Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

سعودي عربستان ته د افغان حاجیانو د لېږد لړۍ پیل شوه 

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/06/13

د حج فریضې ادا کولو لپاره د افغان حاجيانو لومړۍ جوپه د یکشنبې پر ورځ  د «۱۴۰۱ کال د غبرګولې پر ۲۲ مه» له کابله سعودي عربستان ته ولېږدول شوه.

دغه افغان حاجیان د اريانا افغان هوايي شرکت په یوه الوتکه کې جدې ښار ته وړل کیږي.

د حاجیانو د لېږ لړۍ په پیل غونډه کې د ریاست  الوزرا مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي وویل، افغان حاجيانو ته یې د انتقال، اوسېدو، خوړو او نورو برخو کې ښه خدمات برابر کړي دي.

حنفي زیاته کړه:« د ا.ا د مسوولینو او کارکوونکو او همدارنګه د حج او اوقافو وزارت په هڅو دا لړۍ تر دې ځایه را ورسېده. موږ هیله من یوو چې د هېواد په کچه ۱۳۵۸۲ کسان له پلازمېنې او زونونو څخه د حج مراسمو د ادا کولو په موخه سعودي عربستان ته ولېږدوو.»

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبداکبیر بیا وايي، افغانستان د اسلامي نړۍ له هېوادونو سره غوره اړيکې غواړي او له افغان حاجيانو يې وغوښتل،چې د اسلامي نړۍ ټولو مسلمانو حاجيانو ته دې د افغانانو د ورولۍ پیغام ورسوي.

عبدالکبیر زیاتوي:« اسلامي امارت د نړۍ له ټولو مسلمانانو سره د ورورۍ  اړیکې غواړي. اسلامي امارت د نړۍ له ټولو مسلمانانو سره د ښو اړیکو پیغام لري. تاسې کولای شي،چې د هر مسلمان حاجي، که هغه د هر هېواد وي، چې ورسره مخ کېږئ،د اسلامي امارت په استازیتوب، د ورورۍ او خواخوږۍ پیغامونه هغوی  ته ورسوئ.» 

دغو مراسمو کې د ارشاد حج او اوقافو سرپرست وزیر مولوي نور محمد ثاقب  بیا خوښي وښوده،چې له دوه کالو ځنډ وروسته د حج فریضې ادا کولو مراسم پيل شوي او زرګونه افغانانو ته په کې سهم ورکړل شوی دی.

ثاقب زیاته کړه:«څوک وايي، موږ به سږ کال حج ته ولاړ شو او که نه؟ زه دوی ته وایم،څوک چې لاړل، د هغوی لپاره هم خوشالي ده او که سږ کال پاتې شول، هم ورته خوشالي ده. زموږ د ټولو دا یوه خوشالي بس ده،چې الحمد الله هېله پیدا شوه،چې له نړۍ  دا حج حذف نه کړی شو. دښمن پر دې بریالی نه شو،چې زموږ د اسلامي ابادي او دا ماڼۍ راته کمزورې کړي.» 

سعودي عربستان سږ کال يو میليون مسلمانانو ته د حج فريضې ادا کولو اجازه داسې مهال ورکوي،چې له تیرو دوه کالونو د کورونا وبا له امله د حج مراسم ځنډیدلي وو.

سږکال د تیرو کلونو  پرتله د حج مراسمو کې د افغانانو سهم نیمايي دی. 

درې کاله وړاندې نږدې ۲۶ زره افغانانو د حج مراسمو کې ګډون کړی،خو سږکال شااوخوا ۱۳۵۰۰ افغان حاجيان سعودي عربستان ته د حج فریضې ادا کولو لپاره ځي. 

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

نورستان کې ۲۸۹ سترې او کوچنۍ پراختیايي پروژې پلې شوې دي
افغانستان

نورستان کې ۲۸۹ سترې او کوچنۍ پراختیايي پروژې پلې شوې دي

جولای 8, 2026
ډي کرو: افغانستان ته د نړیوالې ټولنې شا کول به لویه تېروتنه وي
افغانستان

ډي کرو: افغانستان ته د نړیوالې ټولنې شا کول به لویه تېروتنه وي

جولای 8, 2026
افغانستان او هند د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ برخو کې پر همکاریو خبرې کوي
افغانستان

افغانستان او هند د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ برخو کې پر همکاریو خبرې کوي

جولای 8, 2026
عابد: د افغانستان یوه لوېشت خاوره هم د چا له خوا نه ده نیول شوې
افغانستان

عابد: د افغانستان یوه لوېشت خاوره هم د چا له خوا نه ده نیول شوې

جولای 8, 2026
د کرېکټ پخوانی ملي لوبغاړی شاه پور ځدراڼ د ناروغۍله امله ومړ
افغانستان

د کرېکټ پخوانی ملي لوبغاړی شاه پور ځدراڼ د ناروغۍله امله ومړ

جولای 8, 2026
هېواد کې د تېلو بیې لوړېدل: خلک او موټر چلوونکي د لګښتونو له لوړېدو شکایت کوي
افغانستان

هېواد کې د تېلو بیې لوړېدل: خلک او موټر چلوونکي د لګښتونو له لوړېدو شکایت کوي

جولای 7, 2026

وروستي خبرونه

نورستان کې ۲۸۹ سترې او کوچنۍ پراختیايي پروژې پلې شوې دي

نورستان کې ۲۸۹ سترې او کوچنۍ پراختیايي پروژې پلې شوې دي

جولای 8, 2026
ډي کرو: افغانستان ته د نړیوالې ټولنې شا کول به لویه تېروتنه وي

ډي کرو: افغانستان ته د نړیوالې ټولنې شا کول به لویه تېروتنه وي

جولای 8, 2026
افغانستان او هند د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ برخو کې پر همکاریو خبرې کوي

افغانستان او هند د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ برخو کې پر همکاریو خبرې کوي

جولای 8, 2026
عابد: د افغانستان یوه لوېشت خاوره هم د چا له خوا نه ده نیول شوې

عابد: د افغانستان یوه لوېشت خاوره هم د چا له خوا نه ده نیول شوې

جولای 8, 2026
د صنعت او معدن په پنځم نندارتون کې د یوملیارد ډالرو په ارزښت تړونونه شوي

د صنعت او معدن په پنځم نندارتون کې د یومیلیارد ډالرو په ارزښت تړونونه شوي

جولای 8, 2026
د کرېکټ پخوانی ملي لوبغاړی شاه پور ځدراڼ د ناروغۍله امله ومړ

د کرېکټ پخوانی ملي لوبغاړی شاه پور ځدراڼ د ناروغۍله امله ومړ

جولای 8, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist