Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

سرګي لاوروف: پر طالبانو هېڅ ډول شرایط نه تحمیل کوو 

admin by admin
2021/09/16

د روسیې بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف  د چهار شنبې په ورځ د «۱۴۰۰ کال د وږي پر ۲۴ مه» د تاجکستان پلازمینه دوشنبې کې وویل، پر طالبانو هېڅ ډول شرایط نه تحمیل کوي او په وینا یې، دوی خپلې موخې په خپله د ځان لپاره ټاکلي دي.

لاوروف ویلي، د طالبانو له هغو ژمنو  هرکلی کوي،چې له ترهګرۍ او مخدره توکو سره د مبارزې برخه کې یې کړي دي.

لاوروف زیاتوي:« موږ پر طالبانو هېڅ ډول شرایط نه تحمیل کوو. دوی خپلې موخې پرخپله ټاکلې دي، چې په هغې  کې له ترهګرۍ او مخدره توکو قاچاق سره مبارزه شامله ده. دوی ټولو ته ډاډ ورکړی دی، چې سیمه ییزو ګاونډیو هېوادونو ته به ګواښ نه پیښیږي. موږ د دې ژمنو هرکلی کوو،خو د عملي کېدو لپاره یې زموږ څارنه روانه ده.»

بل خوا بیا چین وايي، کابل کې یې سفارت په عادي ډول چارې پر مخ بیایي او طالبانو سره خپلو اړیکو ته دوام ورکوي.

  د چین بهرنیو چارو وزارت ویاند  ژاو لېجیان پر امریکا غږ وکړ،چې د افغانستان میلیاردونه کنګل کړي ډالر دې خوشې کړي او دافغانانو غوښتنو ته دې درناوی وکړي.

لېجیان زیاته کړه:« دا پانګه د افغانستان خلکو ته او د همدې خلکو له خوا باید ولګول شي. امریکا باید دا پانګه له کوم حکم پرته کنګل نه کړي. امریکا باید د افغانستان مشروع او معقولو غوښتنو ته غوږ کېږدي، بندیزونه پرې ونه لګوي او اقتصاد او بیارغونې ته یې زیان و نه رسوي.»

کابل کې د چین سفیر په ګډون د پاکستان سفیر د سرپرستې کابینې له اعلان راوروسته لومړي بهرني استازي ول،چې وړمه ورځ  یې د بهرنیو چارو چارسمبالي وزیر امیرخان متقي سره ولیدل او د مرستو ډاډ یې ورکړ. 

سیمه کې د امریکا دا کلک سیالان داسې مهال له طالبان سره د خپل نرم دریځ خبرې کوي،چې طالبان د یوې میاشتې په تېریدو هم کوم هېواد په رسمیت نه دي پیژندلي او نړیوالې ټولنې په افغانستان کې حاکم حکومت سره د خپلو راتلونکو اړیکو لپاره یو لړ شرایط وړاندې کړي دي. 

ShareTweetShareSendSend

Related News

پکتیا کې د «اریوب پریمیرلیګ» سیالیو اووم پړاو پای ته ورسېد
لوبې

پکتیا کې د «اریوب پریمیرلیګ» سیالیو اووم پړاو پای ته ورسېد

جولای 30, 2026
د کندهار ملي موزیم په یوه تاریخي ودانۍ کې په نوې بڼه پرانستل شو
فرهنگ او هنر

د کندهار ملي موزیم په یوه تاریخي ودانۍ کې په نوې بڼه پرانستل شو

جولای 30, 2026
د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې
افغانستان

د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې

جولای 30, 2026
د بښنې نړیوال سازمان: پاکستان باید جمو او کشمير کې د خلکو غوښتنې ومني
نړۍ

د بښنې نړیوال سازمان: پاکستان باید جمو او کشمير کې د خلکو غوښتنې ومني

جولای 30, 2026
ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستیو طبیعو پېښو بشري وضعیت سخت کړی
افغانستان

ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستیو طبیعو پېښو بشري وضعیت سخت کړی

جولای 30, 2026
عزیزي: دا مهال هېواد کې له ۶ زرو ډېرې تولیدي فابریکې فعالیت لري
اقتصاد

عزیزي: دا مهال هېواد کې له ۶ زرو ډېرې تولیدي فابریکې فعالیت لري

جولای 30, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist