Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
سنډې ګارډین ورځپاڼه: اسلامي امارت نوي ډهلي کې د سفیر په توګه یو شمېر نومونه د هند حکومت ته وړاندې کړي

سنډې ګارډین ورځپاڼه: اسلامي امارت هند ته درې نوي ډيپلوماټان استوي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/01/22

هندي سنډې ګارډين ورځپاڼې د دې هېواد د بهرنیو چارو وزارت چارواکو له قوله راپور ورکړی چې د افغانستان سرپرست حکومت نوي ډهلي ته د درېيو نورو ډېپلوماټانو د لېږلو هوډ لري.

سرپرست حکومت د تېرکال په نومبر کې اکرام ‌الدين کامل په ممبی کې د افغانستان کونسلګرۍ ته د جنرال کونسل په توګه معرفي کړ.

خو سنډې ګارډين ته هندي چارواکو ويلي، نوي معرفي کېدونکي ډيپلوماټان به په نوي ډهلي کې د افغانستان سفارت د چارو پرمخ وړلو مسووليت ولري.

د راپور یوه برخه: « کابل ښايي په هند کې د افغانستان سفارت چارو مخته وړلو او کنټرول لپاره درې نوي ډېپلوماټان ډهلي ته واستوي. باوري سرچینې وايي، د نجیب شاهین په ګډون چې د سهېل شاهین زوی دی، د بهرنيو چارو وزارت د لومړي سیاسي مرستیال محمد نعیم نعمان، معصوم عاصم او صفي‌ الله جبارخېل چې د پلټنې عالي ادارې غړي دي، د ډېپلوماټانو په توګه نوي ډهلي ته واستول شي.»

خو د بهرنيو چارو وزارت تر اوسه پورې هند ته د نويو ډېپلوماټانو د لېږلو په تړاو څه نه دې ويلي.

د سیاسي چارو شنونکي وايي، دا چې هند په سيمه کې له ډېرو هېوادونو سره ښې اړيکې لري، نو له همدې کبله افغانستان ته په کار دي چې اړيکې ورسره ټينګې کړي.

د سياسي چارو شنونکی اختر محمد راسخ وايي:« هندوستان هغه هېواد دی چې له شرق او غرب یا روس او امریکا سره ښې اړیکې لري، ښه ډېپلوماټیکه ژبه لري او په سیاسي ډګر کې یې هغه لاره خپله کړې چې په سیمه او نړۍ کې یې د دوی کړنې د بشري حقونو او ډېپلوماټیکو لارو له آدرسه تایید کېږي.»

ځينې نور بیا وايي، هند له کلونو راهیسې له افغانستان سره فرهنګي او تاریخي اړیکې لري او تر ډېره بریده افغانستان ته ښه نیت لري.

دوی زیاتوي چې سرپرست حکومت دې هم له دې فرصت ښه ګټه پورته کړي.

د پوهنتون استاد فیض محمد ځلاند وايي: « افغانستان په تاریخي لحاظ په ټولنیزه او کولتوري برخو کې، یا له سیمې سره د همغږۍ په برخه کې له هند سره تاریخي راکړه ورکړه او ډېپلوماټیکې اړیکې لري.»

د شنونکو په باور، هند د افغانستان لپاره د سیاسي اړیکو ترڅنګ پر سوداګرۍ کې هم مهم دی او د نويو ډېپلوماټانو په ورتګ سره به د کابل او نوي ډهلي اړيکې پراخې شي.

د سیاسي چارو شنونکی شهسوار سنګروال وايي: « هند او افغانستان د تاریخ په اوږدو کې نږدې دوستي لري. هند کله هم د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه نه ده کړې، بلکې تل یې له افغانستان سره سیاسي او اقتصادي مرسته کړې.»

واک ته د سرپرست حکومت له رسېدو وروسته یې هڅه کړې چې په نورو هېوادونو کې د افغانستان سیاسي استازولۍ تر خپل کنټرول لاندې راولي. له دې مخکې چارواکو په ځلونو ویلي چې په نورو هېوادونو کې د افغانستان نږدې ۴۰ سیاسي استازولۍ د دوی په واک دي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

کندهار صنعتي پارک کې د اور وژنې مرکز ګټه اخستنې ته وسپارل شو
افغانستان

کندهار صنعتي پارک کې د اور وژنې مرکز ګټه اخستنې ته وسپارل شو

جولای 8, 2026
نورستان کې ۲۸۹ سترې او کوچنۍ پراختیايي پروژې پلې شوې دي
افغانستان

نورستان کې ۲۸۹ سترې او کوچنۍ پراختیايي پروژې پلې شوې دي

جولای 8, 2026
ډي کرو: افغانستان ته د نړیوالې ټولنې شا کول به لویه تېروتنه وي
افغانستان

ډي کرو: افغانستان ته د نړیوالې ټولنې شا کول به لویه تېروتنه وي

جولای 8, 2026
افغانستان او هند د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ برخو کې پر همکاریو خبرې کوي
افغانستان

افغانستان او هند د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ برخو کې پر همکاریو خبرې کوي

جولای 8, 2026
عابد: د افغانستان یوه لوېشت خاوره هم د چا له خوا نه ده نیول شوې
افغانستان

عابد: د افغانستان یوه لوېشت خاوره هم د چا له خوا نه ده نیول شوې

جولای 8, 2026
د کرېکټ پخوانی ملي لوبغاړی شاه پور ځدراڼ د ناروغۍله امله ومړ
افغانستان

د کرېکټ پخوانی ملي لوبغاړی شاه پور ځدراڼ د ناروغۍله امله ومړ

جولای 8, 2026

وروستي خبرونه

د ختیځ زون روغتیایي کمپلېکس جوړېدو چارې۶۰سلنه بشپړې شوې دي

د ختیځ زون روغتیایي کمپلېکس جوړېدو چارې۶۰سلنه بشپړې شوې دي

جولای 8, 2026
کندهار صنعتي پارک کې د اور وژنې مرکز ګټه اخستنې ته وسپارل شو

کندهار صنعتي پارک کې د اور وژنې مرکز ګټه اخستنې ته وسپارل شو

جولای 8, 2026
نورستان کې ۲۸۹ سترې او کوچنۍ پراختیايي پروژې پلې شوې دي

نورستان کې ۲۸۹ سترې او کوچنۍ پراختیايي پروژې پلې شوې دي

جولای 8, 2026
ډي کرو: افغانستان ته د نړیوالې ټولنې شا کول به لویه تېروتنه وي

ډي کرو: افغانستان ته د نړیوالې ټولنې شا کول به لویه تېروتنه وي

جولای 8, 2026
افغانستان او هند د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ برخو کې پر همکاریو خبرې کوي

افغانستان او هند د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ برخو کې پر همکاریو خبرې کوي

جولای 8, 2026
عابد: د افغانستان یوه لوېشت خاوره هم د چا له خوا نه ده نیول شوې

عابد: د افغانستان یوه لوېشت خاوره هم د چا له خوا نه ده نیول شوې

جولای 8, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist