Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

سناتوران: د دلاور قضیه کې دې د جرګې حیثیت ته پام وشي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2019/05/25

مشرانو جرګې له کورنیو چارو وزارت غوښتي چې د حاجي دلاور قضیه کې د مشرانو جرګې حیثیت ته پام وکړي.

وروسته له هغې چې کورنیو چارو وزارت د کابل دولسمې ناحیې اړوند د مشرانو جرګې مشاور حاجي دلاور په نوم یو کس له تعقیبي او موټر او ځینو اسنادو سره ونیو، اوس مالومه شوې چې نیول شوي کس ځینو بریدونو کې لاس درلود.

د کورنیو چارو وزارت لومړۍ موندنې ښيي چې حاجي دلاور ډيرو پلان شویو بریدونو کې لاس درلود.

مشرانو جرګې له کورنیو چارو وزارت غوښتي چې د حاجي دلاور قضیه کې د مشرانو جرګې حیثیت ته پام وکړي.

مشرانو جرګې درالانشاء وایي، حاجي دلاور په ۹۷ کال کې دوی سره مشاور و او دا چې څه ډول تورونه پرې لګیدلي، دوی پورې اړه نه لري او سپیناوی دې وکړي.

له دې سره کورنیو چارو وزارت د هغه برید پلانوونکی حاجي دلاور یاد کړی چې عمر سرتېري پکې د ننګرهار بهسودو پل سره ووژل شو.

له دې سره د تحلیل کوونکو هغه ادعا په اثبات رسیدلې چې د بریدونو پلانوونکي قومي ملاتړي او موقفونه لري.

خو مشرانو جرګې بیا له کورنیو چارو وزارت غوښتي چې په دې قضیه کې د د مشرانو جرګې حیثیت ته پام وشي.

د مشرانو جرګې درالانشاء وایي، حاجي دلاور له دوی سره مخکینی مشاور و او اوس یې کومه رسمي دنده نه درلودله.

حاجي دلاور له ډيرو امکاناتو سره نیول شوی چې پکې وسلې او تور پلیټونه هم شامل و، اوس تحلیل کوونکي هغه ادعاوې سمې بولي چې ترهګر له دولتي امکاناتو په ګټنې هدفونو ته رسیږي.

له کورنیو چارو وزارت غوښتنه کیږي چې ټول هغه کسان ونیسي او سخته سزا ورکړي چې له امکاناتو په ګټنې ترهګر تر هدفونو رسوي او امکانات ورته برابروي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

د ختیځ زون خلک د سیلانیانو له خوا د وسلو پر ګرځولو بندیز غواړي
افغانستان

جون 3, 2026
د هلمند نهرسراج ولسوالۍ اوسېدونکي خپلو سیمو کې د عامه خدمتونو پراخېدل غواړي

اوزبېکستان روانه میاشت د مرکزي او جنوبې اسیا ترمنځ د اتصال غونډه جوړوي

افغان – ایراني چارواکو د دواړو هېوادونو د سوداګریزو اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

افغانستان لپاره د چین او پاکستان استازي د ارومچي مذاکراتو پر پروسې غږېدلي

یوناما: د ا.ا بندیزونو مو بشري مرستې اغېزمنې کړي
افغانستان

شنونکي: یوناما له نړۍ سره د اړیکو ټینګولو کړکۍ ده، د ماموریت غځول یې د افغانستان په ګټه دي

جون 3, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist