Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

سرچینې: زلمی خلیلزاد درې ورځې وړاندې په پټ سفر کابل ته راغلی و

admin by admin
2021/04/05

افغان سولې لپاره د امریکا او ځینو نورو ادرسونو هڅې تر بل هر وخت زیاتې شوې دي، چې په دې لړ کې پټ سفرونه هم شوي.

سرچینې وایي، د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد د ترکیې ناستې د ترسره کېدو په تړاو درې ورځو وړاندې په پټ سفر کابل ته راغلی و، چې یوازې یې له ولسمشر غني او عبدالله عبدالله سره کتلي دي.

ولسمشرۍ ماڼۍ او د مصالحې عالي شورا د خلیلزاد سره د لیدنو په تړاو رسمي څه نه وايي او نه هم د دې لیدنې جزییات خپاره شوي، خو شمشاد ته یوه سرچینه مني چې خلیلزاد، ولسمشر غني او عبدالله عبدالله ته یو لیک سپارلی دی.

په ورته وخت کې، دا مهال ټول ښکېل اړخونه د ترکیې ناستې د ترسره کېدو لپاره په خپلو طرحو بوخت دي، خو یو لوری هم د دې ناستې دقیق وخت نه تاییدوي.

یوه بله سرچینه بیا وايي، طالبانو تر اوسه د ترکیې ناسته کې د ګډون لپاره تیاری نه دی ښودلی او له مخکې یې د ځینو لویو مسایلو په تړاو د ضمانت غوښتنه کړې ده.

د سرچینې په خبره، طالبان غواړي چې د دوحې هوکړه په ټاکلې موده کې بشپړه عملي شي او طالبان دغه راز غواړي چې د ترکیې لومړنۍ ناسته باید برخلیک ټاکونکې وي.

یاده سرچینه وایي: ((طالبان تر مې میاشتې د دوحې هوکړې بشپړ عملي کول غواړي. د خپلو ټولو بندیانو خلاصون او د ټولو بهرنیو ځواکونو وتل غواړي. د طالبانو ټینګار په دې دی چې د انقرې لومړنی ناسته برخلیک ټاکونکې وي یعنې په دې ناسته پسې نورې ناستې نه مني.))

امریکا داسې مهال خپلې هڅې کړندۍ کړي، چې د دوحې هوکړې د عمل مودې لپاره لږ تر لږه دوه میاشتې وخت پاتې دی.

ShareTweetShareSendSend

Related News

شریف: ننګرهار کې د نورو کلونو په پرتله ساري ناروغۍ کمې او کنټرول شوې دي
روغتیا

شریف: ننګرهار کې د نورو کلونو په پرتله ساري ناروغۍ کمې او کنټرول شوې دي

اگست 4, 2026
سهیل افریدی: د خیبر پښتونخوا او بلوچستان وضیعت له کنټرول وتلی
افغانستان

سهیل افریدی: د خیبر پښتونخوا او بلوچستان وضیعت له کنټرول وتلی

اگست 4, 2026
ټرمپ: که د بګرام اډه را ونه سپارل شي، ښایي ناوړه پایلې ولري
نړۍ

امریکا له ایران سره د خبرو اترو نوی پړاو پیلوي

اگست 4, 2026
پاکستان او ترکمنستان ټاپي پروژه د شریکو هېوادونو د اړيکو لپاره حياتي بللې
اقتصاد

ترکمني چارواکو د ټاپي پروژې د پرمختګونو ارزونه کړې

اگست 4, 2026
بلوڅ ازادي غوښتونکو تېره میاشت پر پاکستاني ځواکونو ۵۰ پوځي عملیات ترسره کړي
نړۍ

بلوڅ ازادي غوښتونکو تېره میاشت پر پاکستاني ځواکونو ۵۰ پوځي عملیات ترسره کړي

اگست 4, 2026
د کرنې وزارت جګ پوړي پلاوي اروپا ته رسمي سفر پيل کړ
افغانستان

د کرنې وزارت جګ پوړي پلاوي اروپا ته رسمي سفر پيل کړ

اگست 4, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist