Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

سناتورانو پر طالبانو د بریدونو زیاتېدو غوښتنه وکړه

shamshadnews by shamshadnews
2019/01/08

مشرانو جرګه  وايي، پر طالبان دې فشارونه زیات شي چې سولې ته غاړه کېږدي.

پر طالبانو دې سیاسي او نظامي فشار راوړل شي چې له افغان حکومت سره مخامخ خبرو ته حاضر شي.

د مشرانو جرګې غړي وايي، د فشار ښه لار دا ده چې افغان ځواکونه پر طالبانو بریدونه زیات کړي او امریکا دې پرپاکستان فشار راوړي .

په ورته وخت کې د جرګې ځینو غړو وویل ، حکومت دې لومړی د خلکو امنیت ونیسي او بیا دې ولسمشریزې ټاکنې وکړي .

د مشرانو جرګې د سه شنبې ورځې غونډې په امتیازي ساعت کې پر بیلا بیلو موضوعاتو بحث او خبرې وشوې .

سناتوران وايي لکه په اویایمو کلونو کې د مجاهدینو په څير طالبان هم اوس له افغان حکومت سره د سولې خبرې نه کوي .

ځینو ویل چې امریکا باید پر پاکستان فشار راوړي څو طالبان افغان حکومت سره مخامخ خبرو ته کینوي خو ځينې نور بیا وايي چې افغان حکومت دې له پوځي لارې طالبان تر فشار لاندې ونیسي.

د مشرانو جرګې غړو وویل ډیرې سیمې د طالبانو په واک کې دي او ترهغې چې د حکومت تر ولکې لاندې بیرته رانه شي او د خلکو امنیت خوندي نه شي ولسمشریزې ټاکنې دې نه کوي.

د مشرانو جرګې رییس بیا د کورنیو چارو وزارت په هغه اقدام نیوکه وکړه چې دغلو او اختطاف کوونکو یو لیست یې خپور کړی او د نیولو په برخه کې یې له خلکو مرسته غوښتې ده .

تازه کورنیو چارو وزارت د غلو ، اختطاف کوونکو او قاچبرانو یو دوه سوه کسیز لیست خپور کړی چې د ټولو ولایتونو هغه کسان پکې شامل دي چې د قانون خلاف کړنې کوي او د دغو کسانو د نیولو لپاره یې له خلکو مرسته غوښتې ده .

ShareTweetShareSendSend

Related News

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي
افغانستان

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist