Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
سمنګان کې راستنو شویو کډوالو ته د نغدي او خوراکي مرستو وېش پیل شو

سمنګان کې راستنو شویو کډوالو ته د نغدي او خوراکي مرستو وېش پیل شو

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/01/21

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت وايي، په سمنګان ولایت کې به دا نغدي او خوراکي(غنمو) مرستې هغو ۲ زره ۲۰۰ کورنیو ته ووېشل شي چې تازه له کډوالۍ راستنې شوي دي.

د کرنې وزیر عطاالله عمري په سمنګان ولایت کې د دغو مرستو د وېش پرمهال ویلي، هرې کورنۍ ته پنځه بورۍ غنم او پنځه زره افغانۍ په پام کې نیول شوي دي. 

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر عطاالله عمري وايي: « په هر ولایت کې به څو زره هغو کډوالو ته چې ډېره اړتیا لري، مرستې ورسول شي. د همدغو مرستو د وېش لپاره موږ نن ستاسو په ولایت کې یو او څو سوه کورنیو ته به مرستې ووېشو. وروسته به والي صاحب او د هغه اړوند ټیم د مرستو وېش ته ادامه ورکړي.»

بله خوا، د سمنګان والي وايي، ډېر ژر به د تازه راستنو شویو کډوالو لپاره په ټاکل شوي ښارګوټي کې د ځمکو د وېش لړۍ هم پیل شي.

د سمنګان والي محمد شعیب رسالت وايي: « د امیرالمؤمنین په امر، په هر ولایت کې زموږ هغو راستنو شویو مهاجرینو ته ښارګوټی جوړېږي چې د روسانو له یرغل نیولې د امریکایانو تر یرغل پورې له هېواد څخه کډوال شوي دي. د سمنګانو د ښارګوټي لومړني کارونه هم پای ته رسېدلي او ژر به یې د وېش لړۍ پیل شي.»

راستانه شوي کډوال د دغو مرستو هرکلی کوي او پر دوام سربېره یې له ځايي چارواکو د کاري زمینې برابرولو غوښتنه کوي.

راستون شوی کډوال عبدالوارث وايي: « د ژمي په دې سړه هوا کې ډېره ښه وشول چې له موږ سره یې دا مرسته وکړه. په دې کې پنځه بوجۍ غنم او پنځه زره نغدې پیسې شاملې دي. موږ د دې مرستو له امله مننه کوو.»

راستون شوی کډوال عبیدالله وايي: « له موږ مهاجرینو سره یې مرسته وکړه، د دې لپاره مننه کوو. که له موږ سره د سرپناه جوړولو په اړه هم مرسته وشي، ډېر به ښه وي. همدارنګه موږ خپلو ماشومانو ته د زده کړو او تعلیم غوښتنه کوو. موږ غواړو چې له موږ سره مرستې زیاتې شي.»

د یادونې وړ ده چې د غنمو او نغدي مرستو دا وېش وړمه ورځ له بغلان ولایت څخه پیل شوی او ټاکل شوې چې ځینو نورو ولایتونو کې هم په پرله پسې توګه ووېشلې شي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي
افغانستان

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist