Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
سمنګان کې پر بزګرانو د بذري تخمونو او کیمیاوي سرې د وېش لړۍ پیل شوه

سمنګان کې پر بزګرانو د بذري تخمونو او کیمیاوي سرې د وېش لړۍ پیل شوه

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/10/30

د سمنګان په مرکز ایبک ښار کې بزګرانو ته د اصلاح شویو تخمونو وېش لړۍ پيل شوه. په دې لړۍ کې په د مرکز او ولسوالیو بزګرانو ته اصلاح شوي تخمونه ووېشل شي.

د دې ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست مسوولین وایي، له هر بزګر سره یوه ۵۰ کیلويي بوجۍ د غنمو اصلاح شوی تخم، یوه بوجۍ توره او یوه بوجۍ سپینه کیمیاوي سره مرسته کېږي چې ټولیز ارزښت یې څه باندې لس زره افغانۍ کېږي.

دوی له بزګرانو غواړي چې له یادو تخمونو سمه ګټه واخلي، ترڅو په راتلونکي کې له طبیعي آفتونو پرته ښه حاصل ترلاسه کړي.

د سمنګان ولایت کرنې ریاست د ترویج مدیر عبدالخلیل کریمي وايي: « د کرنې ریاست د پلان له مخې به زموږ ۵ زره کروندګر سږ کال د غنمو اصلاح شوي تخمونه ترلاسه کړي. د دې لپاره ډېره اندازه تخمونه چمتو شوي او د پاتې نورو لپاره ځینو همکارو موسسو ژمنه کړې. دغه اصلاح شوي تخمونه له ټولو طبیعي آفتونو او مرضونو څخه پاک دي، د وچکالۍ پر وړاندې مقاومت لري او حاصل یې هم له محلي تخمونو څخه زیات دی.»

په همدې حال د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان مسوولین وایي، د یادو مرستو په لومړي پړاو کې د مرکز ایبک په ګډون په فېروز نخچیر، خرم سارباغ ولسوالیو کې پر ۱۵۴۱ بزګرانو کیمیاوي سره او بذري تخمونه ووېشل شي.

د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان سیمه ‌ییز مسوول عبدالاحد رحیمي وايي: « نن ورځ  په ایبک ښار کې ۲۰۰ تنو کروندګرو ته تخمونه وېشو، سبا ۲۰۰ نورو او بله ورځ هم ۱۰۰ کروندګرو ته د وېش پلان لرو. همدارنګه ۵۰۰ نورو بزګرانو ته به په خرم سارباغ ولسوالۍ کې دا تخمونه ووېشو. دغه راز ۵۴۱ تنو ته هم په فیروز نخچیر ولسوالۍ کې نن د اصلاح شویو تخمونو وېش پیل شوی.»

بله خوا، هغه بزګران چې اصلاح شوي تخمونه یې ترلاسه کړي خوښي څرګندوي، خو کرنیزه برخه کې د طبيعي آفتونو د مخنيوي لپاره له حکومت او همکارو بنسټونو د ورته زیاتو مرستو غوښتنه کوي.

بزګر محمد کبیر وايي: « که څه هم دا مرسته بسنه نه کوي، خو موږ بیا هم مننه کوو. دا به کرو او تمه لرو چې ښه حاصل راکړي.»

زګر عبدالحمید وايي: « دا تخمونه او کیمیاوي سره یې راکړل. دا خوړولو لپاره نه دي بلکې باید وکرل شي. له دولت مننه کوو چې د دې تخم مرسته یې وکړه، ما د دې تخم د پېرلو وس هم نه درلود.»

سمنګان یو له هغو ولایتونو دی چې زیاته برخه وګړي یې په کرنه او‌ مالدارۍ بوخت دي او له همدې کبله په دې برخه کې د حکومت پر ملاتړ ټینګار کوي.

دا په داسې حال کې ده چې د سمنګان ولایت بزګران د وروستیو وچکالیو، طبیعي آفتونو او اقلیمي بدلونونو له کبله د کرنې په برخه کې سخت زیانمن شوي او د کرنیز سکټور د ښه والي لپاره جدي مرستو ته اړتیا لري.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی
افغانستان

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ
افغانستان

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026
کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو
افغانستان

کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

سپتمبر 10, 2026
ندیم: د زده کړو لپاره بهر ته استول شویو استادانو باندې د بیت المال لګښت شوی او باید بېرته راشي
افغانستان

لوړو زده کړو وزارت: له پاکستانه اخراجېدونکي زده کړیالان به خپلې زده کړې په کور دننه بشپړې کړي

سپتمبر 10, 2026
د کابل ښار پنځم مکروریان کې د نویو بلاکونو جوړولو ډبره کېښودل شوه
افغانستان

د کابل ښار پنځم مکروریان کې د نویو بلاکونو جوړولو ډبره کېښودل شوه

سپتمبر 3, 2026
د چین ولسمشر: هېواد یې چمتو دی افغانستان، اوکراین او منځني ختیځ کې د سولې هڅې ګړندۍ کړي
افغانستان

د چین ولسمشر: هېواد یې چمتو دی افغانستان، اوکراین او منځني ختیځ کې د سولې هڅې ګړندۍ کړي

سپتمبر 3, 2026

وروستي خبرونه

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

سپتمبر 11, 2026
هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

سپتمبر 11, 2026
د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

سپتمبر 10, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026
کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

سپتمبر 10, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist