سرچېنې وايي، کندز ښار ځینو برخو ته وسله وال طالبان ننوتلي، محبس یې نیولی او اوس جګړه د امنیه قوماندانۍ پر ودانۍ روانه ده.

سیمه کې د شمشاد خبریال وایي، د جګړو له کبله ګڼو ملکیانو ته مرګ ژوبله اوښتې.

طالب ویاند ذبیح الله مجاهد پر خپل ټویټر پاڼه ادعا کړې، چې د کندز ښار دویمه حوزه یې هم نیولې ده.

حکومتي مسوولینو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.