Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

سرچېنې: د جګړو له امله لسګونه زره زده کوونکي له زده کړو بې برخې دي

admin by admin
2021/07/31

ولایتونو کې سرچینې وایي، د طالبانو تر ولکې لاندې سېمو کې ښوونځي تړل شوي، چې له امله یې لسګونه زره ښځینه او نارینه زده کوونکي له زده ‌کړو محروم شوي دي.

 سېمه ییزې سرچینې وایي، غزني ولایت کې په ۱۴ ولسوالیو کې ښوونځي تړل شوي او ښځینه او نارېنه زده کوونکي له زده کړو بې برخې دي. 

په هلمند کې د طالبانو تر ولکې لاندې سېمو کې ښوونځي تړل شوي او یوازې ګرشک ولسوالۍ کې ۲۰ زره زده کوونکي له زده کړو بې برخې دي. 

د جوزجان ولایت د پوهنې ریاست وایي، ۱۵ زره زده کوونکي د دغه ولایت مرکز کې له زده کړو بې برخې دي او د طالبانو تر ولکې لاندې سېمو کې زرګونه کسان له زده کړو بې برخې دي.

کندهار، هرات، زابل او وردګ بیا هغه ولایتونونه دي چې د نورو ولایتونو پرتله په‌ کې زیات ښوونځي تړل شوي او زده کوونکې یې خپلې راتلونکې ته اندېښمن دي.

د کندهار ولایت د پوهنې ریاست ویاند نظر محمد صمیمي وايي: «د جګړې له لاسه د کندهار په ژړۍ، ارغنداب او پنجوایي ولسوالیو کې ښوونځي تړل شوي دي.»

پوهنې وزارت هم د طالبانو تر ولکې لاندې سېمو کې زده کړو ته د زده کوونکو نه لاسرسی تائیدوي، خو د کره شمېر په اړه یې مالومات نه لري.

دغه وزارت د روان کال د زمري په شپږمه نېټه د کال نېمایې ازموینو اخېستل پيل کړي دي. 

خو وايي د جګړې سیمو کې به له زده‌ کوونکو نه د کال تر پایه ازموینه واخلي.

د پوهنې وزارت ویانده نجیبه ارین وايي:« د اسد په شپږمه نېټه د هېواد په کچه د ښوونځيو کې د کال نیمایي ازموینه پیل شوه چې یو شمیر جنګړیزو سېمو کې زده کوونکو ته د کال تر پایه هم وخت ورکړل شوی چې دغه ازموینه ورنه واخیستل شي.»

طالبانو د سېمه ییزو سرچینو او پوهنې وزارت دغه ادعا ردوي او وایي، تر ولکې لاندې سېمو کې یې ښوونځي پرانیستي دي، خو د سېمې خلکو په وینا سقوط شوي ولسوالیو کې ولس ته خبرداری ورکړل شوی دی چې خپلې لوڼې ښوونځيو ته ونه لېږي.

د پوهنې وزارت د تېرکال د شمېرو له مخې، درې مېلیونه زده کوونکي له زده کړو بې برخې دي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

پاکستان او ترکمنستان ټاپي پروژه د شریکو هېوادونو د اړيکو لپاره حياتي بللې
اقتصاد

ترکمني چارواکو د ټاپي پروژې د پرمختګونو ارزونه کړې

اگست 4, 2026
بلوڅ ازادي غوښتونکو تېره میاشت پر پاکستاني ځواکونو ۵۰ پوځي عملیات ترسره کړي
نړۍ

بلوڅ ازادي غوښتونکو تېره میاشت پر پاکستاني ځواکونو ۵۰ پوځي عملیات ترسره کړي

اگست 4, 2026
د کرنې وزارت جګ پوړي پلاوي اروپا ته رسمي سفر پيل کړ
افغانستان

د کرنې وزارت جګ پوړي پلاوي اروپا ته رسمي سفر پيل کړ

اگست 4, 2026
ملابرادر: حکومت به نورستان کې د سېلاب ځپلو کورنیو ستونزې حل کړي
افغانستان

ملابرادر: حکومت به نورستان کې د سېلاب ځپلو کورنیو ستونزې حل کړي

اگست 4, 2026
پکتیا کې د «اریوب پریمیرلیګ» سیالیو اووم پړاو پای ته ورسېد
لوبې

پکتیا کې د «اریوب پریمیرلیګ» سیالیو اووم پړاو پای ته ورسېد

جولای 30, 2026
د کندهار ملي موزیم په یوه تاریخي ودانۍ کې په نوې بڼه پرانستل شو
فرهنگ او هنر

د کندهار ملي موزیم په یوه تاریخي ودانۍ کې په نوې بڼه پرانستل شو

جولای 30, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist