Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
سمنګان کې بې روزګاره ځوانانو ته د کوچنیو کاروبارونو زمینه برابره شوې

سمنګان کې بې روزګاره ځوانانو ته د کوچنیو کاروبارونو زمینه برابره شوې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/07/10

سمنګان ولایت کې هغو ځوانانو ته چې د بي روزګارۍ له امله د هېواد پرېښودو ته اړ شوي، تازه واړه کاروبارونه برابر شوې.

مسوولین وايي، که له یوه لورې یې سلګونه ځوانان په کار کړي خو بل لورته یې بیا ښاري نظم، د ښار ودانول هم له پامه نه دي غورځولي.

د سمنګان ولایت خلم ولسوالۍ ښاروال وايي:« وتوانېدلم چې له ۵۰۰ زیاتو ناچاره او بې وزله ځوانانو ته کوچني کاروبارونه ایجاد کړم، ځکه هېواد کې مو لوی تحول رامنځته شو چې ورسره ګڼ کسان بې کاره او زیانمن شوي وو. ما چې دغه کسان په کار کړل نو وستایل شوم،په ټوله کې سږکال دغلته درې لویې او مهمې پروژې وې چې د ښاروالۍ لخوا تطبیق شوې.»

دغه په کار بوخت ځوانان د نورو بې برخلیکه ځوانانو لپاره هم د داسې کاري فرصتونو پر ایجاد ټیګار لري.

یو تن په کار بوخت ځوان وايي:« خدایه شکر الحمدالله زه د ښاروالۍ له پاملرنې خوښ یم چې د کار زمینه یې راته برابره کړه.»

یو بل په کار بوخت ځوان بیا په دې اړه وايي:« که موږ ته د کار زمینه نه وای چمتو شوې شاید ایران یا کوم بل هېواد ته به مو په سختو مشکلاتو سفر کاوه.»

ورته مهال د خلم ولسوالۍ یو شمېر اوسېدونکي  د ښار ودانولو کې د لا زیاتو ورته پروژو تطبیق غوښتونکي دي.

د خلم ولسوالۍ یو تن اوسېدونکی وايي:« زه تمه لرم چې له دې لا زیاته ابادي وشي څو ښار مو پرمختګ وکړي، هره پروژه چې تطبیق کېږي موږ خوښ او هرکلی یې کوو.»

د خلم ولسوالۍ اوسېدونکی وايي:« اوس مهال موږ د ښاروالۍ له کار کړنو خوښ یو. سړکونه مو جوړ شوي کومې پروژې چې ښاروالۍ تر لاس لاندې لرلې پلې شوې.»

خلم د سمنګان ولایت هغه لرغونې او باستاني ولسوالۍ ده چې د جهان نما بڼ، تاشقرغان تنګی او له ورته نورو تفریحي سیمو یې هر کال زرګونه کورني او بهرني سیلانیان لیدنه کوي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا د افغانستان روان وضعیت او شته محدودیتونو په تړاو خبرې کوي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist