Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

سمنګانی: اسلامي امارت د سیمې له ټولو هېوادونو سره ډیپلوماتیکې اړیکې لري

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/06/06

د افغانستان اسلامي امارت د ویاند مرستیال انعام الله سمنګای وايي، د سیمې له ډېری هېوادونو سره ډیپلوماتیکې اړیکې لري او سیاسی استازي یې تګ راتګ لري.

سمنګانی وايي،هڅې روانې دي،چې دغه ډیپلوماتیکې اړیکې پر رسمي هغو بدلې کړي.

هغه زیاته کړه:« د افغانستان دولت دیپلوماتیکې اړیکې تقریبا د سیمې له ټولو هېوادونو سره شتون لري. د ا.ا هڅه دا ده چې باید د هرې ورځې په تېرېدو سره تعامل غښتلی شي او موږ وکولی شو په ټولو برخو کې د سیمې او نړۍ له هېوادونو سره رسمي تعامل ولرو. » 

د سیاسي چارو یو شمېر شنونکي بیا وايي،اوسنی افغان حکومت په خاموشه توګه پر رسمیت پیژندل شوی او اوس یوازې رسمي اعلان پاتې او دا کار  د اسلامي امارت  د مشرتابه انعطاف پورې تړلی دی.

د سیاسي چارو شنونکی عبدالستار سعادت وايي:« اوسنی حکومت د نړیوالو حقوقو له مخې ضمني مشروعیت لري. د ‌ډېرو مقتدیرو هېوادونو سفارتونه او کونسلګرۍ دلته خلاصې دي او په زیاتو هېوادونو کې سفارتونه افغان لوري ته سپارل شوي. د دې مانا داده،چې د نړیوالو حقوقو له مخې مشروعیت شته،اما اعلامي مشروعیت نه دی ترسره شوی،خو په مشرتابه کې که ځینې انعطافونه وښودل شي،چې هغې ته هم فاصله کمه ده او ښايي ځینې هېوادونه خپله رسمیت پیژندنه اعلان کړي.»

دمګړۍ په کابل کې د چین، روسیې او ترکیې سربېره ۱۳ هېوادونه فعال سفارتونه لري او ډیپلوماتان یې د اسلامي امارت له چارواکو سره رسمې لیدنې هم لري.

دپاکستان،ایران او روسیې ترڅنګ د سیمې ګڼو نورو هېوادونو هم د افغانستان سفارتونه اوسني حکومت ته سپارلي دي.

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

کندهار صنعتي پارک کې د اور وژنې مرکز ګټه اخستنې ته وسپارل شو
افغانستان

کندهار صنعتي پارک کې د اور وژنې مرکز ګټه اخستنې ته وسپارل شو

جولای 8, 2026
نورستان کې ۲۸۹ سترې او کوچنۍ پراختیايي پروژې پلې شوې دي
افغانستان

نورستان کې ۲۸۹ سترې او کوچنۍ پراختیايي پروژې پلې شوې دي

جولای 8, 2026
ډي کرو: افغانستان ته د نړیوالې ټولنې شا کول به لویه تېروتنه وي
افغانستان

ډي کرو: افغانستان ته د نړیوالې ټولنې شا کول به لویه تېروتنه وي

جولای 8, 2026
افغانستان او هند د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ برخو کې پر همکاریو خبرې کوي
افغانستان

افغانستان او هند د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ برخو کې پر همکاریو خبرې کوي

جولای 8, 2026
عابد: د افغانستان یوه لوېشت خاوره هم د چا له خوا نه ده نیول شوې
افغانستان

عابد: د افغانستان یوه لوېشت خاوره هم د چا له خوا نه ده نیول شوې

جولای 8, 2026
د کرېکټ پخوانی ملي لوبغاړی شاه پور ځدراڼ د ناروغۍله امله ومړ
افغانستان

د کرېکټ پخوانی ملي لوبغاړی شاه پور ځدراڼ د ناروغۍله امله ومړ

جولای 8, 2026

وروستي خبرونه

د ختیځ زون روغتیایي کمپلېکس جوړېدو چارې۶۰سلنه بشپړې شوې دي

د ختیځ زون روغتیایي کمپلېکس جوړېدو چارې۶۰سلنه بشپړې شوې دي

جولای 8, 2026
کندهار صنعتي پارک کې د اور وژنې مرکز ګټه اخستنې ته وسپارل شو

کندهار صنعتي پارک کې د اور وژنې مرکز ګټه اخستنې ته وسپارل شو

جولای 8, 2026
نورستان کې ۲۸۹ سترې او کوچنۍ پراختیايي پروژې پلې شوې دي

نورستان کې ۲۸۹ سترې او کوچنۍ پراختیايي پروژې پلې شوې دي

جولای 8, 2026
ډي کرو: افغانستان ته د نړیوالې ټولنې شا کول به لویه تېروتنه وي

ډي کرو: افغانستان ته د نړیوالې ټولنې شا کول به لویه تېروتنه وي

جولای 8, 2026
افغانستان او هند د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ برخو کې پر همکاریو خبرې کوي

افغانستان او هند د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ برخو کې پر همکاریو خبرې کوي

جولای 8, 2026
عابد: د افغانستان یوه لوېشت خاوره هم د چا له خوا نه ده نیول شوې

عابد: د افغانستان یوه لوېشت خاوره هم د چا له خوا نه ده نیول شوې

جولای 8, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist