا امنۍ او بې ثباتۍ دوام؛ ځینو هېوادونو د سیاسي استازولیو محدودولو ته مخه کړې

مې 7, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist