Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

سرچینې: قطر کې د سولې اووم پړاو خبرې برخلیک ټاکونکې دي

admin by admin
2019/06/30

قطر کې د سولې د اووم پړاو خبرو کې د بهرنیو ځواکونو د وتلو پر مهالوېش خبرې روانې دي.

ځینو سرچینو ویلي، د تېرو څو پړاوه خبرو برخلیک اووم پړاو خبرې ټاکي او تر ډېره پکې د نورو مسایلو تر څنګ له افغانستان د بهرنیو ځواکونو د وتلو پر مهالوېش خبرې روانې دي.

سرچینې وایي، دغه پړاو خبرې برخلیک ټاکونکې دي او که کومې پایلې ته ونه رسیږي ښایي جګړه نوره هم سخته شي.

قطر کې د طالبانو او امریکا ترمنځ د سولې اووم پړاو خبرې تیره ورځ پیل شوې چې طالبانو ته نږدې سرچینو ویلي، په دې پړاو خبرو کې پر هغو مسایلو خبرې روانې دي، چې په تیرو پړاونو کې

پکې پرمختګ شوی او هوکړې ته نه وو رسېدلي.

د دغو خبرو مهمه برخه یې له افغانستان د بهرنیو ځواکونو د وتلو مهالوېش ټاکل دي.

له دې سره کابل کې د امریکا سفارت وایي، ولسمشریزې ټاکنې دې له طالبانو سره تر سولې کولو وروسته وشي.

کابل کې د امریکا سفیر جان باس وایي، که څه هم ټاکنې او سوله دواړه مهم دي، خو امریکا ته سوله لومړیتوب لري.

جان باس وایي، باید هم مهاله پر دواړو کار وشي، خو په وینا یې امریکا ته سوله لومړیتوب لري.

تر دې وړاندې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپيو هم کابل ته د خپل سفر پر مهال وویل چې امریکا تمه لري چې د سپټمبر میاشتې مخکې له طالبانو سره یوې هوکړې ته ورسېږي.

کابل کې د امریکا سفیر جان باس پر افغانانو غږ کړی چې له طالبانو سره د بین الافغاني خبرو لپاره چمتووالی ولري.

په قطر کې د طالب او امریکا د اووم پړاو خبرو په تړاو جان باس وایي، امریکا لا هم نه پوهېږي چې له طالبانو سره به هوکړې ته ورسېږي که نه، ځکه په خبره یې دا طالبانو پورې اړه لري چې څنګه کولای شي د دواړو لورو تر منځ درک رامنځته کړي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

پکتیا کې د «اریوب پریمیرلیګ» سیالیو اووم پړاو پای ته ورسېد
لوبې

پکتیا کې د «اریوب پریمیرلیګ» سیالیو اووم پړاو پای ته ورسېد

جولای 30, 2026
د کندهار ملي موزیم په یوه تاریخي ودانۍ کې په نوې بڼه پرانستل شو
فرهنگ او هنر

د کندهار ملي موزیم په یوه تاریخي ودانۍ کې په نوې بڼه پرانستل شو

جولای 30, 2026
د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې
افغانستان

د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې

جولای 30, 2026
د بښنې نړیوال سازمان: پاکستان باید جمو او کشمير کې د خلکو غوښتنې ومني
نړۍ

د بښنې نړیوال سازمان: پاکستان باید جمو او کشمير کې د خلکو غوښتنې ومني

جولای 30, 2026
ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستیو طبیعو پېښو بشري وضعیت سخت کړی
افغانستان

ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستیو طبیعو پېښو بشري وضعیت سخت کړی

جولای 30, 2026
عزیزي: دا مهال هېواد کې له ۶ زرو ډېرې تولیدي فابریکې فعالیت لري
اقتصاد

عزیزي: دا مهال هېواد کې له ۶ زرو ډېرې تولیدي فابریکې فعالیت لري

جولای 30, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist